په هرات کې د باسکيټبال سيالۍ روانې دي

لوبغاړي
Image caption د باسکيټبال په دغو سياليو کې د هرات، بادغيس، هېلمند، فراه، کابل او بلخ ولايتونو لوبډلو ګډون کړی دی .

د باسکيټبال دغه سيالۍ د لوبو لپاره د مناسب چاپيريال د اړتيا تر سرليک او شعار لاندې پيل شوې دي.

په دې سياليو کې د ګډون لپاره يوشمېر ځوان لوبغاړي له کابل، بلخ، هېلمند، بادغيس او فراه ولايتونو څخه هرات ته راغلي دي.

لومړۍ سيالۍ د کابل او بلخ د لوبډلو ترمنځ وشوه او په پايله کې کابل ۶۱ او بلخ ۳۱ نومرې وګټلې چې په دې توګه کابل بريالي شو.

دغه راز د هرات لوبډلې له فراه څخه لوبه و ګټله.

د افغانستان د باسکيټبال فدراسيون سر حکم اکبر آريوبوال همدې پايلو ته په کتو سره وايي لوبغاړو په دې ډګر کې ډېره وده کړې:

(( په مجموع کې بريالي ټيمونه د هرات ، کابل ، بلخ او هرات ټيمونه دي، زه دا ويلای شم چې د لوبغاړو د مهارت کچه لوړه شوې

ده .))

ټاکل شوې چې د راتلونکې يکشنبې پر ورځ د دې سياليو وروستۍ پايلې اعلان شي.

د سپورټ د مختلفو څانګو لوبغاړي او روزونکي په دې باور دي چې د ورته لوبو ترسره کېدل پر دې سربېره چې د لوبغاړو،د ودې سبب ګرځي ، له يو بل سره د افغانستان د مختلفو ولايتونو د لوبغاړو د پېژندګلوي زمينه هم برابروي.

Image caption لوبغاړي وايي اسانتياوې نه لري چې ښه وده وکړي.

سميع الله د هېلمند ولايت د ځوانانو دباسکيټبال لوبډلې غړی وايي :

(( دا د شناخت او پېژندګلوي لپاره ډېر اهميت لري، موږ د هرې سيمې له کلتوري خصوصياتو سره آشنا کېږو، موږ اوس پوهېږو چې

د هرات کلتوري ځانګړتياوې څه ډول دي؟))

د بادغيس د سپورټي چارو مشر عبدالکريم وفا هم د سپورټي فعاليتونو او د لوبډلو ترمنځ د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ورته سيالۍ ډېرې مهمې او اغېزمنې بولي .

نوموړی وايي دا د دې سبب کېږي چې د افغانستان د مختلفو سيمو لوبغاړي د يوه توکم، ژبې او سيمې په پام کي نيولو پرته يو د بل ترڅنګ لوبې او کار وکړي:

(( کله چې لوبغاړي په يوه ډګر کې لوبې کوي تاسې د خلکو د احساساتو په ليدلو سره په دې پوهېږیء چې خلک څومره لوبغاړي تشويقوي او خلک څومره د لوبغاړو ملاتړ کوی.

سپورټ هغه ډګر دی چې لوبغاړي پکې د يوې سيمې يوې ژبې او يوه توکم استازيتوب نه کوي، دوی ټول يوه مشترکه ژبه لري او هغه د سپورت ژبه ده، دوی ټول يوځای د يوه سرلوړي افغانستان د جوړولو لپاره هڅې کوي. ))

له دې سره سره چې په افغانستان کې په دې ورستيو څو کلونو کې لوبغاړو د پخوا په پرتله په ځينو سپورتي ډګرونو کې ډېره وده کړې خو د سپورټ د مختلفو څانګو ډېری روزونکي په دې باور دي چې لوبغاړو تراوسه د اقتصادي ستونزو له کبله په زياته کچه د ودې امکان نه دی پيدا کړی.

اميد حيدري د هېلمند د باسکيټبال لوبډلې يو بل غړی دی ، چې همدې ټکي ته په اشارې سره د سپورټ لپاره ځوانانو ته د اړينو امکاناتو د برابرولو پر اړتيا ټينګار کوي :

((د سپورت د ودې لپاره زما غوښتنه دا ده چې موږ ته لباس راکړل شي، سپورتي امکانات راته برابر شي په هېلمند کې امنيتي وضعيت هم چندان ښه نه دی، هلته دې د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې وشي.))

هرات د افغانستان په لوېديځ کې له هغو ولايتونو څخه دی، چې د ژوند اړينی اسانتياوې پکې د يوشمېر نورو لايتونو په پرتله ډېرې دي ، خو ان په همدې ولايت کې هم ډېری لوبغاړي سپورت ته د يوې دويمې دندې يا ذوقي چارې په سترګه ګوري .

دلته هم لوبغاړي د خپلو اقتصادي ستونزو د هوارولو لپاره معمولا نور کاروبار لري.