کريکټ:د هالينډسياليو ته لوبډله وټاکل شوه

افغان لوبغاړي تمرين کوي
Image caption افغان کريکټ بورډ وايي هڅه کوي د هالينډ له سفره وړاندې لوبډلې ته يا په پاکستان او يا هم په هند کې د چمتوالي کمپ جوړ کړي .

افغان کريکټ بورډ د هالينډ سياليو ته نوې لوبډله اعلان کړه .

د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکي وايي په نوې اعلان شوې لوبډله کې د ١٩ کلنو لوبډلې يو شمېر ځوان لوبغاړي هم شامل دي.

د هالينډ سيالۍ د هغوو شپږو هېوادونو ترمنځ دي چې په ٢٠٠٩ کال کې د نړيوالو يوې ورځنيو لوبو ته د لار موندنې پړاوو کې د سر لوبډلې شوې .

ايرلينډ،هالينډ،کاناډا،کينيا،افغانستان او سکاټلينډ په دغو سياليو کې د يوې ورځنيو نړيوالو لوبو امتياز ترلاسه کړ .

اوس به دغه شپږ سره لوبډلې په خپلو کې د دې لپاره سيالۍ کوي چې د نړۍ له غوره او پياوړو ټيمونو وروسته،د دوى درجه بندي وشي .

د افغانستا د کريکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر ايمل شينواري د بي بي سي پښتو ويپاڼې ته وويل د بورډ له لورې د لوبډلې د غوراوي ډلې له دغو کسانو ټيم جوړ کړى:

نوروز منگل،:محمد نبي عيسى خيل،:کريم صادق،نورعلي،محمد شهزاد محمدي،اصغر ستانکزى،سميع الله شينوارى،حميد حسن،شاپور ځدراڼ، ميرويس اشرف،شبير نوري، نصرت الله،افتاب علم،مراد علي،جاويد احمدي،حمزه هوتک،نورالحق،عزت الله.

وروستي شپږ لوبغاړي د ١٩ کلنو په نړيوال جام کې لوبيدلي دي او د دوى له ډلې درې تنه په لوبډله کې شامل دي او درې نور يې د ضرورت پرمهال شامليدى شي.

دولت احمدزى او شفيق الله شفق په لوبډله کې شامل نه دي،دغه دواړه د کريکټ په تېرو ٢٠ اوريزونړيوالو سياليو کې په لوبډله کې شامل ول .

د ښاغلي شينواري په خبره د لوبډلې د غوراوي په ټيم کې د حميد شينواري په مشرۍ د لوبډلې پخوانى لوبغاړى احمدشاه احمدي او دغه راز اسدالله او د کورني کريکټ مدير نظيم جار عبدالرحيمزى شامل ول .

د غوراوي د ډلې مشر د نړيوالو سياليو تجربه نلري خو چارواکي وايي چې ډېر وخت يې کريکټ کړى دى .

ښاغلي شينواري وويل د غوراوې ډلې د لوبغاړو د تېرو لوبو تاريخ ته په کتو هغوى غوره کړي دي .په لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو د شاملولو موخه په راتلونکي کې د يوې پياوړې افغان لوبډلې شتوالى ښوول کېږي .

په پام کې ده چې افغان لوبډله د جون د مياشتې په ٢٧ نيټه له کابل نه د هالينډ په لورې وخوځيږي،خو د کريکټ بورډ چارواکي تمه ښيي چې لوبډلې ته د هالينډ له سفر نه وړاندې يا په گاونډ پاکستان او يا هم په هند کې د چمتوالي زمينې برابرې کړي،او دغلته تمرين پرې وکړي .

په تېرو ٢٠ اويزو سياليو کې د افغانستان منډه جوړونکي ښه و نه ځليدل،همدغه ټکي ته په کتو کريکټ بورډ وايي د پاکستان د يوه پخواني منډه جوړونکي راشد لطيف سره يې خبرې روانې دي او هيله ده چې نوموړى افغان منډه جوړونکو ته روزونه ورکړي .

ورته مطالب