فوټبال: ايټالیا له نيوزيلنډ، برازيل له عاج ساحل سره لوبېږي

په جنوبي افریقا کې د ۲۰۱۰ کال د فوټبال په اتلولیو کې نن (يکشنبه، د جون ۲۰مه) په شپږم ګروپ کې سلواکیا له پاراګوای، ايټالیا له نيوزيلنډ او په اووم ګروپ کې بيا برازيل له عاج ساحل سره سيالي کوي.

تېره ورځ کاميرون له ډنمارک نه د يوه په مقابل کې دوه ګولونه ماتې وخوړله.

نن دوه پخواني اتلان له يو بل سره سيالي کوي، خو په خپلو کې له يو بل سره مخامخ نه دي.

برازيل پنځه ځلې سيالې ګټلې دي.

د عاج ساحل تکړه ټيم دی او برازيل ته به اسانه نه وي چې دغه ټيم مات کړي.

کاميرون تمه نه درلوده، چې بل پړاو ته به لاره مومي، ځکه چې په تېرو سیاليو کې جاپان ماتې ورکړې وه.

تېره ورځ په نورو لوبو کې د ګانا او استرالیا لوبه یو يو مساوي ختمه شوه، او د جاپان او هالنډ لوبه يو صفر د هالنډ په ګټه تمامه شوه .

په دې توګه هالنډ یو له لومړنیو هېوادونو شو، چې دویم پړاو ته يې سل په سلو کې اوس لار ومونده .

ورته مطالب