فوټبال: برازيل د عاج ساحل مات کړ او دويم پړاو ته ووت

برازيل اوس په جي ګروپ کې دویم پړاو ته ورسېد ، دوی له هالنډ وروسته دویم هېواد شو، چې دویم پړاو ته لار مومي.
Image caption برازيل اوس په جي ګروپ کې دویم پړاو ته ورسېد ، دوی له هالنډ وروسته دویم هېواد شو، چې دویم پړاو ته لار مومي.

تېره ورځ د جنوبي افريقا د فوټبال په سيالیو کې برازیل د عاج ساحل ته درې يو ماتې ورکړه، او د سياليو دویم پړاو ته ورسېد.

نن (دوشنبه، د جون ۲۱مه) پرتګال له شمالي کوریا، هسپانيه له هندوراس او چيليله سويس سره لوبه کوي.

هسپانيا خپله لومړۍ لوبه له سويټ زرلينډ نه بایللې وه .

که چېرې دغه لوبه وبایلي او يا يې مساوي کړي، نو د دوی لپاره به ډېره ګرانه وي، چې دویم پړاو ته ووځي، او دا به ډېره حيرانوونکې وي چې دوی دویم ‎پړاو ته لار نه مومي.

دا په داسې حال کې ده چې تر سياليو وړاندې هرچا دا ګمان کاوه چې ښايي هسپانيا به دغه اتلولۍ وګټي.

د نن په يوه بله لوبه کې پرتګال له شمالي کوريا سره مخامخ دی، پرتګال ته هم دا لوبه ډېره مهمه ده چې ويې ګټي؛ ځکه چې هغوی هم خپله لومړنۍ لوبه له عاج ساحل سره مساوي کړې وه

او شمالي کوريا له برازيل سره ښه لوبه کړې وه، خو دوه يو يې بايللې وه.

دا راز نن د چيلي او سويس ترمنځ يوه بله لوبه ده.

Image caption د برازيل او عاج ساحل لوبه وار له مخه ګمان کېده، چې ډېره په زړه پورې لوبه به وي، خو برازيل په چټکو باسونو لوبه له سره تر پايه کنټرول کړه ،

دغو دواړو ډلو په ايچ ګروپ کې خپلې لومړنۍ لوبې ګټلې وې.

برازيل اوس په جي ګروپ کې دویم پړاو ته ورسېد ، دوی له هالنډ وروسته دویم هېواد شو، چې دویم پړاو ته لار مومي.

د برازيل او عاج ساحل لوبه وار له مخه ګمان کېده، چې ډېره په زړه پورې لوبه به وي، خو برازيل په چټکو باسونو لوبه له سره تر پايه کنټرول کړه ، که څه هم د دوی تر ټولو تکړه لوبغاړی کاکا دوه ژيړ کارتونه وليدل او له لوبې وایستل شو، چې په خپله دويمه لوبه کې به دی له پرتګال سره لوبه نه کوي.

خو له لویه سره برازیل ښه لوبه وکړه او دوی پريو يې وګټله .

خو د تېرې ورځې تر ټولو حيرانوونکې لوبه د ايټالیا او نيو زيلنډ ترمنځ وه، چې يو په يو مساوی ختمه شوه.

ايټاليا تېر ځل د نړیوالو اتلولیو اتل و، چې څلور وارې يې نړيوالې اتلولۍ ګټلې .

يوه بله لوبه بیا د پراګوای او سلواکیا وه ، چې پراګوای دوه صفر وګټله.

ورته مطالب