فوټبال: پرتګال شمالي کوریا ته 7-0 ماتې ورکړه

پرتګال
Image caption پرون پرتګال شمالي کوریا ته د صفر په مقابل کې په ۷ ګولونو حيرانوونکې ماتې ورکړه.

پرون پرتګال شمالي کوریا ته د صفر په مقابل کې په ۷ ګولونو ماتې ورکړه.

په هر ګروپ کې څلور څلور لوبډلې وې ، او هرې لوبډلې به درې درې لوبې کولې.

تر نن وروسته به ټولې لوبې څلور څلور وي.

د نن په لوبو کې د سوېلي افريقا او فرانسې لوبه شاید تر ډېرحده نمایشي وي، په دې مانا چې دوی دواړه اوس دا هيله نه لري چې بل پړاو ته لار ومومي.

که مکسيکو او یوروګوای لوبه مساوي کړه، نو فرانسه او سوېلي افريقا له دې لوبو وځي.

او که چېرې سوېلي کوريا له نایجريا سره لوبه مساوي کړه، او ارجنټاين له یونان څخه ونه بایلله، نو کوریا او ارجنټاين به بل پړاو ته لار ومومي.

پرون پرتګال شمالي کوریا ته د صفر په مقابل کې په ۷ ګولونو حيرانوونکې ماتې ورکړه.

ترهغه وړاندې کومې ډلې دومره ګولونه نه وو کړي، يوازې په يوه لوبه کې جرمني څلور ګولونه وکړل او په يوه بله لوبه کې ارجنټاين څلور ګوله کړي وو.

د دوشنبې ورځې په لوبو کې چيلي هم سويس ته یو صفر ماتې ورکړه.

سويس په خپله لومړنۍ لوبه کې هسپانيا ته ماتې ورکړې وه، چې هغه هم حیرانوونکي خبره وه.

هسپانيا په خپله دویمه لوبه کې تېره ورځ هندوراس ته دوه صفر ماتې ورکړه او دویم پړاو ته د رسېدو هیله یې له سره پيدا کړه.

ورته مطالب