مارادونا: جرمني ته به ماتې ورکړو

مارادونا
Image caption مارادونا وايي چې جرمني تر مکسیکو تکړه ده، خو د ارجنټاین لوبډله بیا تر جرمني هم غښتلې ده.

د ارجنټاين لوبډلې روزونکي دييګو مارادونا ويلي پر خپله لوبډله باوري دی، چې د جنوبي افريقا د فوټبال اتلولیو په منځلوبو کې به جرمني ته ماتې ورکړي.

دا اتم ځل دی چې ارجټاين په منځلوبو کې تر ۱۹۳۰، ۱۹۶۸ او ۱۹۷۸ کلونو وروسته بریالی کېږي.

مارادونا ويلي دی پوهېږي چې جرمني د مکسیکو له لوبډلې قوي لوبغاړي لري، خو د ارجنټاين لوبډله بيا کولی شي چې جرمني مات کړي.

د ارجنتاين روزونکي ويلي لیونیل ميسي د مکسیکو د لوبغاړو لخوا سخت ژوبل شو، چې د درېیم ګړو لخوا دې مسالې ته هېڅ پاملرنه ونه شوه.

Image caption آرجنتاين هم د فوټبال په نړيوالو اتلوليو کې چې په جنوبي افريقا کې روانې دي، منځلوبو يا quarter final ته لار ومونده.

مارادونا په ۱۹۸۶ کال په مکسیکو کې د نړيوال جام د لوبو پرمهال د خپل هېواد لوبډله روزله.

ارجنټاین منځلوبو ته ووت

آرجنتاين هم د فوټبال په نړيوالو اتلوليو کې چې په جنوبي افريقا کې روانې دي، منځلوبو يا quarter final ته لار ومونده.

دغې ډلې چې لارښوونه يې دييگو مارادونا کوي، د يوه گول په وړاندې پر دريو - مکسيکو ته ماته ورکړه.

اوس به آرجنتاين له جرمني سره مخامخېږي چې د ورځې په لومړۍ لوبه کې يې انگلستان د يوه گول په وړاندې په څلورو مات کړى و.

نن به هالند له سلواکیا او برازيل به له چيلي سره لوبېږي.

برازیل یو له هغو لوبډلو ده، چې د ډېرو په ګومان ښايي په اسانۍ سره مخته ولاړه شي.

چيلي هم تکړه لوبډله لري، چې د برازيل له لوبې ښه خبره ده.

ورته مطالب