فوتبال : جرمني ارجنتاين ته ماتې ورکړه

فوتبال
Image caption جرمني په اسانۍ ارجنتاين ته څلور صفر ماتې ورکړه

د جرمني د فوتبال لوبډلې خپل پخواني سيال ارجنتاين ته په منځلوبه يا کواټر فاينلز کې څلور صفر ماتې ورکړه او نيمه پايلوبو ته ورسيده .

جرمن لوبغاړي چې په لوبغالي کې له گڼو نندارچيانو سره د خپلې چانسلرې ميرکل په چچکو هم بدرگه کيدل د لوبې په دريمه دقيقه کې گول وکړ او ارجنتاين يې هېښ کړ .

د ارجنتاين دفاع کمزورې ښکاريده او د جرمني دفاع او بريد پياوړى و .

د ارجنتاين ستورى او د نړۍ تر ټولو تکړه لوبغاړى ليونيل ميسي تر ډيره له لوبې ليرې پاتې شو .

جرمن لوبغاړو ميسي ته د توپ نيولو او پرې د لوبې چانس نه ورکاوۀ ،

ميسي اړ شو چې د جرمني له گوله ليرې په توپ پسې وگرځي او شايد همدا دليل و چې ارجنتاين د گول وهلو موقعې هم ډيرې ونه موندې .

د جرمني بريد کاري ښکاريد او دفاع يې کلکه وه .

د جرمني او ارجنتاين ترمنځ په ١٩٨٦ او ١٩٩٠ کلونو کې د فوتبال د نړيوالو اتلوليو پايلوبې ترسره شوې وې .

په ٨٦ کال کې مرډونا پر جرمني درې دوه برلاسى شو خو په ١٩٩٠ کال کې د هغه وخت لويديځ جرمني يو صفر برى وموند .

ورته مطالب