کریکټ: پاکستان استرالیا ته ماتې ورکړه

پاکستانی لوبغاړی عمر اکمل
Image caption پاکستان له استرليا سره د شلو اورونو يوه بله لوبه هم لري، او په هغې پسې دوه پنځه ورځنۍ سيالۍ کوي .

د پاکستان د کريکټ ملي لوبډلې له ډېرې مودې وروسته بلاخره استرليا ته ماتې ورکړه .

دغه لوبې چې د انګلستان په برمنګهام ښار کې ترسره کېږي پاکستان به په کې يوه بله شل اوريزه سيالي هم لري او په هغې پسې بيا له کوربه هيواد سره دوه پنځه ورځنۍ لوبې کوي .

استراليا پاکستان ته په وروستي ځل په تېرو نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ماتې ورکړه وه او له هغې وړاندې بيا په پنځه ورځنيو او يوې ورځنيو لوبو کې هم پاکستان مات کړى و چې،په دې ماتې سره د پاکستان په ټيم کې ډېر بدلونونه او ژور اختلافات مخې ته راغلل.

د تېرې شپې په لوبه کې لومړۍ پاکستان پچه وگټله او خپله يې منډو جوړولو ته ملا وتړله خو، لومړى منډه جوړوونکى شهزاب حسن يې ډېر ژر وسوځېد.

په ده پسې د کپټان شاهد اپريدي په گډون درې نور لوبغاړي يې هم ژر وسوځېدل ،خو د لوبډلې د ځوان لوبغاړي عمر اکمل په راتلو سره د لوبې بڼه بدله شوه.

عمر اکمل ډېره تېزه منډه پيل کړه او د دريو شپږيزو او ٧ څلوريزو پر مټ يې په ٤٣ توپونو ٦٤ منډې وکړي او استرليا ته يې د لوړ هدف په ټاکلو کې مرسته وکړه.

پاکستان د خپلو نهو لوبغاړو په سوځيدو سره استراليا ته ١٦٧ منډو هدف وټاکه، چې استراليا د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ايله ١٤٤ منډې وکړي او دغه راز پاکستان دغه لوبه په ٢٣ منډو وگټله او څه ناڅه يې له استراليا نه د خپلو تېرو ماتو غچ واخيست.

د پاکستان په بري کې ډېره ونډه د کين لاسي بالر عامر، سيد اجمل او پښتون بالر عمرگل ونډه ډېره وه.

عامر او سيد اجمل د استراليا درې درې لوبغاړي وسوځول خو مهم لوبغاړى ميکل هسي يې عمر گل وسوځاوه چې د پاکستان بري ته يې لاره پرانېستله .

پاکستان له استراليا سره د شلو اورونو يوه بله لوبه هم لري، او په هغې پسې دوه پنځه ورځنۍ سيالۍ کوي.

ورته مطالب