کريکټ :سکاتلند افغانستان ته ماتې ورکړه

لوبغاړي

کلېکاږل

کلېکاږل افغان منډې سکاتلند : په ٤٤ اوور کې ١٤٢ منډې٨ سوځيدلي

سکاتلند وگټله

افغانستان دا لوبه هاله وبايلله چې ايله ١٤١ منډې يې وکړې .

که چيرې يې شل نورې کړې واى او يا يې د بالينگ پر وخت ١٩ وايډ اضافي منډې نه واى ورکړې دا لوبه بيا هم گټل کيداى شواى .

خو حق دا دى چې په دې سياليو کې ايرلند او سکاتلند تر بل هر هيواد ښه و .

افغانستان به د دريم او څلورم مقام لپاره له هالند سره بخت ازمويي او شايد نور لوبغاړي هم وازمويي .

په دغو پنځو لوبو کې د ځينو تجربه لرونکو لوبغاړو ، په ځانگړي ډول منډه جوړونکو کې ، لوبه ښه نه وه .

ميرويس اشرف ته چانس ورنه کړاى شو شايد د هالند په هوا کې هغه بريالى واى .

په روانو سياليو کې د نوروز منگل او شهزاد منډې او په بالرانو کې نژدې د ټولو لوبه ښه وه .

په فيلډينگ کې کيچونه ولويدل او په منډو کې نورو ډير څه ونه کړل .

د کبير خان خبره په داسې وخت کې چې پنځه شپږ کسه ژر وسوځيږي ريس احمدزى به ودريد ، دا ځل چې هغه هم نه و وروسته څوک د ټينگې نه شو ښکاره .

کلېکاږل افغان لوبډله ،

کلېکاږل د نظر ليکلو لپاره دا ځاى کېکاږئ

حميد حسن : ٨ اوور کې٢١ مڼډې ورکړي ٢ اوټ

شاپور ځدراڼ: په ٦ اوورونو کې ١٩ منډې ورکړې ٢ کسه سوځولي

اضافي : ١٩ وايډ ١ نو بال، ١ ليگ باى

درې منډې او دوه لوبغاړي پاتې دي

اتم لوبغاړى د شهزاد په کيچ شاپور اوټ کړ

بايد سميع يا شاپور راشي

سکاتلند پنځو منډو ته او افغانستان درو نورو ويکټو ته اړتيا لري چې د چا بخت به بيداره وي ، ظاهرآ سکاتلند په ښه دريځ کې دى

حميد حسن لکه ټپي شوى زمرى راخوشى دى

نبي : په ٩ اوور کې ٣١ منډې ٢ سوځولي

نوروز منگل : په ٨ اوور کې ٢٣ منډې ٢ سوځولي

خالق داد : ٣ اوورونو کې ١٦ منډې ورکړي

سميع : ٧ اووور کې ١٩ منډې

کريم صادق: په ٣ اوور کې ١٢ منډې ورکړي

اووم کس د نوروز په ښکلي کيچ حميد حسن اوټ کړ ، نوروز ټوپ کړل او د نه منلو کيچ يې ونيوۀ

سکاتلند يوازې اتو نورو منډو ته اړتيا لري خو که افغانستان برياليتوب غواړي نو څلور نورو سکاتلنديان بايد وسوځوي چې اسانه نه ښکاري

نوروز منگل شپږم لوبغاړى ايل بي دبليو اوټ کړ

ايرلند خپله پنځمه لوبه هم وگټله او هالند ته يې ماتې ورکړه ، افغانستان به له نننۍ ماتې وروسته له هالند سره د دريم او څگلورم مقام لپاره لوبه کوي

د نوروز راستنيدل شايد پر ځاى کار نه و ، داسې وخت کې افغانستان د منډو ايسارول نه بلکې د ويکټو ترلاسه کول غواړي

د نبي دغه وروستي اوور بيرته د سکاتلند تله درنه کړه

په نبي بله څلوريزه ولگيده

د هالند په ١٣٦ منډو اته لوبغاړي سوځيدلي دي او ١٧٨ منډو ته اړتيا لري

په نبي څلوريزه ولگيده ، بد وخت کې دا کار وشو سکاتلنديان تر فشار لاندې ول

افغانستان تر اوسه ١٦ وايډ بالونه کړي دي

اووووووووووووو لوى اپيل و خو لوبڅار ياري نه کوي

کانادا کينيا ته ماتې ورکړه

صابر له اسپانيا : اوس بايد له حميد سره شاپور مل شي

د حميد د اووم اوور په لومړيو درو توپونو پکاتلندي لوبغاړي پوى نه شول ، خو قسمت ورسره ياري کوي پرې ونه سوځيدل

سکاتلند په ١٤ اوورونو کې ٢٩ منډو ته اړتيا لري خو نيمايي لوبډله يې سوځيدلې ده

د نبي په اتم اوور کې منډه ونه شوه خو لوبغاړى هم پکې ونه سوځيد

ډاکټر يمين له بنکاک نه : یو وخت حمید حسن د آیرلنډ په وړاندې یو ناڅاپه درې، څلور لوبغاړي سر په سر وسوځول. نن به بیا داسې ونه کړي

اوس دوه نوي لوبغاړي ولاړ دي .، که يو بل پکې وسوځيد په سکاتلنديانو به ناڅاپي فشار راشي

واټس په ٩٩ توپونو ٤٦ منډې وکړې د اغر په لاس حميد اوټ کړ

صميم ساپى له لغمانه : که دوه کسه نور اوټ کړو د لوبې گټل به اسانه شي ( که شپږ شي بيخي به اسانه وي )

فريزر واټس په ٩٣ توپونو ٤٥ مندې کړي دي او سکاتلند يې ټينگ کړى دى ، په افغان لوبغاړو کې داسې څوک نه و چې تر پايه دريدلى واى

که په راتلونکو دوو درو اوورونو کې د سکاتلند څو کسه سر په سر ونه سوځيږي لوبه يې گټلې ده

مکلم پر نبي تيز شارټ غوښت خو شاته شهزاد سټمپ کړ

حميد حسن د نبي پر ځاى راستون شو ، شايد يو څه په ځنډ

سکاتلند ته په ٢٠ اوورونو يا ١٢٠ توپونو يوازې ٤٢ مندې پکار دي او افغانستان يې بايد ٧ نور لوبغاړي وسوځوي که لوبه گټي

په کريم څلوريزه ولگيده

گومان کوم سميع يا حميد او شاپور څخه څوک بايد بالنگ وکړي ، مندې لږې دي

د کريم صادق په دويم اوور کې تر اوسه دوه وايډ اضافي مندې شوي

د سکاتلند ولاړو دوو لوبغاړو تر اوسه په ٥٢ توپونو ١٨ مندي کړي خو چټکۍ ته اړتيا نه لري

نژدې کيچ شوى و خو توپ د نبي مخته پريوت

افغانستان تر اوسه ١١ وايډ اضافي مندې ورکړي دي چې د کمو منډو په لوبه کې د زغملو نه دي

سکاتلند په تيرو څو اوورونو کې يوازې يوه يوه منډه کوي خو څوک يې نه سوځيږي

د نن په دوو نورو لوبو کې هالند او کانادا بري ته ورنژدې شوي خو د هغو پايله په دې لوبه اغيز نه لري

کبير خان له بي بي سي سره په مرکه کې څو ورځې وړاندې وويل ريس احمدزى په شپږم يا اووم نمبر لکه ديوال راته دريده او له ماتې يې را گرځولو اوس د هغه د ځاى ډکولو لا څوک پيدا شوى نه دى

د سکاتلند واټس ښه لوبه کوي له پيله راغلى او ورو ورو خپله لوبډله بري ته نژدې کوي ، تر اوسه يې ٣٣ کړي دي

د نوروز په څلورم اوور کې يوه منډه هم ونه شوه خو اوس افغانان ويکټونو ته اړتيا لري سکاتلند ارامه لوبه کوي او پر مخ ځي

په منگل يوه څلوريزه ولگيده

حميد الله بختيار له پېښوره : پرېشانه يم د دې کريکټ له لاسه درس هم نه شم ويلى چې څه به کيږي ( په ازموينو کې به ناکامه کيږې بل څه نه کيږي )

عابد له ناڅرگنده ځايه : که دا لوبه ونه گڼو ډير به خپه شم ( له گڼو نورو سره بيا د زړۀ درد شريک کړه )

د سميع په دريم اوور کې منډه ونه شوه خو يو کيچ پکې ولويد ، کيچونه گټي ميچونه

اووووووووووووووو سميع په خپل بال کيچ وغورځاوه

دا په رسمي نړيوالو لوبو کې د زلمي جاويد احمدي لومړنى کيچ و

برينگټن د جاويد احمدي په لاس نوروز منگل کيچ اوټ کړ

افغانستان د بري لپاره ژر ژر بايد کسان وسوځوي خو سکاتلنديان په ډير احتياط لوبه کوي

د نوروز په توپ پنځه وايډ اضافي منډې وشوې

زموږ له اټکل سره سم سميع راغى په لومړي بال يې د ايل بي ډبليو اپيل وشو خو لوبڅار ونه مانۀ ، په دويم توپ يې لوبغاړى نژدې سوځيدلى و خو بخت لا هم ياري ورسره کوي

سکاتلنديان عمومآ له ليگ سپنر سره ښه لوبه نه کوي ، شايد سميع نن وځليږي او ښايي همدا يې وخت وي چې له نبي سره په گډه بالينگ ته راشي

په حميد څلوريزه ولگيده

کانادا هم خپل څلورم لوبغاړى له لاسه ورکړ

هالند له ايرلند سره ٦٦ منډي کړي او څلور لوبغاړي يې سوځيدلي دي او کانادا بيا له کينيا سره ٧١ کړي او درې لوبغاړي يې له لاسه ورکړي دي

سکاتلندى لوبغاړى نژدې رن اوټ شوى واى خو بخت ورسره ياري وکړه او افغانانو ته لا بده خبره دا ده چې د توپ نيولو په ترڅ کې د نبي لاس لکه چې خوږ شو

ډاکتر نور عالم فريد له کندزه : له ميرويس اشرف سره ظلم کيږي بايد هغه ولوبول شي .

ډاکتر طاهر شاه نيکمل له اندونيزيا څخه : ايا بله لوبه شته ؟ ( که په دې لوبه کې افغانان بريالي شي له ايرلند سره به پايلوبه کوي او که يې وبايلله بيا به له هالند سره د دريم او څلورم مقام لپاره سيالي کوي . )

ډير اوريدونکي ايميل ليکي او وايي چې د جاويد احمدي پر ځاى بايدنن ميرويس اشرف راغلى واى ، خو د ملي لوبډلې پخوانى کپتان او لوبغاړى ريس احمدزى وايي جاويد احمدي ته بايد چانس ورکړل شي همدا ځوانان به د دۀ په وينا افغان لوبډله پر مخ بيايي .

سکاتلندى واټس پر حميد د شارټ وهلو ناکامې هڅې وکړې

نصيب کامران نظري له هنگو : حميد بايد راشي موږ ويکتي غواړو ( غوښتنه مو ومنله شوه )

د شاپور پر ځاى حميد حسن راغى

سکاتلند په لومړيو لسو اوورونو کې ٤١ منډې وکړې او دوه لوبغاړي يې له لاسه ورکړل په پاتې ٤٠ اوورونو کې ١٠١ منډو ته اړتيا لري او اته لوبغاړي ورپاتې دي

د سکاتلند دويم لوبغاړي حسين پر نبي لوى شارټ واهه خو شاته سټمپ اوټ شو د نبي په توپ د شهزاد له خوا

د کانادا او هالند درې درې لوبغاړي سوځيدلي دي ،لومړى هيواد ١٥٤ منډو ته او دويم ١٧٨ منډو ته اړتيا لري

د شاپور پر بالينگ سکاتلنديان ډيرې ستونزې ويني خو بخت ورسره ياري کوي او لا نه سوځيږي

عنايت له لندنه : نوروز بايد لومړى بالينگ کړى واى ، دى بايد نور کپتان نه وي او حميد حسن کپتان شي ( ډيره بيړه نه کوئ )

خالق داد چې په نورو لوبو کې هم منډې کمې ورکړې وې او هم يې کسان سوځولي و نن د اړتيا پر وخت تر اوسه ونه ځليد

د شهزاد له کيڼ لاس سره توپ تير شو ، سخت و که يې نيولى و کس به اوټ شوى و خو اوس څلوريزه شوه

نن د سکاتلند ورو بالران ډير بريالي و شايد په همدې هيله نبي ژر راغى

تيز شمال چليږي په داسې حالت کې که په ورو بالر شارټ لگيدۀ له شپږيزې به کم نه وي

بالينگ کې بدلون راغى ، د خالق داد پر ځاى نبي راغى

د شاپور په څلورم اوور کې منډه ونه شوه او سکاتلندى لوبغاړى له ډيرو مشکلاتو سره پکې مخامخ شو

اجمل جبارخيل له امريکا : که افغانستان سکاتلند ته او ايرلند هالند ته ماتې ورکړه افغانستان پايلوبې ته رسيږي ؟ ( که افغان لوبغاړو وگټله په هر حال دوى پايلوبې ته رسيږي او ايرلند واردمخه رسيدلى دى )

په خالق داد دريمه څلوريزه ولگيده

په خالق داد څلوريزه ولگيده ، دا پر دۀ دويمه ده

په شاپور څلوريزه وشوه

په څلورم توپ د ايل بي ډبليو لوى اپيل وشو خو د لوبڅار زړۀ نرم نه شو

له ډوډۍ وروسته د شاپور په دويم توپ چې راپورته شو هوايي شارټ ووهل شو چې درې منډې يې کړې

عصمت الله ساپى له کونړه : که ميرويس اشرف واى زموږ منډې به تر ١٤١ ډيرې واى .

جمال سعيد له ناڅرگنده ځايه : له ډوډۍ وروسته لوبه ښه کيږي په تش نس چا څه کړي دي .

عبدالله نيازى له پېښوره او نصرت الله صميم له وردگو : لوبه گټو خو همت پکار دى .

په نورو دوو لوبو کې کينيا له کانادا سره ١٥٣ منډې کړې وې په ځواب کې کانادا ٢٩ منډې لري لا يې څوک نه دي سوځيدلي ، ايرلند بيا له هالند سره ١٧٧ منډې وکړې

په څلورو اوورونو کې که څه هم سکاتلند شايد ځان ساتۀ خو نهه منډې يې وکړې او يو لوبغاړى يې وسوځيد .

افغانستان له ډوډۍ وروسته سم لاسي د يو دوه کسو د سوځيدا هيله بايد ولري که نه نو د لوبې گټل اسانه نه دي .

د خالق داد دغه اوور شايد د ډوډۍ تر وقفې وړاندې وروستى وي

د ميد اف په لور شارټ و ، اصغر مخته ټوپ کړل او ښکلى کيچ يې ونيوۀ

د اصغر په لاس د سکاتلند لومړى لوبغاړى شاپور وسوځاوۀ

فرمان الله له جغتو : که بالران همداسې لوبه وکړي بيا يې هم گټو .

احمديار له نامعلومه ځايه : روزونکي جاويد په دومره مهمه لوبه کې ولې ولوباوۀ او کريم يې بيا ولې لوبولى دى ؟ ( کبير خان په دې باور دى چې زلمي د فشار په حالت کې لا ښه لوبه کوي ، د ايرلند او سکاتلند ټيم يې ښه بېلگه ده )

نصيب جان له ميدانه : زموږ لوبغاړي په نظر شول

سکاتلنديان به هڅه کوي چې د ډوډۍ تر وقفې پورې څوک له لاسه ورنه کړي

د بري لپاره له اضافي منډو بايد بالران راوگرځول شي

شاپور ښه پيل وکړ ، بايد نور بالران او په ميدان کې ولاړ لوبغاړي هم ورسره ملۀ شي

نور جمعه له گرديز نه : ما خپله مبارکي د افغان حکومت له لارې سکاتلند ته واستوله ،

د ډوډۍ تر وقفې وړاندې درې څلور اوورونه شايد وشي .

شاپور اپيل وکړ خو لوبڅار ونه مانۀ ، افغان لوبغاړي باوري ول چې دا کيچ اوت دى خو ورسره ونه منل شوه

شاپور بالينگ پيل کړ .

سورگل له هري پوره : ډير خپه يم .

جمال له جاپانه : د خداى په مټ دا لوبه گټو ،

رپوټ

افغانستان : په ٤٨ اوور کې ١٤١ منډې ١٠ سوځيدلي

په روانو سياليو کې ليدل شوي چې د سکاتلند بالينگ تر منډو ښه دى .

شايد په همدې دليل د پچې تر گټلو وروسته کپتان نوروز منگل لومړى خپله منډو ته زړۀ ښه کړ .

د افغانستان په لوبډله کې دوه بدلونونه راغلي و .

شاپور ځدراڼ د دولت احمدزي پر ځاى او جاويد احمدي د شبير نوري پر ځاى لوبډلې کې شامل شول .

د افغانستان د منډو پيل ښه نه و ،

کريم صادق يو وار بيا په لږو منډو وسوځيد .

ورپسې جاويد احمدي هم ژر لاړ .

د تل په شان شهزاد او نور علي ودريدل .

شهزاد د خپلو منډو پيل په شپږيزې وکړ او نيت يې روښانه و چې تيزه لوبه کوي .

دۀ تر ديرشو واړولې چې د سکاتلند ښه فيلډينگ رن اوټ کړ .

د شهزاد له سوځيدا لږ وروسته نور علي هم لاړ .

اصغر او کپتان نوروز منگل تر ٩٨ پورې منډې ورسولې او داسې هيله وټوکيده چې افغانان به تر ٢٠٠ منډې واړوي .

خو د اصغر له سوځيدا سره نور ټول يو په بل پسې لاړل .

کپتان نوروز منگل تر پايه ودريد ، ونه سوځيد خو دا يې هم ونه کړاى شواى چې د افغانستان د منډو مجموعه ډيره کړي .

دا په لسو نړيوالو يو وروځينو لوبو کې د افغانستان تر ټولو کمې منډې دي .

د حيرانۍ خبره دا ده چې د افغانستان تر ټولو ډيرې منډې ٢٩١ وې چې په لومړنۍ يوه ورځنۍ لوبه کې يې تير کال له همدې سکاتلند سره کړې وې.

خو هغه ميدان او دا ډير توپير لري او سکاتلنديان هم پوهيږي چې دلته منډې اسانه نه دي .

که د افغانستان بالران او فيلډران ټينگ شي شايد اوس هم لوبه ترې له گوتو نه وي وتلې .

د افغان منډه جوړونکو لوبه

کريم صادق : ;کيچ اوټ2

نور علي ځدران : کيچ اوټ١٥

جاويد احمدي : ٣ کيچ اوټ

شهزاد : ٣٤ رن اوټ

نوروز منگل : ٣٨

اصغر ستانکزى : ٢٤ کيچ اوټ

شاپور : اوټ صفر

نبي :٤ ايل بي ډبليو اوټ

سميع الله شينوارى : ١ کيچ اوټ

خالق داد : ٢ بلوډ اوټ

حميد حسن : ٩ ايل بي ډبليو اوټ

اضافي منډې :٩

لوبغاړي څه وخت وسوځيدل : ٢ کريم ، ٧ احمدي ،٥٤ شهزاد ، ٥٧ نور علي ، ٩٨ اصغر ، ٩٨ شاپور، ١٠٩ نبي، ١١٦ سميع ،١٢٥ خالق داد ، ١٤١ حميد حسن

کينيا په ١٥٣ منډو سوځيده او ايرلند په همدومره منډو اووه لوبغاړي له لاسه ورکړي دي

درې نور اوورونه يا ١٨ نور توپونه پاتې دي چې څه به پکې وشي

ريس احمدزى ( پخوانى لوبغاړى ) له کابله : په لوبه کې دومره تر فشار لاندې نه وم لکه اوس چې يې د بي بي سي له ويبپاڼې حال گورم . ( ښه دى چې د نورو له حاله خبر شوې )

حميد څلوريزه ووهله

ساپى له نامعلومه ځايه : دومره حساسه لوبه او دومره خراب انتخاب

د کينيا په ١٥٣ منډو نهه لوبغاړي سوځيدلي او د ايرلند بيا په ١٤٤ منډو شپږ سوځيدلي دي

شمس الدين کامران له کندهاره : ما د اسپانيا په سر له خپل انډيواله يو چرگ گټلى دى اوس هم هيله لرم .

افغانستان اوس پاور پلې واخيسته

په يو وروځنيو رسمي لوبو کې د حميد حسن تر ټولو ډيرې منډې ١٧ دي ، که يې نن همدومره وکړې د افغانستان د بري ضمانت کولى شي .

خالق داد چې به نور کله تر ډيرو دريدۀ نن دى هم ژر لاړ ، اوس نو حميد حسن بايد تر پايه له نوروز منگل سره ودريږي

نوروز منگل نن لوبې ته په پام سره خپله لوبه بدله کړې او ډير ورو لوبيږي ځکه چې همداسې لوبې ته اړتيا ويني ، نور کله به يې تر توپونو مندې ډيرې وې خو نن يې په ٧٣ توپونو تر اوسه ٣٣ مندې کړي دي ، که تر پايه ودريږي دغه تناسب به خپله کم شي

صميم له لغمانه : له ٤٥ اوور نه وروسته دې لوبه تيزه کړي چې ١٥٠ خو وکړو .

عبدالله له کويت نه : د لوبې حال ژر ژر راکوئ د زړۀ ناروغي يې راپيدا کړه ( يار مې کړى داسې چم ، نه په دم شي نه دعا )

نقيب الله له هنگو : زړونه مو خراب دي دعا کوئ چې ٢٢٠ وکړي

مبين له کندزه : خداى دې ورسره مل شي د لوبډلې نن خونده نشته

اميد بارکزى له يونانه : ټوله لوبه په بالينگ و فيلډينگ گټل کيږي لا وخته شته

قادر له اوسلو : غرق يې کړو په دا لوبه ( د ناروې اوبه سړې هم دي ، خداى دې درته خير کړي )

له ٤٠ اوورونه وروسته افغانستان د دوه اشاريه اته اته په اوسط ١١٥ منډي کړي وروستي ١٠ اوورونه پاتې دي

فريد نوري له مزار شريف نه : د نن لوبې پيل ښه ونه شو ، کريم ژر وسوځيد .

بهرامزوى له کندهاره : نننۍ لوبه سخته تبه لرونکې لوبه ده په ما يې سخته تبه راوسته ( پورته شه ډاکتر ته ولاړ شه )

ريس احمدزى ( پخوانى لوبغاړى ) له کابله : نبي بايد خپله عادي لوبه وکړي او دا فکر ونه کړي چې شپږ مو سوځيدلي دي ، او سميع بايد په څلورم نمبر راغلى واى .

نبي بد وخت وسوځيد ، ايل بي ډبليو شو ، اوس نو سميع بايد تر پايه له منگل سره ودريږي

ايرلند له هالند سره په ١٠٨ منډو شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړي دي ، کينيا بيا له کانادا سره په ١٢٦ پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي

نور جمعه له پکتيا : اوبه له ورخه تيرې شوې ، بايد موږ اول بالينگ کړى واى

اريوب ځاځى له جرمني : زړۀ مې ډير درزيږي ( يوازې نه يې)

په ٣٥ اوورونو کې افغانستان ١٠١ مندې لري او شپږ يې سوځيدلي دي يوازې ١٥ نور اوورونه شته

صميم له گلارام کلي لغمان نه : ٢٠٠ به ښه هدف وي

تر شاپور شايد خالق داد ښه واى خو شاپور بيا کيڼ لاسى و شايد هڅه دا وه چې د سکاتلند فيلډرانو او بالرانو ته سرخوږى جوړ کړي

له اصغر وروسته په حيرانونکې توگه شاپور رامخته شوى و خو هغه په صفر بولډ اوټ شو

د کوور په سيمه کې د اصغر کيچ ونيول شو ، شايد د تيزۍ په هڅه کې و .

هزار گل له چينه : دعا کوو ې منگل ودريږي

مينه وفا له خوسته : نوروز جانه او اصغر جانه ډير احتياط کوئ که نه نو کار خراب دى .

وردگ له لندنه : بايد ٢٢٠ يا ٢٣٠ منډې ولرو

حضرت بهار له خوسته : له بي بي سي مې غوښتنه دا ده، چې له غوراوي کميټې مشر څخه پوښتنه وکړي، چې دوى په کومو معيارونو او ځانګړتياو سره يو کس غوره کوي. بيا هم زه د کريم بېلګه راوړم، چې کريم بيټسمين دی؟ بالر دي؟ ويکټکيپر دی؟ او تکړه او وتلي فيلډر؟ ( ظاهرآ دغه ټول کمالونه لري )

په ٣٠ اوورونو کې د دوه اشاريه نهه اووه په اوسط افغانستان ٨٩ منډي کړي او څلور لوبغاړي يې له لاسه ورکړي شل نور اوورنه لري

سيد اصف له کندهاره : کار لکه چې افغاني شو ( مطلب مو ؟ )

صميم ساپى له لغمانه : تمه مو منگل ته ده چې يو څو منډې وکړي .

اصغر دويمه څلوريزه ووهله

عزيز الحق له ناروې : که منگل او اصغر تر ١٥٠ منډو ودريږي ښه به وي

حيات له سعودي : زۀ پاکستانى يم خو د يوۀ افغان دوست له امله نن د افغانستان ملاتړ کوم .

صدام له يونانه : کريم صادق له ما سره په جلال اباده کې لوبه کړې ده ، په پيل کې ښه نه لوبيږي ( له کريمه ستا د خبرې سپيناوى وغواړو ؟ )

عبدالرحمن له خوسته : نوروز منگل ته دې خداى د شپږيزو وس ورکړي ( وخت يې لا شته که دى تر پايه پاتې شو )

حضرت بهار له خوسته : غوراوي کميټې نويو پريکړو، افغانستان له دې حال سره مخ کړی، لومړی يې کريم له پنځم نمبر څخه اوپنينګ ته راوست او دوهم دا چې جاويد احمدي يې د شبير نوري پرځای ټيم کې داخل کړی

ځينې افغان ملاتړي ميدان ته دننه ورننوتي لوبه ايساره شوه

سپين غر ساپى له جرمني : په يو ورځنيو لوبو کې د کريم صادق تر ټولو ډيرې مندې ٢٦ دي ، خو بيا هم پرله پسې چانس ترلاسه کوي .

د افغانستان نيمه لوبه ، يعنې ٢٥ اوورونه بشپړ شول ، د درو په اوسط يې ٧٥ منډي کړي خو څلور لوبغاړي يې له لاسه ورکړي دي

صفيه گل له پېښور حيات اباده: د افغانستان لپاره دعا کوم

صابر له اسپانيا : دې وخت کې بايد خالق داد راولي ځکه چې هغه تر ډيرو د دريدا توان لري

نوروز منگل خپله لومړنۍ څلوريزه ووهله

بهرامزوى له کندهاره : ټولې سترگې مو نوروز ته دي .

سميع له کابله : برى زموږ دى

اصغر څلوريزه خپله کړه

مينه وفا له خوسته : اوووف خدايه نور علي جان هم وسوځيد

شفيق الله منگل له گرديزه : انشالله گټو يې لا وختي دى .

حضرت بهار له خوسته :نوروز ته په کار ده، چې يوازې په کريس باندې ودريږي، ويکټه له لاسه ور نه کړي. له منګل مو تمه او هيله دا ده، چې د وړمې ورځې غوندې لوبه بيا ترسره کړي. زه په نوروز منګل ځکه ډاډه يم، چې هغه د انظمام، دوني، پونټينګ او سنګاکارا غوندې بيټينګ کوي

د نوروز ښکلى شارټ په پوله راوگرځول شو او د څلورو پر ځاى دوه منډې شوې

علاقه دار ځدراڼ له خوسته : فکر کوم افغان لوبډله به وروسته ښه لوبه وکړي

سعيد احمد له پېښوره : افغان لوبغاړي بايد بيړه ونه کړي او خپلې ويکټې تر ٥٠ اووره وساتي

له هالند سره ايرلند په ٥٧ منډو پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي دي خو کينيا بيا له کانادا سره ښه لوبه کوي ٦٧ منډي لري او يو لوبغاړى يې سوځيدلى دى

په رسمي يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې له شهزاد او نور علي وروسته تر ټولو ډيرې منډې نوروز منگل کړي دي ، په روانو سياليو کې يې هم دوه پنځوسيزې موندلي ، خو نن يې ورځ ده

وفا وفا له خوسته : ډير خپه شوم چې شهزاد وسوځيد اوس نو دعاگانې کوم

د شهزاد او نور علي ژر ژر سوځيدا پر افغانستان فشار لا ډير کړ ، دوه کسه بايد اقلآ شل اوورونه په گډه ولوبوي

عظمت الله حسيب الله حسين خيل له لندنه : له دې لوبې وروسته بله هم شته ( هو که افغانستان نننۍ لوبه وگټله پايلوبه به له ايرلند سره کوي که يې وبايلله نو د دريم او څلوم مقام لپاره به له هالند سره بخت ازمويي )

په دوو نورو لوبو کې ايرلند له هالند سره ٤٦ مندې کړي او څلور لوبغاړي يې سوځيدلي دي ، کينيا له کانادا سره ٥٩ منډې لري او يو لوبغاړى يې له لاسه ورکړى دى ، د دغو لوبو اغيز پر پايلوبه نشته ، پايلوبې ته ايرلند رسيدلى د افغانستان او سکاتلند د لوبې بريالۍ لوبډله به ورسره په پايلوبه کې لوبيږي .

د شهزاد شارټ د سکاتلند لوبغاړو ښه راوگرځاوۀ ، دى د منډې په هيله وتلى و راستنيدل ورته گران شول او په منډه کې وسوځيد ، دا لو ى گوزار دى ، اوس نو بايد نور علي تر پايه ودريږي ، نوروز ، اصغر ، نبي او سميع بايد ښه ملگرتيا ورسره وکړي چې افغان لوبغاړي سکاتلند ته تر دوو سوو لوړ هدف وټاکي

عرفان له کويته : د کريم ځاى بايد بل لوبغاړي ته ورکړل شي

اريوب ځاځى له جرمني : افغانستان بايد سکاتلند مات کړي چې پايلوبې ته ورسيږي که څنگه ( هو همداسې ده )

اصف بهرامزوى له کندهاره : په لوبډله کې نننى بدلون غلط شوى دى ( شاپور که جاويد ستاسو په گومان بايد نه واى لوبيدلي )

ليلا اشنا له کابله د دې اوونۍ لومړنۍ لنډۍ راوليږه

خداى به دې بيا کريکت کې بر کړي

تا ته د کلي جينکۍ دعا کوينه

افغانستان په لومړيو ١٥ اوورونو کې ٤٩ منډې کړي او دوه لوبغاړي يې سوځيدلي ، د منډو اوسط يې درې اشاريه دوه اووه دى

شهزاد څلوريزه خپله کړه

لطيف سهاک له نامعلومه ځايه : کريم صادق نور د ملي لوبډلې وړتيا نه لري ( د کريم پخوانۍ لوبې در يادې کړئ )

سردار گل له کندهاره : افغان لوبغاړي بايد ډيره خواري وگالي دا لوبه مهمه ده

شهزاد په فري هيټ ډيرې منډې ونه کړې يوازې يوه يې پرې واخيسته

ثنا الله له چينه : دا لوبه گټو زموږ د مساپرو دعاگانې ورسره دي ( اوس پوى شوم کله چې يې بايلوو تاسو دعا نه ورته کوئ )

عبدالقيوم ځدراڼ له استراليا : شهزاده خداى دې له نظره وساته ( له نورو سره )

عبدالله له لندنه : هيله لرم چې يوه ورځ افغانستان په انگلستان کې له انگلستان سره لوبه وکړي او ويې گټي

شير محمد له قره باغ غزني نه : دلته موبايل سم کار نه کوي د غرۀ سر ته وختلو چې د لوبې معلومات ترلاسه کړو ( اوووووو دغه ده مينه ، خداى دې جنگ ورک کړي چې موبايلونه مو هم سم شي )

عبدالقادر له لندنه : جاويد احمدي نوى لوبغاړى و بايد په شپږم نمبر لوبې ته راغلى واى ( له دې نظر سره دې جوړ يم )

نجيب الله له کابله محمد شهزاد او نورعلي ډېر ښه روان دي، زما په نظر کریم صادق باید نوره لوبه ونه کړي، ځکه په دې لوبو کې کریم ډېره کمزورې لوبه کړې ده. ښه به دا وي چې دی خپل ځای کوم بل چا ته پریږدي.

اسد منگل له خوسته : ستاسو په فکر برى ترلاسه کولى شو ؟ ( که په راتلونکي وخت دومره پوهيدلى دلته مو څه کول د لاټري ټکټ مې اخيست )

په لومړيو ١١ اوورونو کې افغانستان د ٣ اشاريه څلور پنځه په اوسط مندې کوي ، اوسط به کم وي يا به نه وي هغه د وارخطايي خبره نه ده خو د دوو لوبغاړو له لاسه ورکول ورته بده خبره ده

شعيب له برتانيا : جاويد احمدي د چا پر ځاى راغلى و ، دى بايد د کريم پر ځاى لوبيدلى واى ( جاويد د شبير نوري پر ځاى لوبې ته راغلى و )

وسيم له کابله : سلامونه، افغان ملي لوبډله کې میرویس اشرف ولې نه لوبېږي، داسې هم ویل کېږي چې هغه روغ دی خو د لوبو چانس نه ورکول کېږي، ایا دا سمه ده؟ ( په لوبډله کې يوازې درې تيز بالران لوبوي ، خالق داد ، شاپور او حميد ښه لوبه کوي ځکه د ميرويس لپاره ځاى نه دى جوړ شوى ، خو ميرويس د روزونکي کبير خان په وينا د ملي لوبډلې يو له ښو لوبغاړو دى او ښه راتلونکى لري )

د نور علي کيچ ولويد ، گوره که يې لا بخت ياري وکړه

په رسمي يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې شهزاد او نور علي د افغانستان تر ټولو بريالي لوبغاړي دي چې تر بل هر لوبغاړ يې ډيرې منډېکړي دي خو تر اوسه نور علي له شهزاده شاوخوا ١٠٠ منډې کم دى خو تر نورو يې بايد همدومره ډيرې کړي دي

اريوب ځاځى : خداى دې خير کړي

شهزاد بله څلوريزه واخيسته ، له دې څلوريزې سره په يو ورځنيو رسمي لوبو کې د شهزاد ټولې منډې ٤٠٠ شوې

شهزاد څلوريزه واخيسته

فهيم له لندنه : که خداى کول دا وار يې گټو .

شبير احمد له دوبۍ : د بري په هيله ( ودې نه ويل چې د چا ؟ )

بهرامزوى له کندهاره : موږ يې گټو ځکه چې د جمعې په لمانځه کې مو دعاگانې ډيرې کړي دي

ابراهيم خيل له کابله : پوره ډاډه يم چې لوبه گټو خو چې لوبغاړي مو وارخطايي ونه ښيي ( له کابله يې په وارخطايي پوى شوې )

عزيز خان له لاهوره : بايد پرله پسې ناکامامه شوي لوبغاړي له لوبډلې وايستل شي او پر ځاى يې نوي کسان ولوبوي

شهزاد څلوريزه واخيسته

نور جمعه له گرديز نه : کريم صادق مايوسه کړو .

د سکاتلند فيلډينگ ښه روان دى ، تر اوسه يې دوه ښه کيچونه نيولي او د شپږم اوور په وروستي توپ يې د نور علي ښکلى شارټ هم راوگرځاوه

شهزاد د منډو پيل په شپږيزه وکړ

جاويد احمدي له خپلو پښو سره موندلى توپ هوايي د پولې په لور وواهۀ هلته کيچ اوټ شو ، شايد يو څه بې قسمته و چې توپ داسې ځاى لاړ چې هلته له ولاړو درو فيلډرانو يو کس شته و

سکاتلند په روانو سياليو کې ښوولې چې تر منډه جوړونکو يې بالران ښه دي او د لږو منډو هم ښه دفاع کوي ، نو که نن افغانستان تر ٢٠٠ پورې منډې وکړې شايد سکاتلند ته گرانه شي

په نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو کې د جاويد احمدي لومړنۍ دوه منډې د کوور پواينټ په لور د شارټ له امله راغلې ، د ښو ډرو نورو منډو ، د کلونو په اوږدو کې يې ترې افغان مينه وال هيله لري

کريم صادق په روانو سياليو کې ډيرې منډې ونه کړاى شوې

په افغان لوبډه کې نن دوه بدلونونه راغلي دي ، د دولت احمدزى پر ځاى شاپور ځدراڼ بيرته راستون شوى دى او د شبير نوري پر ځاى د کندز ولايت ١٨ کلن زلمى جاويد احمدي راغلى دى ، دا د جاويد احمدي لومړنۍ رسمي يوه ورځنۍ لوبه ده .

بشپړه لوبډله :

کريم صادق

نور علي ځدراڼ

جاويد احمدي

شهزاد محمدي

نوروز منگل

اصغر ستانکزى

محمد نبي

سميع الله شينوارى

خالق داد نوري

حميد حسن

شاپور ځدراڼ

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .