په مزار شریف کې د کريکټ روزنیز کمپ (انځورونه)

د مزار شریف د بلخ په عالي لېسه کې د کريکټ د دوه ورځنۍ روزنې کمپ، چې نوي تنکي ځوانان پکې کريکټ زده کوي.

په دغه روزنیزره لوبه کې له شپږو بېلابېلو ښوونځيو څخه ۵۰ زده کوونکو ګډون کړی و.

دغه روزنیز کمپ د جولای له ۷ مې تر ۸ مې پورې د دوو ورځو لپاره د بلخ ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست په مټ جوړ شوی و.

د کريکټ مينه وال تنکي زلمیان د رييس احمدزي لخوا روزل کېدل، او د کريکټ لومړني تکتیکونه، قوانین، بېټېنګ، بالېنګ، فيلډينګ او د ويکټو ترمنځ يې د منډو وهل وروښودل.

ماشومان د کريکټ په دې روزنه ډېر خوښ ول، او هر غواړي چې د خپل روزونکي ښاغلي احمدزي پر ګام ګامونه کېږدي، او د افغانستان د کريکټ د ملي کريکټ لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړي.

يوه ماشوم په انګليسي ژبه راته وويل : "له درو کلونو راهيسې مې کريکټ لوبه نه وه کړې، دغه روزنیز کمپ د دې لامل شو، چې د کريکټ تمرین يوځل بيا تازه کړم، او لوبو ته مخه کړم. "

۱۶ کلن سیدالله وویل: "مخکې موږ د کريکټ د قوانینو په اړه نه وو اورېدلي چې توپ غورځوونکی څرنګه توپ غورځولی شي. له ښاغلي رييس احمدزي نه ډېره مننه چې موږ ته يې هرڅه راوښودل. موږ له هغه ډېر څه زده کړل."

یو بل ۱۶ کلن زلمی مجیب ارکمن بیا وايي: "له افغان کنیشکن او مزار کريکټ کمپ نه ډېره مننه چې موږ ته يې د کريکټ د زده کړې زمينه برابره کړه، موږ هیله من یو چې په دې کمپ کې ښې شېبې ولرو."

په روان کال کې دا په مزارشریف کې د AYSCO لخوا د کریکټ پنځم کمپ دی او رييس احمدزی هوډ لري چې په نژدې راتلونکې کې په کندوز کې هم ورته روزنيز کمپ جوړ کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .