د اوکټوپوس وړاندوېینه: هسپانیا به نړيوال جام ګټي

اوکټوپوس
Image caption د سمندري ژوو یوه متخصص تانجا مونزیک ويلي "ان که د هغه (اوکټوپوس) وړاندوېینه سمه هم راونه خېژي، هېڅوک زیان نه شي ورته رسولی. "

په جرمني کې د کبانو حوض يو (اوکټوپوس) يا سمندري ژوی چې اته پښې لري، او په دې وروستيو کې يې په جنوبي افريقا کې د فوټبال نړيوالو اتلوليو کې د لوبو د ګټنې سمې وړاندوينې کړې چې د نړيوالو پام يې ورجلب کړی دی.

دغه سمندري ژوي اوس د نړيوالو اتلوليو د پايلوبې او اتلولۍ ګټونکي او هم د درېيم ځای ګټونکې وړاندوينه کړې ده.

پايلوبه چې سبا يکشنبه به کېږي، د اسپانيا او هالنډ ترمنځ ده، او د (اوکټوپوس) د وړاندوينې له مخې به يې اسپانيا ګټي.

دغه سمندري ژوي د اتلولۍ د درېيم ځای ګټلو ته جرمني غوره بللی دی.

اوکټوپوس چې (پاول) نومېږي، خپله وړاندوينه له دوو صندقونو نه چې خواړه په کې وي، د يوه په غوره کولو کوي.

پر هر صندوق د سيالو لوبډلو د هېواد بيرغ وي.

اوکتوپوس پاول چې د جرمني په لوېديځ اوپرهاوسن ښار کې اوسېږي، تر اوسه يې ټولې وړاندوېینې ټيک ختلې دي.

دغه اوکټوپوس وړاندې هم په درېیم پړاو کې پر یوروګوای د جرمني د بري وړاندوېینه کړې وه.

اوکټوپوس اوس نړیوال شهرت موندلی، خو دا چې د صربستان پروړاندې يې د جرمني د ماتې په اړه يې یوځل وړاندوېینه کړې وه، ځينو متعصبو جرمنيانو هوډ وکړ، چې اوکټوپوس کباب کړي او د ليمون له اوبو او زیتون تیلو سره يې وخوري.

خو د اوکټوپوس څښتن یې په مخ کې مانع شو، او هغه يې خوندي ځای ته ولېږداوه.

د سمندري ژوو یوه متخصص تانجا مونزیک ويلي "ان که د هغه (اوکټوپوس) وړاندوېینه سمه هم راونه خېژي، هېڅوک زیان نه شي ورته رسولی. "

نوموړی زیاتوي"هغه تر اوسه خپله وړتیا ښودلې ده، هرڅوک تېروتنه کوي، ان اوکتوپوس هم کله کله تېروځي."

ورته مطالب