موريتيرلن د کريکټ نړيوال ريکارډ ټينگ کړ

موريتيرلن
Image caption موريترلن د اته سوه ويکټو په اخيستلو سره نړيوال ريکارډ ټينګ کړ.

له هند سره په سرېلنکا کې ترسره کيدونکې پنځه وروځنۍ لوبه لا پخوا ټولو ته معلومه وه چې د کرکيټ لوبې د يوۀ خورا ځليدلي اتل موريتيرلن وروستۍ لوبه ده .

په دغه لوبه کې دلچسپي يوازې تر همدې ځايه نه وه .

موريتيرلن تر دغې لوبې وړاندې په پنځه وروځنيو سياليو کې اووه سوه دوه نوي لوبغاړي سوځولي و .

پوښتنه دا وه چې دى به په وروستۍ لوبه کې اته نور لوبغاړي هم وسوځوي که نه چې نړيوال بې سارى ريکارډ ټينگ کړي .

موريتيرلن دا کار وکړ او خپله وروستۍ لوبه يې تاريخي کړه .

٣٨ کلن موريتيرلن په ١٩٩٢ کال کې پنځه ورځنۍ لوبې پيل کړې او د پنجشنبه په ورځ ( د جولاى ٢٢ ) يې خپله وروستۍ وکړه او له پنځه ورځنيو لوبو تقاعد شو .

موريتيرلن ته په معاصرو لوبغاړو کې د لوبغاړو د سوځولو له پلوه هيڅوک هم نژدې نه دى .

تر ټولو نژدې لوبغاړى استراليايي شېن وان دى چې تير کال له لوبو لاسپه سر شو خو هغه تر سرېلنکايي اتل دوه نوي کم لوبغاړي سوځولي و .

د کريکټ لوبې کارپوهان وايي شايد ډيره گرانه وي چې څوک د موريتيرلن ريکارډ مات کړي .

دوى دا هم زياتوي چې په لوبو کې ريکارډونه يو نه يو وخت ماتيدونکي وي خو د موريتيرلن په قضيه کې شايد کوم بل لوبغاړى په نژدې کلونو کې پيدا شي چې تر دۀ هم ډير بريالى ثابت شي .