جرمني د فرانسوي لوبغاړي د جنسي تېري پلټنه کوي

فرانک ريبيري
Image caption فرانک ريبيري ویلي دی پر دې خبر نه و، چې ګني نجلۍ د ټيټ عمر لرونکې ده.

په جرمني کې د هغه فرانسوي فوټبال لوبغاړي د جنسي تېري په اړه لومړنۍ پلټنه پيل شوې، چې ويل کېږي تېر کال يې په مونیخ کې له يوې نجلۍ سره جنسي تېری کړی دی.

د مدافع وکيلانو د ټولنې ویاندې باربرا ستوکينګر ويلي اوس په دې اړه پلټنه روانه ده، چې ایا رښتا هم دغه فرانسوي لوبغاړي له يوې نجلۍ سره جنسی تېری کړی او که څنګه.

نوموړې ويلي ښاغلی ريبيري په يوه قضیه کې دوه ځلې نه شي محاکمه کېدای.

خو د دغه فرانسوي لوبغاړي مدافع وکيليې صوفي بوتای بیا ويلي چې تر دې مهاله د هغه د تور په تړاو هېڅ کره شواهد نشته.

ريبيري چې د المان په بایرن میونيخ کې لوبډله کې لوبېدلی، له دې انکار نه دی کړی چې ګني يوې ۱۸ کلنې نجلۍ ته يې پيسې ورکړې، چې جنسي تېری ورسره وکړي.

خو د هغه مدافع وکیلې خبریالانو ته ويلي چې موکل يې پر دې خبر نه و چې ګني دی له يوې فاحشې نجلۍ سره جنسي اړیکه نيسي.

دهار، چې ښاغلي ريبيري جنسی اړیکه ورسره لرلې، ويلي، ريبيري له پاریس نه ميونیخ ته د جنسي تېري لپاره له دې د سفر کولو غوښتنه کړې .

نوموړې ويلي دغه فرانسوي لوبغاړي د جرمني په یوه لوکس هوټل کې د ۲۰۰۹ کال د اپرېل میاشتې پر ۲۶مه د زوکړې کليزه لمانځله.

لوبغاړي هم منلې، چې هغې ته يې مونیخ ته د سفر پيیسې ورکړې، او هلته یې په هوټل کې د اتاق کرایه هم ورکړې ده.

خو دهار ويلي چې هغه مهال دا ۱۸ کلنه وه.

ريبيري د تېرې سه شنبې پر ورځ په پاريس کې له خپل لوبغاړي ملګري کريم سره د يوې فرانسوي قاضي له لوري د جنسي تېري په تړاو اووه ساعته کښېنول شوی او پوښتنې ګروېږنې ترې شوې دي.

دهار څېړنکو ته ویلي چې په ۲۰۰۸ کال کې يې هم په شپاړس کلنۍ کې له بنزیما سره جنسي اړیکه نیولې ده.

په فرانسه کې تر ۱۸ کلنۍ په ټيټ عمر کې جنسي تېری يوه نيمګړتیا او ملامتیا ده.

په دغه هېواد کې د ټيټ عمر له نجونو سره د جنسي اړيکې نيولو سزا درې کاله بند او د ۴۵ زره يورو غرامت ورکول دي.

خو په دغه هېواد کې اوس هغو نجونو ته چې عمر يې ۱۵ ته رسېدلی وي، د جنسي اړيکو نيولو اجازه ورکړې شوې.

ورته مطالب