راشد لطيف په ننګرهار کې د ملي لوبډلې روزنه پيل کړه

راشد لطیف
Image caption راشد لطيف پاکستان کې د کریکټ يوه شخصي اکاديمي هم لري.

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې د منډې جوړونې د برخې نوي روزنکي خپله دنده پيل کړه.

د پاکستان د ملي لوبډلې پخواني کپټن او ويکټ ساتونکي راشد لطيف افغانستان ته له رسيدو سملاسي وروسته،په ننگرهار کې ملي لوبډلې ته روزنه شروع کړه.

ښاغلى لطيف به په جلال اباد کې افغان لوبغاړو ته د شاوخوا يوې اوونۍ لپاره روزنه ورکوي چې د روانې مياشتې پر پنځه نيټه يې د سکاټلينډ لوبو لپاره چمتو کړي.

افغانستان به سکاټلينډ سره دوه يوه ورځنۍ او يوه څلور ورځنۍ لوبه کوي، که افغانستان دغه لوبې وگټې نو د کريکټ چارواکو په خبره د نړۍ د لسو پياوړ هېوادونو را وروسته به په څلور ورځنيو لوبو کې لومړۍ مقام ترلاسه کړي.

پر افغان لوبغاړو يوه نيوکه دا ده چې د منډې جوړلو په برخه کې ډېر نه ځلېږي او له همدې امله يې يو شمېر مهمې لوبې هم بايللې دي.

د افغانستان د ملي لوبډلې مشر نوروز منگل هيله وښووله چې د ښاغلي لطيف په راتلو سره به د دوې دغه ستونزه تر ډېره بريده هواره شي:

''تاسو پوهېږﺉ چې راشد لطيف د کيپر تر څنګ بييټنګ هم کړی، هغه په ډېرو سختو لوبو کې لوبېدلی دی، هغه د کريکټ خپله اکاډيمي او خپل ټيم لري چې له تکړه لوبغاړو سره يې وخت تېر کړی دی.''

ښاغلی منګل زياتوي دوی به هڅه وکړي چې د راشد لطيف له تجربو او زده کړو ګټه واخلي او خپلې ستونزې پرې حل کړي.

نوروز منګل وايي د راتلونکې اګست مياشتې تر پنځمې نېټې پورې به په جلال اباد کې خپل تمرینونه کوي.

نوموړی وايي دا تمرینونه له دې امله کوي، چې د راتلونکې اګست پر پنځمه به سکاټلنډ ته د افغانستان کريکټ ملي لوبډله روانه ده، چې هلته به دوه يوه ورځنۍ سيالۍ وکړي.

ورته مطالب