فیفا عراقي لوبډلې ته يوکال نور مهلت ورکړ

حسین سعید
Image caption حسین سعید د صدام حسین د زوی عدي په مشرۍ د عراق د المپيک په جرګه ګۍ کې لویه څوکۍ لرله.

د فوټبال نړيوال فدراسیون (فیفا) د عراق د فوټبال لوبډلې ته يو کال نور وخت ورکړی چې خپلې ستونزې حل او مشر وټاکي.

دا مهال د عراق د فوټبال موقته مشري حسین سعيد کوي، چې تېره میاشت دغه ډله د خپل مشر په ټاکلو کې پاتې راغله.

د فوټبال نړیوال فدراسیون پر وېبپاڼه ويل شوي "د تېرې جولای میاشتې پر ۲۴مه د بغداد او اربیل لوبډلو لپاره ټاکنې وشوې، چې دغه ډله د خپل مشر په ټاکلو کې پاتې راغله. له هغه وروسته دا موضوع د فیفا بېړنۍ جرګه ګۍ ته وړندې شوه، جرګه ګۍ د دغې ډلې لپاره موده د ۲۰۱۱ کال د جولای تر ۳۱مې پورې وغځوله، چې خپلې ستونزې پکې حل کړي."

په وينا پاڼه کې راغلي "دوی ته د وخت غځول به دواړو سیالو لوبډلو (عراق او اربیل) ته دا چانس ورکړي، چې خپلې ستونزې حل کړي، او د ټاکنو نوی بورډ وټاکي. "

فیفا ګواښ کړی، چې تر دې وروسته باید حکومت د فدراسیون په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

فیفا زياتوي، چې حکومت د عراق د فوټبال لوبډلې ځينې غړي او چارواکي نيولي دي.

Image caption فیفا ګواښ کړی، چې تر دې وروسته باید حکومت د فدراسیون په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د ویلو ده چې د دواړو سیالو لوبډلو ترمنځ هغه مهال لانجه زیاته شوه، چې د حسین سعید د مشرۍ پر سر يې اختلاف پیدا شو.

حسین سعید د صدام حسین د زوی عدي په مشرۍ د عراق د المپيک په جرګه ګۍ کې لویه څوکۍ لرله.

ښاغلی سعيد له يوه بل لوبغاړي فلاح حسن سره د مشرۍ پر سر سيالي کوي.

له فلاح حسن سره د حکومت زیات ملاتړ دی.

سعید وايي د فیفا لخوا دا پرېکړه د عراق د فوټبال د فدراسیون د غوره راتلونکې ټاکلو لپاره يوه غوره چانس دی.

ورته مطالب