د سميع او حميد پر سکاتلند د افغانستان برلاسي پياوړې کړه

حميد حسن

حميد حسن نن په بالينگ کې ډير وځليد

په دويم وار : افغانستان:

د دويمې ورځ رپوټ

د دويمې ورځې په پيل کې پوښتنه دا وه چې افغان لوبغاړي به څومره مندې کوي

په پاى کې يې لا هم همدا پوښتنه پر ځاى پاتې ده خو د پيل په پرتله يې اوس توپير ډير دى

د ورځ په سر کې پوښتنه د افغان لوبغاړو د لومړي نوبت يا اننگز په باب وه خو د ورځ په پاى کې د دوى دويم اننگز پيل شوى او پوښتنه د دې په اړه ده

اصغر ستانکزي په ٩٣ منډو کيچ ورکړ او ويې نه شو کولاى چې سليزه پوره کړي .

خو دغه هيله سميع الله شينواري پوره کړه او ښکلې لوبه يې تر ١٠٢ منډو ورسيده .

سميع له نور علي ، نبي او شهزاد وروسته څلورم افغان شو چې په څلور ورځنيو لوبو کې سليزه کوي .

د افغانستان ٤٣٥ منډې خورا ډيرې وې خو دا هيله نه وه چې سکاتلنديان دې په ځواب کې بې کاره لوبه وکړي .

د حميد حسن د تيزو بالونو په وړاندې سکاتلنديان ونه توانيدل چې ډيرې منډې وکړي .

د دوى ټوله لوبډله يوازې په ١٤٠ منډو وسوځيده .

افغانستان دا چانس درلود چې سکاتلند بيا لوبې ته وروبولي خو داسې يې ونه کړل .

د لوبې په دريمه ورځ به افغان لوبغاړي د تيزو منډو نيت لري او بيا به سکاتلنديان وربولي چې د لوى هدف په لټه لوبه وکړي .

که چيرې افغان لوبغاړي ډير ژر ونه سوځيږي هيله ډيره دا ده چې برى به د دوى په برخه وي .

خو که بريالي شي يا ناکامه يوه خبره يقيني شوه چې په لومړي نوبت کې د سکاتلند په پرتله د ٢٩٥ ډيرو منډو په لرلو افغانستان په دې لوبه کې واردمخه شپږ پواينټونه وموندل

اول ځل : افغانستان ٤٣٥ : سکاتلند ١٤٠ منډې ١٠ سوځيدلي

داسې ښکاري چې افغانستان سکاتلند ته د بيا منډو بلنه نه ورکوي بلکې خپله غواړي چې بيا منډې وکړې ، په تيره لوبه کې کانادا له افغانستان سره همداسې کړي و خو کانادايان پکې ناکامه شول .

خو د افغانستان د پريکړې علت شايد دا وي چې بالران يې ستړي دي

افغانستان له سکاتلند څخه ٢٩٥ منډې ډيرې لري ، اوس پريکړه د دوى ده چې خپله بيا منډې کوي او که سکاتلند ته بيا د منډو بلنه ورکوي

نيل ٣٦ مندې وکړې او تر هر بل سکاتلندي لوبغاړي ډير وځليد

نيل بالاخر د نبي په لاس کيچ اوټ شو

د ميرويس پر ځاى نبي راغى

سميع الله شينوارى راستون شو

پر عبدالله مزاري څلوريزه ولگيده

د وروستۍ سکاتلندي جوړې ترمنځ تر اوسه د ٥٣ منډو ملگرتيا شوې ده

عبدالله مزاري په شپږو اوورونو کې يوازې شپږ منډې ورکړې دي

عبدالله مزارى راستون شو

د نن ورځې لس نور اوورنه پاتې دي .

د شاپور ځدراڼ درک نشته ، ښايي ټپي وي چې له لومړنيو پنځو اوورونو وروسته بيا بالينگ ته ونه غوښتل شو

وروستۍ جوړې تر اوسه په گډه ٤٦ منډې سره کړي دي

نيل پر نبي شپږيزه ووهله

وروستيو دوو لوبغاړو تر اوسه ٣٨ منډې سره په ملگرتيا کړي دي ، چا گومان نه کاوۀ چې دومره ډير دې دوى تاب ولري

پر ميرويس څلوريزه ولگيده

لا هم تر سکاتلند د افغانستان ٣٢٥ منډې ډيرې دي ، که د سکاتلند وروستى لوبغاړى وسوځيږي هغوى له فالو ان يا د خپل سيال په وړاندې تر نيمايي هم د ډيرو منډو په نه لرلو اړ ايستل کيداى شي چې بيا لوبه وکړي

پر نبي څلوريزه ولگيده او له دې سره نيل چې په لسم نمبر راغلى و په دې لوبه کې د سکاتلند تر ټولو د ډيرو منډو څښتن شو ، البته اضافي مڼډې لا هم د دۀ تر منډوډيرې دي

هالند په دويم ځل له ايرلند سره په لوبه کې ٢٣ مندې لري او ٣ لوبغاړي يې سوځيدلي دي

د ميرويس په وروستي اوور کې يو کيچ شهزاد ونه شو نيولى ، خو تر دې وړاندې شهزاد څلور نيولي و

د وروستۍ جوړې ملگرتيا ٢٧ منډو ته ورسيده

افغان بالرانو سکاتلند ته ٢٠ اضافي منډې ورکړې دي چې تر هر سکاتلندي لوبغاړي ډيرې منډې دي ، په دغو اضافي منډو کې ١١ نو بالونه دي . شپږ باى دي ، دوه ليگ بايه او يو هم وايډ بال و .

ميرويس هم د حميد په شان په نو بال پيل وکړ

حميد بالاخر ارام وموند ، ميرويس اشرف راغى

پر نبي څلوريزه ولگيده

د سميع پر ځاى بيرته نبي راستون شو

د سکاتلند وروستۍ ولاړې جوړې تر اوسه ١٩ منډې سره په گډه کړې دي

حميد حسن خپل اتلسم اوور ته راغى

د سميع په دغه وروسته اوور کې دريمه څلوريزه باى يا اضافي وه

په سميع الله سر په سر دوه څلوريزې ولگيدې

په سميع الله شينواري څلوريزه ولگيده ، دا وروسته له ډيره وخته لومړنۍ څلوريزه ده چېر د کوم سکاتلندي لوبغاړي په برخه کيږي

په بل توپ حميد د سکاتلندي لوبغاړي نيل پونده خوږ کړه

د سکاتلند سميت د حميد حسن په توپ په سر ولگيد ، خولۍ يې پر سر ده نو رک روغ گرځي

حميد حسن خپل ١٧ اوور ته چمتو دى ، نن يې ښه او ډير بالينگ کړى دى ، نورو تيزو بالرانو ، شاپور او ميرويس ته ډيره موقع نه وه خو شايد د سکاتلند په دويم نوبت کې ډير وار ورشي

نهم لوبغاړى د سميع الله شينواري په توپ ميرويس اشرف کيچ کړ

د سکاتلند اوسنيو ولاړو دوو لوبغاړو په تيرو ٢٤ توپونو يوازې دوه منډې کړي چې په هغو کې هم يوه د نوبال منډه وه

سميع

سميع الله شينواري يو وار بيا وښول چې د اعتماد وړ منډه جوړونکى دى

سميع الله شينوارى د نبي پر ځاى راغى او په لومړي اوور کې يې يوه منډه ورکړه

داسې ښکاري سکاتلنديان نه منډه کولى شي او نه يې شايد کوي ، هڅه يې دا ده چې ژر ونه سوځيږي او د وخت په ضايع کولو له حتمي ماتې ځان وژغوري

نبي په نهو اوورونو کې يوازې پنځه منډې ورکړې دي

حميد حسن په ١٤ اوورونو کې ٣٧ منډې ورکړي او شپږ لوبغاړي يې سوځولي دي ، د دۀ په ورکړو ٣٧ منډو اته يوازې د نو بالونو دي

حميد حسن اوس په څلور ورځنيو لوبو کې تر ټولو بريالى افغان بالر شو ، تر دۀ وړاندې دولت احمدزي سوځولي و خو اوس حميد حسن په يو وار شپږ لوبغاړي وسوځول او لا هم دوه نور کسان شته چې که يې وسوځول لا به يې ريکارډ خوندور شي

شهزاد تر اوسه څلور کيچونه نيولي دي

قاسم شيخ هم کيچ اوټ شو

قاسم شيخ د حميد حسن په توپ شهزاد کيچ کړ

ايرلند له هالند سره په ٤٠٨ منډو وسوځيد ، هالند په لومړي وار يوازې ١٨٨ منډې کړې وې

حميد سن خپل څوارلسم اوور کوي تر اوسه يې ٣٥ مندې ورکړي او پنځه لوبغاړي يې سوځولي دي

نبي په اتو اوورونو کې پنځه منډې ورکړې دي او يو لوبغاړى يې سوځولى دى خو ستورى بې له شکه چې حميد حسن دى چې تر اوسه يې پنځه سکاتلنديان سوځوليدي

له غرمنۍ وقفې وروسته له سکاتلندي لوبغاړو لور گودر ورک شوى ، نه د حميد په توپ پوهيږي او نه د نبي په توپ منډه کولى شي

حميد حسن له دولت احمدزي وروسته دويم افغان لوبغاړى شو چې په څلور ورځنيو لوبو کې يې په يو وار پنځه لوبغاړي وسوځول

منيب اقبال د شهزاد په کيچ حميد حسن اوټ کړ

په تيرو درو اوورونو کې درې لوبغاړي وسوځيدل او لوبه پوره د افغان لوبډلې په لاس کې ده

پارکر د حميد حسن په توپ شهزاد کيچ اوټ کړ

متيو پارکر او قاسم شيخ اوس لوبه کوي ، قاسم شيخ د ډيرې تجربې لوبغاړى دى

د محمد نبي دا توپ خورا خطرناک و ، په اف سټمپ ولويد او ليگ سټمپ ته تاو شو ، نژدې نيم متر يې خپل لورى بدل کړ

اقبال د محمد نبي له خوا بولډ اوټ شو

منيب اقبال او قاسم شيخ لوبه کوي

وس ولاړ دوه سکاتلندي لوبغاړي پکستاني الاصله دي

د سکاتلند څلورم لوبغاړى چلمرس په ٧٩ توپونو يوازې لس منډې کړې وې چې حميد حسن بولډ اوټ کړ ، دا دريم لوبغاړى دى چې د حميد حسن په توپ سوځيږي يو بل لوبغاړى رن اوټ شوى و

د سکاتلند څلورم لوبغاړى حميد حسن بولډ اوټ کړ

حميد حسن تر اوسه اووه نو بالونه کړي دي خو دوه لوبغاړي يې هم سوځولي

سکاتلند په وروستيو پنځو اوورونو کې يوازې درې منډې کړې دي

له وقفې وروسته حميد او نبي بالينگ ته دوام ورکوي

د نبي په څلورو اوورونو کې يوازې يوه منډه وشوه . تر اوسه سميع الله شينوارى بالينگ ته نه دى راغلى د هغه راتگ شايد د دې لوبې لورى څرگند کړي

د سکاتلند لوبغاړى برينگټن د حميد حسن په داسې توپ وسوځيد چې راپورته شو دۀ غوښتل چې پول شارټ پرې ووهي خو شاته شهزاد کيچ کړ

دا دويم کس دى چې حميد حسن يې سوځوي

يو لوبغاړى رن اوټ شوى و

محمد شهزاد د حميد حسن په توپ د سکاتلند دريم لوبغاړى کيچ کړ

په درو سر په سر اوورونو کې سکاتلنديانو يوه منډه هم ونه کړى شوه

نبي بيا راغى

حميد په اوو اوورونو کې ٢٥ منډې ورکړي او يو لوبغاړى يې سوځولى دى

عبدالله مزداري بيا په پنځو اوورونو کې شپږ منډې ورکړې دي

پر عبداالله منډه جوړه نه شوه

د نبي پر ځاى عبدالله مزارى بيرته راستون شو ، نبي يوازې يو اوور وکړ چې يوه منډه پکې جوړه شوه

پر حميد څلوريزه ولگيده

سکاتلندي لوبغاړي د حميد حسن په توپونو ډير نه پوهيږي

دا دريم ځل دى چې د حميد د بالينک اړخ بدليږي ، دى پرله پسې نو بال کوي شايد هڅه دا وي چې د لوبغالي يوه او د دۀ لپاره غوره خوا وموندل شي

حميد حسن بيرته راستون شو ، دا ځل دى د عبدالله مزاري پر ځاى راغى

نبي بالينگ ته راغى ، حميد حسن يوازې در ې اوورونه وکړل چې يو لوبغاړى يې پکې وهم سوځاوۀ

د سکاتلند دويم لوبغاړى رن اوټ شو

د کيڼ لاسي ورو بالر عبدالله مزاري په لومړي اوور کې منډه ونه شوه

عبدالله مزارى بالينگ ته راغى ،

ميرويس اووه اوورونه کړي لس منډې يې ورکړي دي ، شاپور په پنځو اوورونو کې ١٢ منډې ورکړې وې او حميد تر اوسه په دوو اورونو کې ١٣ مندې ورکړي او يو لوبغاړى يې سوځولىدى

ايرلند له هالند سره په لوبه کې ډير زيات وړاندې دى ، هالند ١٨٨ منډې کړې وې اوس ايرلنډ ٢٩٥ منډې لري او پنځه لوبغاړي يې سوځېدلې دي

حميد حسن لومړى کس وسوځاوۀ ، په سليپ کې کيچ نوروز منگل ونيوۀ

د شاپور پر ځاى حميد حسن راغى په لومړي بال يې څلوريزه ولگيده تردۀ وړاندې د ميرويس په وروستي اوور کې هم يوه څلوريزه شوې وه

په شاپور څلوريزه ووهل شوه او ميرويس په څلورم اوور کې بالاخر يوه منډه ورکړه

د ميرويس دريم اوور هم بې له منډو تير شو

د ميرويس په دوو اوورونو کې يوه منډه هم نه ده شوې خو په څلور ورځنيو لوبو کې د منډو تر ورکړې يا نه ورکړې د لوبغاړو سوځول ډير مهم دي

د ميرويس په توپ د کيچ اپيل وشو خو لوبڅار ونه مانۀ

د افغانستان له لورې شاپور ځدراڼ لومړى اوور وکړ

دويم اوور ميرويس اشرف وکړ

د افغانستان لوبډلې ٤٣٥ منډې وکړې لس سره لوبغاړي يې وسوځيدل

نور علي ځدراڼ ٣٦

کريم صادق ٦٧

محمد شهزاد ٥٤

نوروزمنگل ٢٩

اصغر ستانکزى ٩٣

محمد نبي ١٠

سميع الله شينوارى ١٠٢

ميرويس اشرف ١٩

عبدالله مزارى ٢

حميد حسن ١

شاپور ځدراڼ ناسوځيدلي٢

د دويمې ورځې مخامخ حال

سميع الله شينوارى : ١٠٢ بولډ اوټ

شاپور ځدراڼ : ٢

حميد حسن: ١ بولډ اوټ

اصغر ستانکزى : ; کيچ اوټ 93

ميرويس اشرف : بولډ اوټ19

عبدالله مزارى : ٢ کيچ اوټ

شاپور تر اوسه له سميع سره ښه ملگرتيا کړې او هغه يې د سل منډو هيلې ته ورنژدې کړى دى

په څلور ورځنيو لوبو کې يوازې نور علي ځدراڼ ، محمد شهزاد او محمد نبي د افغانستان له خوا سليزې کړې دي . نور عليدوه او پاتې دوو لوبغاړو يوه يوه سليزه کړې وه .

نور علي او نبي له زمبابوې سره او شهزاد له کانادا سره دا وياړ ترلاسه کړى و .

حميد حسن او شاپور به دومره ټينگ شي چې سميع خپله سليزه پوره کړي ؟

د ميرويس او سميع ترمنځ د ٤٢ منډو ملگرتيا وشوه

د اصغر او سميع ترمنځ د ١١٩ منډو ملگرتيا درلوده .

اصغر ستانکزى له خپلې لومړنۍ سليزې اووه منډې وړاندې وسوځيد ، په پوله يې کيچ ونيول شو

د افغانستان کريکټ لوبغاړي به په سکاتلند کې له کوربه هيواد سره د لويو وچو په اتلوليو کې د خپلې څلور ورځنۍ لوبې په دويمه ورځ ( پنجشنبه د اگست ١٢) له ښه دريځه لوبه بيا شروع کوي .

افغان لوبغاړيو په لومړۍ ورځ د پنځو ملگريو په سوځيدا ٣٤٩ منډې کړې وې .

لوبغاړي

د لوبې په لومړۍ ورځ افغان لوبغاړي برلاسي او خوښ ول

د افغانستان له لورې کريم صادق ، محمد شهزاد ، اصغر ستانکزي او سميعالله شينواري پنځوسيزې کړې وې .

اصغر ستانکزى په ٨٨ او سميعالله شينوارى په ٥٠ منډو لا هم ولاړ دي .

د مليلوبډلې کپتان نوروز منگل دبي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې په دې ميدان دويم ځلي لوبه شايد گرانه وي ، په همدې دليل د دۀ لوبډله اوس په ښه دريځ کې ده .

په څلور ورځنيو لوبو کې هره لوبډله دوه وارې منډې کوي .

د افغانستان په لوبډله کې د عبدالله مزاري گډون په دې مهم بلل شوى دى چې هغه ورو او کيڼ لاسى بالر دى .

افغان لوبډله هيله منه ده چې د ايير په ښار کې به لوبغالى د لوبې په دريمه او څلورمه ورځ د ورو بالرانو لپاره غوره وي .

محمد نبي او سميع الله شينواري هم ورو بالينگ کوي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .