کريکټ :سکاتلند ته د ٥٤٦ منډو هدف وټاکل شو

:اول نوبت افغانستان ٤٣٥ ، دويم نوبت ٢٤٩ پنځه سوځيدلي ، سکاتلند اول نوبت ١٣٩

سکاتلند٥٤٦ منډو ته اړتيا لري او افغانستان بايد لس سکاتلنديان وسوځوي

وروستى حال : سکاتلند دويم ځل : ٩٥ منډې ٢ سوځيدلي

سکاتلند لا هم ٤٥١ منډو ته اړتيا لري او يوازې اته لوبغاړي ورپاتې دي ، دوى بايد يا ٤٥١ منډې وکړي او يا ٩٠٦ نور اورونه بې له نور تاوانه تير کړي که نه نو افغانستان د اتو نورو لوبغاړو په سوځولو لوبه گټلى شي .

د نبي په اووم اوور کې هم يوه منډه ونه شوه ، دۀ اووه اوره کړي يوه منډه يې نه ده ورکړې او يو کس يې سوځولى دى ، ډير عالى بالينگ دى

د دريمې ورځې وروستي دوه اوورونه پاتې دي

نبي شپږ اوورونه کړي دي يوه منډه يې هم نه ده ورکړې او يو کس يې سوځولى دى ، حميد منډې ورکړې خو هغه هم يو کس سوځولى دى

پر حميد څلوريزه ولگيده

د نبي برياليتوب ته په کتو نوروز منگل بيرته حميد حسن ته توپ وسپارۀ

نبي راستون شو او وار د واره يې دويم کس بولډ اوټ کړ

په تيرو درو اوورونو کې ٣١ مندې شوې دي

په شاپور يوه بله څلوريزه هم ولگيده

په شاپور بله څلوريزه ولگيده

سکاتلند ناڅاپه لوبه تيزه کړه خو د منډو کوټه دومره ده چې په ډيرې تيزې يې هم نه شي پوره کولى ، اقلآ اوس همداسې ښکاري

شاپور نو بال وکړ چې پرې څلوريزه ولگيده

په سميع دوه سر په سر څلوريزې ولگيدې

په شاپور بله څلوريزه هم ولگيده

د حميد پر ځاى شاپور راستون شو او وار د واره پرې څلوريزه ولگيده

د سميع الله په دويم اوور کې منډه ونه شوه ، سکاتلند اوس يوازې ځان ساتي او د منډو په کيسه کې نه دي

حميد خپل شپږم اوور ته راغى

د نبي پر ځاى سميع الله شينوارى راغى ، نبي په پنځو اوورونو کې يوه منډه هم ونه کړه

د نبي په څلورم اوور کې هم منډه ونه شوه

پر حميد حسن څلوريزه ولگيده

د نبي په دريم پرله پسې اوور کې هم منډه ونه شوه

د حميد او نبي جوړه سکاتلنديانو ته د زغم نه ده ، نبي منډې نه ورکوي او حميد تيز او خطرناک بالينگ کوي

حميد حسن بل نو بال وکړخو که ورپسې بل کس وسوځوي نو بال به يې هير شي

نبي دوه اوورونه کړي او په دواړو کې يې يوه منډه نه ده ورکړې

د نن ورځې ١٨ نور اوورونه پاتې دي ، سکاتلند به هڅه کوي چې ډير لوبغاړي له لاسه ورنه کړي او سبا به بيا باران ته لاس په دعا وي که نه نو ماتې يې حتمي ښکاري

که حميد حسن درې نور لوبغاړي هم وسوځوي نو دى به لومړنى افغان وي چې په يوې څلور ورځنۍ لوبې کې لس کسه سوځوي

حميد حسن لومړى کس بولډ اوټ کړ

حميد د لومړي ځل غوندې تر اوسه څوک نه دې سوځولي خو د لومړۍ پاڼۍ په څير يې په نو بال وار د واره پيل وکړ ، په لومړي وار دۀ خورا ډير کړي و

حميد حسن په لومړي ځل شپږ سکاتلندي لوبغاړي سوځولي و

او د شاپور پر ځاى حميد حسن را روان دى

د ميرويس پر ځاى نبي بالينگ ته راغى

شاپور تر اوسه سر په سر شپږ اوورونه کړي دي ، په اول ځل يې يوازې پنځه اوورنه په برخه شوي و ،ميرويس هم خپل شپږ اوور کوي

په لومړي وار د سکاتلند لومړى لوبغاړى په ١١ اوور کې سوځيدلى و ، په دويم وار يې اوس اوس ١١ اوور بشپړ شو خو لا يې څوک نه دې سوځيدلي .

د لومړي ځل په پرتله دا وار سکاتلند تيزه لوبه کوي په اول وار ډير ورو لگيا ول

د سکاتلند په باب يوه په زړۀ پورې خبره دا ده چې د دوى د کريکټ په تاريخ کې يوازې يو ځل داسې شوي چې تر ٥٠٠ يې ډيرې منډې کړي دي

د شاپور په څلورم اوور کې منډه ونه شوه

د شاپور له توپونو سره سکاتلنديان په عذاب دي

په ميرويس څلوريزه ولگيده

په شاپور څلوريزه ولگيده ،دا شارټ ډير د ډاډ نه و ، د سليپ له لورې تير شو او تر پولې واوښت

د ميرويس په دويم اوور کې درې منډې وشوې

دشاپور په دويم اوور کې هم منډه ونه شوه

دوه اضافي ليگ باى منډې وشوې

ميرويس اشرف دويم اوور کوي ، په لومړي توپ يې سکاتلندى لوبغاړى پوى نه شو

د شاپور لومړنى اوور بې له کومې مندې تير شو په وروستي توپ نژدې و چې د سکاتلند لومړنى لوبغاړى سوځيدلى واى

شاپور جوړ شوى دى ، لومړنى اوور کوي

شهزاد په ١٢٧ توپونو د اوو څلوريزو او يوې شپږيزې په مرسته ١٠٥ ناسوځيدلې منډې وکړې

دويم ځل: افغانستان : ٢٤٩ منډې پنځه لوبغاړي سوځيدلي ،لوبه يې پرېښوده

محمد شهزاد: ١٠٥

سميع الله شينوارى : ١٤

اضافي منډې :٣

افغانستان له منډو لاس واخيست

شهزاد خپله سليزه په شپږيزې بشپړه کړه

د غرمنۍ تر وقفې وړاندې د افغانانو د منډو اوسط څه باندې درې و خو د مازديگرنۍ وقفې تر وخته دغه اوسط نژدې څلورو ته ورسيد .

له مازديگرنۍ وقفې وروسته لا هم افغانان منډو ته دوام ورکوي ، شايد د شهزاد د سليزې بشپړاوى په پام کې دى که نه نو افغانستان خورا ډيرې منډې لري ، که سکاتلند دا لوبه گټي نو همدا اوس که افغانان بله منډه وهم نه کړي سکاتلند بايد ٥٣٢ منډې وکړې چې امکان يې لږ ښکاري .

شهزاد له خپلې دويمې سليزې يوه شپږيزه کم دى ، مازديگرنۍ وقفه شوه

د افغانستان د ټولو منډو شمير تر ٥٢٠ واوښتې ، که حميد او شاپور جوړ شوي وي ، دا منډې گومان نه کووچې سکاتلند ترلاسه کړي بايد لوبه ورپرېښول شي خو شايد د شهزاد سليزې ته انتظار شي

سميع سرچپه شارټ وواهۀ ، دى ښى لاسى دى خو بيټ يې کيڼ لاس ته واړاوۀ او ښکلى شارټ يې په څلورو بدل شو

سميع څلوريزه ووهله

شهزاد يوازې ١٥ نورو منډو ته اړتيا لري چې سليزه بشپړه کړي ٠خو افغانستان شايد ډيرو نورو منډو ته اړتيا ونه لري

شهزاد بله څلوريزه ووهله

افغانستان لا هم منډو ته دوام ورکوي

محمد نبي : کيچ اوټ٦

د افغانستان ټولې منډې تر ٥٠٠ واوښتې

نبي د منډو پيل په شپږيزې وکړ

د افغانستان د ټولو منډو مجموعه پنځو سو ته نژدې کيږي ، خو ايا شاپور او حميد به اوس پوره جوړ وي چې سکاتلنديان منډو ته وروبلل شي .؟

افغانستان اوس ٤٩٥ منډې وړاندې دى

شهزاد څلوريزه ووهله

د اصغر او شهزاد ترمنځ د ٧١ منډو ملگرتيا وشوه ، اصغر لا تيزه لوبه غوښته

اصغر د شپږيزې په هڅه وسوځيد

اصغر ستانکزى : ٣٦ کيچ اوټ


د يوۀ سکاتلندي لوبغاړي او شهزاد ترمنځ خبره واوښته ، نه پوهيږو په څه سره خړ شول خو لکه چې سکاتلنديان پکو شوي دي . لوبڅار دواړه لوبغاړي سره جلا کړل

په زړۀ پورى حالت به هغه وخت وي چې د افغانستان ټولې منډې تر ٥٠٠ واوړي او شهزاد سليزې ته نژدې وي بيا به کبير خان ، راشد لطيف او کپتان نورز منگل څهکوي ، انتظار چې سليزه پوره شي او که د لبوې د بري لپاره سکاتلنديان ورغواړي .

شهزاد څلوريزه خپله کړه

اصغر او شهزاد په ٧٤ توپونو ٥٠ منډې وکړې چې په څلور ورځنيو لوبو کې تيزې دي

د اصغر او شهزاد د منډو ملگرتيا ٥٠ ته ورسيده

د افغان لوبډلې د منډو اوسط اوس درې اشاريه شپږ صفر دى ، د غرمنۍ تر وقفې وړاندې دا اوسط ايله څه باندې درې و ، په دې حساب لوبه تيزه شوې ده

شهزاد د افغانستان له لورې په څلور ورځنيو لوبو کې تر اوسه پنځه لوبې کړې دي ، په دغو پنځو لوبو کې دۀ څلور پنځوسيزې او يوه غبرگه سليزه کړې ده

د افغانستان ټولې منډې اوس تر ٤٥٠ هم واوښتې

شهزاد په روانه لوبه کې خپله دويمه پنځوسيزه بشپړه کړه ، ډير ښه ولوبيد په ٧٥ توپونو يې د څلورو څلوريزو په مرسته پنځوس پوره کړې .

اصغر په حق پسې راووت او مخامخ يې توپ تر پولې هوايي تير کړ

اصغر شپږيزه ووهله

شهزاد څلوريزه ووهله

نوروز منگل : کيچ اوټ ١٨

تر سکاتلند اوس د افغانستان د ټولو منډو شميره تر ٤٠٠ واوښته

په دويمه پاڼۍ کې په لومړي ځل افغان لوبغاړو دوه ليگ باى اضافي منډې ترلاسه کړې ، دا د سکاتلند د بالرانو د کنترول څرگندوي کوي

افغانستان په دويم ځل د څه باندې درو منډو په اوسط لوبه کړې ده ، د اوس لپاره ښه اوسط دى خو که چيرې لوبه تيزه کړي بيا به دغه اوسط تر څلور نيم اوړي

افغان لوبغاړي که لوبه تيزه هم کړي پام به يې دې ته وي چې د حميد حسن او شاپور ځدراڼ ټپونه څرنگه دي ، که هغوى ښه نه وي برى ورته اسانه نه دى

د غرمنۍ تر وقفې پورې افغانستان ٩٣ منډې وکړې چې ټول ټال يې د ٣٨٩ منډو برتري ورکړه ، له غرمنۍ وروسته شايد افغان لوبغاړي لوبه لا ډيره تيزه کړي . شهزاد ، نوروز ، اصغر ، نبي او سميع ټولد تيزو منډو توان لري .

شهزاد تر اوسه په پنځو لوبو کې ٥٦٨ منډې کړي دي او اوسط يې تر ٨٣ منډو پورته دى ، دۀ د افغانستان له لورې يوازينۍ غبرگه سليزه کړې ده

هالند په خپلو شپږو لوبو کې پنځه وبايللې او يوازې يوه يې مساوي ختمه کړه .

نوروز منگل په پنځو لوبو کې د افغانستان له لورې ٣٠٢ منډې کړي دي او اوسط يې تر ٤٣ پورته دى

د کريم او شهزاد ترمنځ د ١٩ منډو ملگرتيا وه

کريم صادق : ماجد حق بولډ اوټ کړ٤٠

ايرلنډ هالند ته لويه ماتې ورکړه

د اوس لپاره افغانستان تر سکاتلند ٣٧٩ مندې وړاندې دى خو په څومره به کبير خان ، راشد لطيف او نوروز منگل قانع وي ؟

شهزاد بله څلوريزه ووهله

د شهزاد دويمه څلوريزه لکه مرمۍ تيزه او چټکه ليگ سايډ ته له پولې واوښته خو په بل توپ خوږ شو ، توپ يې د پښو په منځ کې ولگيد .

شهزاد خپله دويمه څلوريزه ووهله

ورو بالر ماجد حق راغى

د نور علي او کريم ترمنځ په لومړي نوبت کې ملگرتيا د ٦٧ منډو وه او په دويم کې يې په گډه ٦٥ منډې وکړې او لوبډلې ته يې دواړه واره ښه پيل ورکړ .

د شهزاد لومړنۍ څلوريزه خورا خوندوره وه ، مخامخ د بالر شاتته تر پولې واوښته

شهزاد د منډو پيل په څلوريزې وکړ

نور علي : کيچ اوټ٢٧

هالند له ايرلند سره ډير په خراب دريځ کې دى ، بلکې حتمي ماتې خوري . ٢٢٠ مندې يې پکار دي چې ايرلنډيان دويم ځلي منډو ته اړ باسي خو اوس يې ١٢٠ جوړې دي او اته لوبغاړي يې سوځيدلي دي .

نور علي په لومړي نوبت کې رن اوټ شوى و ، دا ځل هم نژدې و چې د دۀ او کريم ترمنځ يو رن اوټ شي خو بخت يې بيداره و سکاتلنديانو ويکټ ونه وېشته

نور علي او کريم په لومړۍ پاڼۍ يا نوبت کې هم خپل منځني ملگرتيا تر ٥٠ اړولې وه

تر سکاتلند اوس د افغانستان د منډو شميره تر ٣٥٠ واوښته

د کريم دريمه څلوريزه مخامخ وه ، په توپ پسې راووت ډير تيز شارټ يې وواهۀ او نژدې و چې خپل ملگرى نور علي يې پرې وهلى واى خو نور علي ترې ځان بچ کړ او توپ تر پولې واوښت

کريم خپله دريمه څلوريزه ووهله

دا د کريم دويمه څلوريزه ده دۀ يوه شپږيزه هم خپله کړې وه

کريم څلوريزه ووهله

افغان لوبغاړي تر اوسه ښه روان دي ، يو نيم خطر پکې گالي خو داسې هم نه چې ډار پيدا کړي

په تيرو درو اوورونو کې افغان لوبغاړو ٢٠ منډې وکړې ، تر هغه وړاندې اوو اوورونو کې يې يوازې ١٣ کړې وې

نور علي خپله دريمه څلوريزه ووهله

د نور علي دويمه څلوريزه مخامخ وه ، د بالر تر شا توپ مخامخ تر پولې واوښت

نور علي څلوريزه ووهله

کريم په تيز بالر پسې راووت او مخامخ يې شپږيزه ووهله ، دا شارټ ډير ناڅاپي و ، په پيل کې عمومآ احتياط وي خو کريم لکه چې په بل خيال نن لوبې ته راوتلى دى

کريم شپږيزه ووهله

افغان لوبغاړي ورو خو ښه پر مخ روان دي

افغانستان اوس تر سکاتلند ٣٠٤ منډې وړاندې دى ، چې څومره نورې منډې به پکار وي؟

کريم څلوريزه ووهله

نور علي څلوريزه ووهله

تر اوسه توپ کښته پورته کيږي او منډې پرې اسانه نه دي

نور علي په پنځو لوبو کې ٥٠٠ منډې کړي اوسط يې ٦٢ دى ، کريم صادق بيا په درو لوبو کې ١٦١ منډې کړي او اوسط يې ٣٢ دى

د دريمې ورځې په لومړي اوور کې څه ونه شول .

کريم صادق ولاړ دى ، د دريمې ورځې د اول اوور په لومړيو څلورو توپونو څه ونه شول

په لومړي ځل : افغانستان ٤٣٥ ، سکاتلند ١٣٩

افغان لوبغاړي شايد تر ٥٠٠ پورې هدف وټاکي . په لومړي نوبت کې يې تر سکاتلند ٢٩٦ منډې ډيرې وې نو په دې حساب يوازې ٢٠٤ نورې منډې به يې هدف ٥٠٠ ته پورته کړي .

هوا ښه ده ، اسمان شين دى .

د سکاتلند او افغانستان ترمنځ د څلور ورځنۍ لوبې په دريمه ورځ افغان لوبغاړي په دويم نوبت کې پر منډو لاس پورې کوي ، په لومړي وار دوى تر خپلو سيالانو ٢٩٥ منډې وړاندې و.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .