کريکټ بورډ : کبير خان له دندې استعفى کړې ده

زۀ د افغانستان لوبډلې ته د کبير خان له امله راغلى يم که هغه نه وي زما شته والى د پوښتنې وړ دى

راشد لطيف

د افغانستان د کريکټ بورډ وايي د ملي لوبډلې روزونکي کبير خان استعفى وړاندې کړې ده او دوى يې دغه غوښتنه منلې ده .

کلېکاږل ستاسو نظر

کلېکاږل د نظر ورکولو لپاره دا ځاى کېکاږئ

د کريکټ بورډ اداري مسوول ډاکټر حامد شينواري بيبي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل د سکاتلند د سفر په ترڅ کې کبير خان د کريکټ بورډ مشر ډاکټر عمر زاخيلوال ته تيلې فوني ليکلى پيغام ليږلى و.

د ښاغلي شينواري په وينا په تيلي فوني پيغام کې کبير خان استعفى وړاندې کړې وه چې د کريکټ بورډ ومنله .

کبير خان بي بي سي پښتو ويبپاڼې سره په خبرو کې دا ومنله چې دۀ ښاغلي زاخيلوال ته تيلې فوني ليکلى پيغام ليکلى و خو دا يې ونه منل چې گواکې استعفى يې وړاندې کړې ده .

اختلاف د وروڼو ترمنځ هم راځي ، زاخيلوال صاحب او کبير خان دې ملي گټو ته پام وکړي او تير دې هير کړي بيرته دې دا پريکړه واخلي که نه نو دواړه گرم دي .

سخي اشرف له بغلانه

خو کبير خان وايي که د کريکټ بورډ پريکړه دا وي چې دى په دغه دنده نه وي نو غاړه ورته ږدي .

د کريکټ بورډ اداري مسوول حامد شينواري د نوي روزونکي په باب وويل د اوس لپاره به راشد لطيف د ملي لوبډلې د روزونکي په توگه کار کوي .

د راشد لطيف دريځ

راشد لطيف له بي بي سي پښتو ويبپاڼې سره په خبرو کې د دۀ په وينا د کبير خان پر ليرې کيدو خواشيني وښوله .

راشد لطيف وويل دى اوس په دې فکر کوي چې له افغان کريکټ بورډ سره کار وکړي که نه .

د پاکستان دغه پخواني کپتان زياته کړه چې (( زۀ د افغانستان لوبډلې ته د کبير خان له امله راغلى يم که هغه نه وي زما شته والى د پوښتنې وړ دى )) .

راشد لطيف چې د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانى کپتان دى په دې وروستيو کې د افغانستان د منډه جوړونکو د روزونکي په توگه په کار گمارل شوى و .

د کبير خان ريکارډ

گومان نه کوم دا د کبير خان فيصله وه دا د هغو څو کسانو پريکړه وه چې په تيم کې يې خپل کسان غوښتل او کبير خان يې مانع و نو اوس يې د کبير خان د ليرې کولو هڅې کاميابې شوې .

ځاځى له هنده

کبير خان د ٢٠٠٨ کال په سپتمبر کې د افغانستان د روزونکي په توگه دنده پيل کړه .

د دۀ په لارښونه افغانستان د کريکټ د نړيوالو اتلوليو د غوراوي څلورم او دريم پړاونه وگټل .

ددۀ په شته والې کې افغانستان د نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو دريځ هم خپل کړ .

د کبير خان په مرسته افغانستان د اسيا د کريکټ شورا غوره سيالۍ يا ايليټ کپ هم وگاټۀ.

په څلور ورځنيو لوبو کې هم د کبير خان په شته والي کې افغانستان په ترسره کړيو پنځو لوبو کې څلور وگټلې او يوه يې له زمبابوې سره مساوي کړه .

په رسمي يو ورځنيو نړيوالو سياليو کې د کبير خان په لارښونه افغانستان له خپلو ١٣ لوبو اووه وگټلې .

کبير خان

خو د کبير خان تر ټولو لويه لاسته راونه شايد دا وي چې د دۀ په لارښونه افغانستان د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو لوبو ته غوره شو او له هند او سويلي افريقا سره يې ښې لوبې وکړې .

ستاسو نظرونه

حماد حليمي له کابله

دا خو ډیر بد کار شوی دی ایا څه فکر کوئ چې تر کبیر خان به ښه څوک راشي ؟

مسعود احمد اڅکزى له کندهاره

له کله نه چې ا فغانستا ن کريکټ بورډ د ICC څخه پېسې تر لاسه کړي د افغا نستان په کريکټ بورډ کې بې اتفاقي زېږدلې ده .تاج ملوک او کبير خان ستورې دي دوی دواړو افغانستان ته هغه بریاوې ور په برخه کړي چې په تاريخ کې هم لېکل شوی دي.

دا کريکټ بورډ دى نه کوم روغتون.

زه د ولسمشر نه دا غوښتنه لرم په دې باب جدي ګام واخلي ولې چې دا د افغانستان د عزت خبره ده او د کبير خان څخه دا خواهش کوم چې خدمت ته دوام ورکړي

سخي اشرف له بغلانه

اختلاف د وروڼو ترمنځ هم راځي ، زاخيلوال صاحب او کبير خان دې ملي گټو ته پام وکړي او تير دې هير کړي بيرته دې دا پريکړه واخلي که نه نو دواړه گرم دي .

کبير خان چې يو تکړه روزونکى دى په ډيرو سختو شرايطو کې زموږ لوبغاړي په ډېرې ښې طريقې وروزل او په نړېواله کچه يې وځلول

داودزى له جلال اباده

جاويد فيصل له کندهاره

تر کومه حده چې زه پوهيږم کبير خان استعفا نه ده ورکړې او دا د کريکټ بورډ او راشد لطيف تر منځ جوړه شوې دسيسه ده، کريکټ بورډ بايد زوړ پر نوي ور نه کړي، هغه وخت چې افغان ټيم په څلورم ډويژن کې سيالۍ کولې راشد لطيف چيرې و او ولې يې د دې لوبډلې روزنې ته زړه نه ښه کوئ؟ زه وايم دا سل په سلو کې د کبير خان سره او د افغانستان د کريکټ سره جفا ده، او کريکټ بورډ دې يو ځل بيا له سره پرخپلې دې پريکړې غور وکړي د خداى لپاره داسې دې نه کوي، اوس غواړي په کريکټ بورډ کې هم فساد رامنځ ته کړي ولې داسي کوي؟ د خداي لپاره.....

شهاب الدين شهادب له اسلام اباده

دا ډېر د خواشینۍ خبر دی، چې ښاغلي کبیر خان له دندې استعفا ورکړه، زه له دې ويره لرم چې راشد لطيف له کبيرخان سره يو ځای استغفا ونه کړي، بيا به نو ډيره مشکله شي چې د کرکيټ بورډ داسې روزونکي په اسانه پيدا کړي، که د افغا نستان شرايطو ته سړی نظر وکړي، نو ګومان نه کوم چې دې کارته دې نور روزونکي زړه ښه کړي

له کله نه چې ا فغانستا ن کريکټ بورډ د ICC څخه پېسې تر لاسه کړي د افغا نستان په کريکټ بورډ کې بې اتفاقي زېږدلې ده

مسعود اڅکزى

خروټى خوشال خان له اسپانيا

کريکټ بورډ دې مهرباني وکړي راشد لطيف دې پريږدي خو کبير خان دې نه پريږدي ځکه چې هغه په موږ ټولو افغانانو گران دى.

فريدون کوچى هوتک له هوتخيلو کابل نه :

هيله من يم چې کريکټ بورډ خپله پريکړه بدله کړي

احسان الله جلالزى له ماليزيا

کبير خان بايد له خپلو لوبغاړو سره پاتې شي او کريکټ بورډ هم بايد د دۀ استعفى ونه مني .

خالد نصرت له پېښوره

د کبير خان استعفى بايد ونه منل شي .

عبدالروف له جلال اباده

کبير خان د افغانستان د بري راز و نه پوهيږم څوک د افغانستان برى نه غواړي ؟

ځاځى له هنده

دا ډير بد خبر دى او ډير خواشينونکى خبر دى .

نعيم درانى له کندهاره

گومان نه کوم دا د کبير خان فيصله وه دا د هغو څو کسانو پريکړه وه چې په تيم کې يې خپل کسان غوښتل او کبير خان يې مانع و نو اوس يې د کبير خان د ليرې کولو هڅې کاميابې شوې .

عبدالمانع له کندهاره

ما په نظر کبیرخان د افغانستان د کريکت د روزنکي په حیث ډیر څه وکړل او هغه دستایلو وړدي او دا چی اوس د نوي روزنکي په

خاطر کبير خان وظيفه پريږده دا بد پېغور دى بايد کبير خپلې وظيفې ته دوام ورکړي .

علالدين له فيصل اباد نه

کبير خانه لطفآ خپله پريکړه بيرته واخلئ

نجيب سميع له بلجيم نه

نن چې زموږ کريکټ په کوم ځاى کې دى دا د کبير خان هڅه او همت و نو بايد هغه هير نه کړو .

حمان الدين منگل له کابله

په دې پريکړه دير خواشيني يم او هيله لرم چې کريکټ بورډ بيا پرې غور وکړي .

رحمت الله هاشمي له ديلي

بیر خان استعفا باید زاخیلوال نه واى منلې ځکه چې د افغانستان ټیم یې تر نړیوالو اتلوالیو پورې ورسولو او زما غوښتنه د حامد کرزي نه دا ده چې د کریکټ بور‌ډ کې بدلون راولي .

محمد گل خان له کابله

نه پوهیږم چې ولې دا د کریکت چارواکي خپل منځ کې جوړ نه راځي دا چې شی دی چې نه ویشل کیږي . خدای دې په موږ ورحمیږي.

حيات الله له دوبۍ

کبير خان يو ملي قهرمان دى که نه پاتيږي نو بايد ورسره د ملي قهرمان په څير مخه ښه وشي .

احسان الله ضيا ستانکزى له پېښوره

دا زموږ د لوبډلې لپاره ډير بد خبر دى . هغه کس چې زموږ دلوبډلې لپاره ډير څه کړي و اوس دا پريکړه کوي چې خپله دنده پريږدي . نه پوهيږم ولې کريکټ بورډ دا پريکړه مني ، دا به جرم وي او زموږ د کريکټ د راتلونکي لپاره خطرناک عمل دى .

فريد له پکتيکا ښرنې څخه

کبير خان دافغانستان تيم له ملي تيم نه يو قهرمان او جهاني تيم ته ورساوه کريکت بورد بايد په خپله دغه فيصله له سره غور وکړي اوراشدلطيف بايدپه چا پسې ځان ونه نښلوي

شيرزاد داود زى له جلال اباده

ډير خپه شوم ځکه چې کبير خان د افغانستان د کريکټ لپاره ډير څه وکړل . دا به د ټيم لپاره ښه خبر نه وي

ريس احمدزى پخوانى کپتان

ددې خبر په لوستلو ډېر خواشينى شوم. کبير خان چې يو تکړه روزونکى دى په ډيرو سختو شرايطو کې زموږ لوبغاړي په ډېرې ښې طريقې وروزل او په نړېواله کچه يې وځلول، خو په تاسف بايد ووايم چې د کريکټ بورډ د دوى استعفا قبوله کړې، په دې بايد دوى بيا غور وکړي

جان محمد له اتريش نه

خداى ته وگورئ لږ په ځاى فيصله وکړئ د ليډرانو په شان د ځان په گټو کار مه کوئ کبير خان خو ډيرې قربانۍ ورکړې دي .

مسعود له کينټ انگلستان نه

اخر ولې ، کبير خو ډير ښه و .

محب له نامعلومه ځايه

ډيره د خپگان خبره ده ، زاخيل وال صاحب بايد له سره غور پرې وکړي .

امين الله احمدي له لندنه

په دې ډير خپه شوم که وگورئ په ٢٠٠٨ کال کې د افغانستان لوبډله په څه حالت کې وه او اوس ورته وگورئ چې ماشاالله د کبير له امله چيرته ده ، که غواړئ چې افغان لوبډله کمزورې نه شي نو کبير مه پريږدئ چې لاړ شي ، موږ په کبير خان وياړو .

علاقه دار ځدراڼ , خوست ميوند پوهنتون

نه پوهيږم د چا پر موږ برياليتوب نه دى پيرزو . د کريکټ چارواکي له هغه اولينې ورځې په خپلو کې سره په جنگ و ، دا يې يوه بله تحفه ده

غفور شينوارى له جلال اباده

خير كه كبيرخان نه خپه كيږي نو له لطيفسره دې کار وکړي ددوى لومړۍ تجربه غوره وه .

بلال, لوګر

کبير خان چې پخپله وايي استعفا يې نه ده کړې ، نو بايد استعفا کولو ته مجبور نه شي، او د کريکيټ بورډ بايد په دې برخه کې له سره غور وکړي، د شخصي ګټو لپاره ملي ګټې مه تر پښو لاندې کوﺉ .

هارون جبارخيل له لندنه

دا ښه کار ونه شو . کبير خان په سختو شرايطو کې د افغانستان د لوبډلې لپاره ښه کار وکړ . اوس چې لږ روښانه وخت راغى دى له دندې ليرې کيږي .

ريس احمدزى ، د ملي لوبډلې پخوانى کپتان ، له کابله

ډير خپه شوم ځکه چې کبير خان د افغانستان د کريکټ لپاره ډير څه وکړل . دا به د ټيم لپاره ښه خبر نه وي . زۀ فکر نه کوم چې کبير خان دې استعفى ورکړې وي داسې پلان و چې د سکاتلند له سفره وروسته به د دۀ د ليرې کيدو لپاره کوشش کيږي . زۀ يقين لرم چې لوبډله به په دې پريکړه خوشاله نه وي .

محمد ادريس له کابله :

دا یو ډیر خواشینوونکی خبر دی. ښاغلي کبیر خان د ملي لوبدلې لپاره ډیرې لاسته راوړنې راو‌‌ړې دي. باید د ده استعفا ونه منل شي. افغان لوبډله باید خپل ټول اختلافات د ملي ګټو لپاره حل کړي.

اشرف لکڼوال له خوسته

که چيرې کبير خان ناکامه واى دا پريکړه به پر ځاى واى خو کبير خان ډير ښه ريکارډ لري او د دۀ له برکته افغانستان ډير کاميابه و نو په همدې دليل دا ډير غلط کار شوى دى او بايد د کريکټ بورډ چارواکي له سره غور پرې وکړي .

بې نومه له کابله

داډير غلط کار شوى دى .

نعيم درانى له کندهاره

دا ډير بد خبر دى او ډير خواشينونکى خبر دى .

عبدالله له لندنه

شايد کبير خان نه غواړي چې بل کس ورسره کار وکړي او غوښتنه به يې دا وي چې په خپله دنده کې يوازې واوسي .

غفور شينوارى له جلال اباده

نه پوهيږم د چا پر موږ برياليتوب نه دى پيرزو . د کريکټ چارواکي له هغه اولينې ورځې په خپلو کې سره په جنگ و ، دا يې يوه بله تحفه ده . د خداى نه دا غواړم چې د ځان د گټو غوښتونکي ورک شي او اوس که کبير بيرته نه شي راتلى داسې يو څوک راشي چې د دۀ په شان دا ټيم بريالى وساتي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .