راشد لطيف : د کريکټ بورډ مداخله د زغملو نه ده

راشد لطيف
Image caption راشد لطيف وايي له ده سره چلند سم نه و

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې د منډه جوړونکو روزونکي راشد لطيف تاييد کړه چې له خپلې دندې يې استعفى ورکړې ده .

له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په مرکه کې راشد لطيف د افغانستان د کريکټ بورډ پر چارواکو سختې نيوکې وکړې .

د پاکستان د ملي لوبډلې دغۀ پخواني کپتان دعوه وکړه چې د افغانستان د کريکټ بورډ مداخله د زغملو نه وه .

دۀ د خپلې استعفى د دليل په باب وويل :

((علت يې دا دى چې د افغانستان د کريکټ بورډ له خوا زما په کار کې د لوبو پر وخت ډيره مداخله کيده ، تر دې حده چې څوک ولوبو ، که پچه وگټو لوبه وکړو که نه او مخالفه غاړه فالو ان کړو که نه ، دا ټولې خبرې دوى په خپل دفتر کې پتېيلې . زۀ مسلکي کس يم او دا ډول شيان زه زغملى نه شم .))

راشد لطيف دا ومنل چې له افغان کريکټ بورډ څخه يې د کبير خان له ليرې کولو وروسته نوى تړون غوښت چې د امتيازونو د ډيريدا خبره پکې شوې وه :

(( زۀ د کبير خان له خاطره ورغلى وم که کبير خان نه وي بيا نو ښکاره ده چې زۀ به په خپلو شرايطو کار کوم ، زۀ مسلکي روزونکى يم عادي روزونکى نه يم . ))

له خپلو شرايطو د راشد لطيف مطلب دا و چې نور پيسې به غواړي او هغه شرايط بايد ورته چمتو شي چې د نړيوالو روزونکو لپاره دود دي .

دا چې که کريکټ بورډ کبير خان بيرته ومني راشد لطيف به هم په زړو شرايطو راستون شي که نه ، ددغه پخواني مشهور کريکټ لوبغاړي ځواب منفي و :

(( نه زه به بيا بيرته رانه شم ، ما يو وار غلطي وکړه ، زۀ د کبير په خاطر ورغلم ما کوم شرط کېنښود ، هر څه چې دوى وويل ما ورسره ومنل ، بيا دوى کبير ليرې کړ او ويې ويل کبير استعفى ورکړې ده .))

راشد لطيف تيره مياشت د ملي لوبډلې د بيټينگ روزونکي په توگه په کار گمارل شوى و .

په لنډ وخت کې دۀ افغان لوبډله وڅيړله او وايي پر دۀ يې مثبت اغيز وکړ :

(( بې له شکه چې د افغانستان ښه ټيم دى او ښه استعداد لري ډير کار ته اړتيا نه لري خو بايد ورسره ښه چلند وشي او کريکټ بورډ چارواکي دې ورسره داسې چلند نه کوي لکه د ښوونځي له ماشومانو سره چې کيږي ، په سکاتلند کې د هغوى ( کريکټ بورډ ) چلند داسې و لکه له ماشومانو سره چې يې کوي . خو بيا وايم چې په لوبډله کې استعداد شته ، زۀ له افغان کريکټ بورد څخه غوښتنه کوم چې په افغانستان کې ميدانونه جوړ کړي ، زما له دوى سره په دې موضوع هم اختلاف پيدا شوى چې دوى غواړي په شارجه کې روزنيز کمپ جوړ کړي ، زۀ وايم ولې په شارجه کې ولې په کابل کې يا په جلال اباد کې نه ، په شارجه کې که يې وکړي دوى به پيسې پيدا کړي خو په کابل کې به پيسې ورته نه وي . ))

راشد لطيف وايي که نوى روزونکى هر څوک وي مهمه نه ده خو چلند ورسره مهم دى :

(( که ( روزونکى ) د هر ځاى وي فرق نه کوي خو د چارواکو چلند ورسره مهم دى که له بل روزونکي سره هم هغسې چلند وشي چې له موږ سره وشو بريالي کيداى نه شي . د سيمې له هيوادونو که څوک وغواړي شايد ورشي خو که له انگلستان يا بل ليرې هيواده يې غواړي هغوى به کابل ته ورنه شي .))

د کبير خان او ورپسې د راشد لطيف ليرې کيدلو د افغانستان د کريکټ پر مينه والو بد اغيز کړى دى، بي بي سي ته رارسيدلي په زرگونو برېښناليکونو ښوولې چې ډيرى د کبير خان د بيرته پر ځاى کيدو غوښتنه لري او وايي بايد په خبرو دا ستونزه حل شي .

ورته مطالب