راشد لطيف بېرته خپله استعفی واخیسته

راشد لطيف
Image caption راشد لطيف دوه اوونۍ مخکې استعفی کړې وه، چې منل شوې وه.

د افغانستان د کریکټ بورډ چارواکي وايي راشد لطيف بېرته د پخواني قرارداد مطابق د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دندې ته راستون شوی دی.

د افغانستان د کریکټ لوبډلې ویاند الهام یاسیني بي بي سي ته د يوې مرکې په ترڅ کې وویل: ''راشد لطيف ۲۵ ورځې له کریکټ بورډ سره خپله رسمي دنده ترسره کړه، او بیا یې کریکټ بورډ ته نوي شرطونه وړاندې کړل، چې کریکټ بورډ د هغه شرطونه نه شوای پوره کولی او دومره بودیجه یې نه لرله، هماغه وو چې هغه خپله استعفی وړاندې کړه او ومنل شوه، خو بیا چې له هغه سره اړیکه ونیول شوه، ده خپله استعفی بېرته واخیسته او له خپلو شرطونو تېر شو. ''

څو ورځې وړاندې د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکو ويلي وو د منډو لپاره ځانگړي روزونکي راشد لطيف هم استعفى وړاندې کړې او دوى ورسره منلې ده .

د راشد لطيف استعفى تر هغې څو ورځې وروسته اعلان شوه، چې کريکټ بورډ د کبير خان د استعفى يادونه کړې وه .

کريکټ بورډ ويلي وو د کريکټ له نړيوالې شورا يې غوښتي چې د نوي روزونکي په موندلو کې ورسره مرسته وکړي

راشد لطيف داسې مهال بېرته افغان کریکټ بورډ ته راستون شوی، چې ټاکل شوې دغه لوبډله د انټرکانټيننټل په لوبو کې د ګډون لپاره کینیا ته ولاړه شي.

دا مهال افغانستان د انټرکانټيننټل د لویو وچو په لوبو کې لومړی مقام لري، ۷۷ پواینټونه لري.

په دویم کتار کې بیا سکاټلنډ راځي چې ۶۹ پواینټونه یې خپل کړي او درېیم مقام بیا زمبابوې ګټلی دی.

له دې درېواړو هېوادونو څخه به دوه یې پایلوبو ته لاره مومي.

د افغانستان کریکټ بورډ وايي افغان کریکټ لوبډله ډېر چانس لري؛ دا ځکه چې تراوسه یې خپل لومړی مقام ساتلی دی.

افغان لوبډله به د راتلونکې اکتوبر پر لومړۍ او دویمه نېټه له کوربه کینیا هېواد سره لوبه کوي.

تر هغه وروسته درې یوه ورځنۍ لوبې هم له دغه هېواد سره لري.

ورته مطالب