محمد اصف 'د بوډۍ ټال' فیلم کې له لوبېدو بې برخې شو

محمد اصف
Image caption ښاغلی اصف د پاکستان یو له تیز توپ ویشتونکو څخه دی او په ټېسټ لوبو او یوه ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې له ۱۵۰ ډېر کسان سوځولي دي.

پاکستانی لوبغاړی محمد اصف په هند کې په يوه جوړېدونکي فیلم کې د رول له لوبولو بې برخې شوی دی.

ډایرکتر کا هدپرام دمدران نامبدري وايي ښاغلی اصف یې د بوډۍ د ټال يا شنې زرغونې په نوم په جوړېدونکي فیلم کې د رول د لوبولو لپاره ګمارلی و.

د دغه فیلم ډایرکټر بي بي سي ته وویل دوی محمد اصف ته ورکړل شوی رول بېرته اخیسی دی.

محمد اصف ته د هند په کیرالا ایالت کې د کریکټ لوبغاړو یوه روزونکي کمپ ته د ورغلي پاکستاڼي کريکټ روزونکي رول په پام کې نیول شوی و.

دغه فیلم د کریکټ په ډګر کې د دوستۍ او ملګرتیا په اړه جوړېږي.

ښاغلی نامبدري وايي کله چې یې زوی دوه میاشتې وړاندې دغه تیز توپ ویشتونکی په لندن کې د پرتې پرمخ وازمایه، نو ده ورسره قرارداد وکړ.

ښاغلی نامبدري زیاتوي هغه ډېر ښه او ښایسته ځوان دی، خو کله یې چې پر هغه لګېدلي تورونه واورېدل، نو ټکان یې وخوړ او په فیلم کې ورکړی رول یې بېرته ترې واخیست.

هندي ډایرکټر وویل ټاکل شوې وه چې راروانه میاشت ښاغلی اصف د فیلم د صحنو د ثبت یا شوټينګ لپاره کیرالا ته ورشي. او د کریکټ په یوه کمپ کې د هندي لوبغاړو د روزونکي رول ولوبوي.

ښاغلی نامبدري وايي ده له اوله سره د پاکستان د کریکټ لوبډلې پخواني کپتان وسیم اکرم ته د دغه رول د لوبولو وړانديز کړی و، خو هغه نه وو منلی.

Image caption ښاغلی اصف اوس د خپلې لوبډلې له څو نورو غړو سلمان بټ، محمد عامر او کامران اکمل سره په انګلستان کې د کریکټ په روانو سیالیو کې د درغلۍ د تورونو له کبله د پولیسو له پوښتنو سره مخامخ دی.

دی زیاتوي چې اوس د ښاغلي اصف پرځای د بل چا د ګمارلو په لټه کې دی چې د دې لپاره یې د دوه درو پاکستاني کريکټ لوبغاړو نومونه په ذهن کې ورګرځي.

ښاغلی اصف د پاکستان یو له تیز توپ ویشتونکو څخه دی او په ټېسټ لوبو او یوه ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې له ۱۵۰ ډېر کسان سوځولي دي.

هغه اوس د خپلې لوبډلې له څو نورو غړو سلمان بټ، محمد عامر او کامران اکمل سره په انګلستان کې د کریکټ په روانو سیالیو کې د درغلۍ د تورونو له کبله د پولیسو له پوښتنو سره مخامخ دی.

خو له دې ډلې د ښاغلي اکمل ګروېږنه ختمه برېښي.

ورته مطالب