د لندن پولیسو ۴ پاکستانی لوبغاړی هم پوښتلی

وهاب ریاض

په لندن کې پوليس وايي د کریکټ څلورم پاکستانى لوبغاړى – وهاب رياض يې هم په لوبه کې د ټگيو په تړاو پوښتلى دى.

درې نور لوبغاړي – سلمان بټ، محمد آصف او محمد عامر لا دمخه پر دې ادعاوو پوښتل شوي چې له انگرېزې لوبډلې سره يې په وروستۍ لوبه کې په لوى لاس بې نمرو پنډوسونه غورځولى و.

پر هغو دريو تور نه دى لگېدلى، خو د کریکټ نړيوالې ادارې يې په لوبو کې گډون ځنډولى دى.

وړاندې په لندن کې پوليسو د پاکستان د کريکټ له درو لوبغاړو نه "محمد عامر، محمد اصف، سلمان بټ" په لوبه کې د شرط وهلو او درغليو پر ادعا درې ساعته پوښتنې کړې دي.

د پاکستان د کريکيټ ډلې کيپټان سلمان بټ، محمد عامر او محمد آصف تورن دي چې له انگلستان سره د لوبي پرمهال يې په لاسي ډول د ''نو - بال '' په کولو سره د لوبې قوانين تر پښتو لاندې کړي دي.

له دوی څخه د لندن ښار په شمال کيلبرن کې جلا جلا پوښتنې ګروېږنې وشوې.

پر دوی د کریکټ نړیوالې شورا له خوا تور و، چې په انګلستان کې له دغه هېواد سره د لوبې پرمهال درغلي کړې وه.

ښاغلي فلانګان دا هم ويلي چې د درغلیو له دغې پېښې باید دوی ډېر څه زده کړي.

درېواړه کریکټ لوبغاړي ۱۴ ورځې لري، چې له خپل ځانه دفاع وکړي.

په برتانیا کې د پاکستان سفیر واجد شمس الحسن پر نړیوال کريکټ شورا نیوکه کړې، چې ګني په وینا یې له هېڅ راز پوښتنو او پلټنو پرته یې پر لوبغاړو دا تور پورې کړی دی.

Image caption که چېرې پر دوی دغه تورونه ثابت شول، نو ارومرو به له لوبې منع کېږي، په پاکستان کې ځینې داسې کسان هم شته، چې وايي که چېرې پر لوبغاړو دغه تورونه ثابت شي، باید زندان ته ولېږل شي.

نوموړي دا څرګندونې د تېرې جمعې پر ماښام وروسته له هغه کړې، چې د کریکټ نړیوالې شورا لخوا محمد عامر او اصف د ۲۰۱۰ کال د جایزو له لېسته وایستل.

عامر د روان کال لوبو ته نومول شوی و، خو اصف بیا د روان کال د ټسټ په لوبو کې ټاکل شوی و.

تر هغه چې پر دوی پورې شوي تورونه نه وي ثابت شوي، دوی به هسکه غاړه ګرځي.

په برتانیا کې د پاکستان سفیر هم دا وايي تر هغه چې پر دغو لوبغاړو لګول شوي تورونه ثابت شوي نه وي، دوی بې ګناه دي.

که چېرې پر دوی دغه تورونه ثابت شول، نو ارومرو به له لوبې منع کېږي، په پاکستان کې ځینې داسې کسان هم شته، چې وايي که چېرې پر لوبغاړو دغه تورونه ثابت شي، باید زندان ته ولېږل شي.

خو د کريکټ نړیواله شورا بیا وايي که پرې لګول شوي تورونه ثابت شي، باید د تل لپاره له لوبو منع شي.

په دغو لوبغاړو کې دوه بالران او یو منډې جوړوونکې یا بټسمان دی، د پاکستان په اوسنۍ لوبډله کې تر ټولو وتلي لوبغاړي دي.

په ځانګړې توګه ۱۸ کلن تیز کيڼ لاسی بالر محمد عامر او محمد اصف چې ښی لاسی تېز بالر دی، ډېر زیات برپالي ول

ورته مطالب