د هرات لوبغاړي چارواکي ناغيړه بولي

هراتي لوبغاړي
Image caption يوشمېر نور لوبغاړي بيا د پرمختللو او معياري امکاناتو د برابرېدو نه مخکې د دولت لخوا د لوبغاړو پر تشويق او هڅولو ټينګار کوي.

د هرات د سپورتي چارو امريت وايي په دې ولايت کې ډېری لوبغاړي د اړينو امکاناتو د نشتوالي له کبله له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

په هرات کې يوشمېر لوبغاړي هم د اړتيا په کچه د سپورتي ډګرونو د نه جوړېدو له کبله په چارواکو نيوکه کوي.

دوي وايي د ښار د مختلفو سيمو نه مجبوره دي چي په ډېر اوږده واټن ځان د هرات يوازني لوبغالي ته ورسوي.

هرات د افغانستان يو له هغو ولايتو نه دی چې په دې وروستيو څو کلونو کې د سپورتي فعاليتونو کړي پکې پراخه شوي خو د امکاناتو د نشتوالي يا کمښت له کبله تل لوبغاړو نا خوښي څرګنده کړي.

هرات سره له دي چي د لوېدېځو نورو ولايتونو په پرتله د نسبتا ډيرو امکاناتو او اسانتياوو نه برخمن شوي او په کلتوري او اقتصادي ډګرونو کې يې پرمختګ کړی، خو د سپورتي چارو امريت وايي د سپورت په ډګر کې دلته شته ظرفيتونو ته چندان پاملرنه نه ده شوې.

د هرات د سپورتي چارو امر عبدالقيوم جامي وايي دا خپله لوبغاړي دي چې د اړينو امکاناتو له نشتوالي سره- سره په ډېره مينه او لېوالتيا د پرمختګ هڅه کوي:

''موږ ښه تخنيکي او فني پرمختګ کړی او تاسو به په تېرو کلونو کې د هرات د لوبغاړو له وياړه ډکې لاس ته راوړنې ليدلې وې، خو د امکاناتو په برخه کې موږ هېڅ پرمختګ نه دی کړی هومره چې په نورو ډګرونو کې پرمختګ شوی د سپورت په برخه کې هم د انکشاف غوښتونکي يو موږ سپورتي ډګرونه او سرپټو ودانيو ته اړتيا لرو.''

د ښاغلي جامي په وينا په هرات کې شاوخوا ٢٥ زره لوبغاړي په ٣٢ سپورتي څانګو کې فعاليت لري، خو دوی يوازې يوه جمنازيوم او لوبغالي ته لاسرسي لري.

د نوموړي په وينا څو ډګرونه چې د هرات لوبغالي ته نژدې موقعيت لري او واک يې له پخوا راهيسې له لوبغاړو سره و اوس د دوی نه د يوه پارک د جوړولو په موخه اخیستل شوي او دوی ته نور ډګرونه هم نه دي جوړ شوي.

يوشمير لوبغاړي هم له همدې کبله نا خوښي څرګنده وي، د هرات د لوب غاړو څخه يو تن فضل رحمن حيدري وايي:

''د چارواکو نه غواړو چې يو بل ستديوم جوړ کړي په هرات کې ٣٢ فدراسيونونه فعال دي دلته يو جمنازيوم او يو لوبغالی لرو چې د ډېر ليرې واټن نه لوبغاړي ورته راځي او تل ډک وي.''

تشویق او هڅونه

يوشمېر نور لوبغاړي بيا د پرمختللو او معياري امکاناتو د برابرېدو نه مخکې د دولت لخوا د لوبغاړو پر تشويق او هڅولو ټينګار کوي.

دوی وايي هغه لوبغالي چې په بهرنيو او کورنيو سياليو کې مډالونه ګټي بايد وهڅول شي چې نور هم د پرمختګ لپاره د کار انګيزه ترلاسه کړي.

ويل کېږي سپورت اوس د ډېری ځوانانو د ژوند او ورځني فعاليت يوه برخه ګرځېدلې، خو په ځوانانو کې يوازې هغه کسان کولاي شي ښه پرمختګ وکړي چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان نه وي ځکه اوس ډېری لوبغاړي نشي کولای چې سپورت د خپل لومړني او اصلي کار په توګه غوره کړي لامل يي هم دا دی چې سپورت د دویي لپاره دعوايدو سرچينه نه ګرځي.

ورته مطالب