کريکټ: افغانستان په لومړي ورځ ٤٤٠ منډې وکړې

نوروز

نوروز منگل د خپل لوبيز ژوند لومړنۍ سليزه پوره کړه

وروستى حال : افغانستان په لومړي نوبت : ٤٤٠ منډې شپږ لوبغاړي سوځيدلي، د لومړۍ ورځې لوبه پاى ته ورسيده کلېکاږل

کلېکاږل افغان لوبډله

لومړۍ ورځ

د کينيا او افغانستان ترمنځ د څلور ورځنۍ لوبې لومړنۍ ورځ که ووېشو نو شايد دوه په يو پکې افغان لوبغاړي وړاندې وي .

د لوبې په لومړي پړاو کې چې د غرمنۍ تر وقفې وړاندې و افغان لوبغاړي برلاسه ول او د ١١٤ منډو په ترلاسه کولو يې يو لوبغاړى سوځيدلى و .

په دويمه برخه کې چې د ډوډۍ له وقفې د چايو تر دمې پورې وه کينيا برلاسې ښکاره شوه .

په دې پړاو کې کينيايي لوبغاړو په لږو منډو څلور نور افغان لوبغاړي وسوځول .

په دوى کې شهزاد او کريم پنځوسيزې وکړې خو نور پکې ډير ټينگ نه شول .

د چايو له وقفې وروسته نوروز منگل خپله وړتيا وښوله .

نوروز لومړى له نبي سره د څو شپېته منډو ملگرتيا وکړه بيا يې له سميع سره د څو نوي منډو شراکت درلود .

نبي په ١٣ او سميع په ٤٥ منډو وسوځيدل .

خو د کپتان منگل نوى ملگرى ميرويس اشرف ټينگ ودريد .

نوروز او ميرويس ١٣٧ منډې سره تر اوسه کړي او لا هم ولاړ دي .

د کپتان نوروز منگل نا سوځيدلې ١٦٨ منډې خورا مهمې او ښکلې وې .

دوى پکې ٢٣ څلوريزې او يوه شپږيزه ووهله او د کينيا بالران يې د لوبغالي هر پلو وځلول.

د کپتان نوروز منگل په څير ميرويس اشرف هم په څلور ورځنيو لوبو کې خپله تر ټولو ښه لوبه وښوده .

ميرويس د نهو څلوريزو او يوې شپږيزې په مرسته ناسوځېدلې ٦٢ منډې وکړې .

٤٤٠ منډې په يوې ورځې کې چې ټول ٩٦ اوورونه هم پکې ونه شول خورا ښې دي .

که چيرې افغان لوبغاړي سبا تر غرمنۍ پورې خپلې منډې تر ٥٠٠ واړوي پر دې لوبې به يې برلاسي پوره وي .

د لوبې مخامخ حال

بدر منير ځاځى له هنده : کاش کبير خان واى دا ټول د دۀ کمال دى چې افغان ټيم دې ځاى ته رارسيدلى دى

امين له فينلند نه : خيرات ورکوونکو بايد خيرات ورکړئ

فرهاد له کابله : زموږ اتڼ سر له اوسه روان دى .

لکړوال له پېښوره : که نوروز ٢٠٠ وکړې چرگ حلالومه ( ښه بې زبانه په ډيران مين چرگ دې پيدا کړى ، خداى دې وکړي چې خپل دې وي )

يوازې څلور نور اوورونه پاتې دي

ميرويس څلوريزه ووهله

ميرويس شپږيزه ووهله

نوروز خپله ٢٣ مه څلوريزه ووهله

د ميرويس پنځوسيزه پوره شوه ، په ٧٠ توپونو او د اتو څلوريزو په مرسته ميرويس ښکلې لوبه وکړه او ٥٠ منډې يې ترلاسه کړې

ميرويس په ٤٩ منډو ولاړ دى ، لا تر اوسه يې پنځوسيزه نه ده کړې ايا نن به يې وار وي؟

نوروز خپله ٢٢ مه څلوريزه ووهله

د نوروز او ميرويس ملگرتيا له ١١٢ واوښته

لکړوال له پېښوره : نوروز د کپتانۍ حق پر ځاى کړ .

نوروز خپله ٢١ مه څلوريزه ووهله

د نن ورځې وروستي اووه اوورونه پاتې دي خو له ټاکل شوي وخت څخه ١٦ دقيقې اوښتي دي نو وبه گورو چې تر کله دا لوبه نن دوام کوي

نوروز منگل ١٥٢ منډې لري او لا ولاړ دى ، دا د دۀ ٢٠ مه څلوريزه وه

محمد عارف مقبل له هنده : که نوروز دويمه سليزه پوره کړه نن شپه به په هند کې ټول افغان محصلين اتڼ وکړو ( نن خو نه کيږي ايله اته اوورونه پاتې دي )

د ميرويس او نوروز ترمنځ د ٩٩ منډو ملگرتيا شوې ده

ميرويس اشرف بله څلوريزه ووهله اوس پر ٤٦ منډو ولاړ دى

صميم قدموال له خوسته : کاش پر تلويزيون يې ښکارولى ( بيا به مو بي بي سي پښتو وېبپاڼه نه کتلى )

حضرت الله مينوال له خوسته : انشالله ٥٠٠ يا ٥٥٠ به کوو

نوروز منگل ١٤٦ منډې لري څلور نورې که خپلې کړي نو ١٥٠ به يې بشپړې کړې وي

فريد له وردگو :كه تاسودميرويس اشرف لوبي ته ځيرشي واقعا چې دى هم ديره ښكلي لوبه كوي جهاني لوبي خومويي په ياددي چې دسويلي افريقا سره په لوبه كې څنګه وځليده خوپه هغه وخت كې به خلكوويل چې داچانس وو خوكه اوسي ورته نظروكړوواقعا چې يوغښتلي الروندردي اوپه لوبه كې عين داستراليا ديويت واتسن ته ورته دي

پر نوي توپ بالران خوښ وي

کينيا نوى توپ ترلاسه کړ ، له ٨٦ اوورونو وروسته څوک نوى توپ ترلاسه کولى شي

فريد واعظي له وردگو : له ٤٥٠ يې اړو ، له بدو سترگو دې پناه يو

د لومړۍ ورځې وروستي لس اوورونه پيليدونکي دي

هاشمي له ويلز نه : ريس احمدزى له ټيم سره شته (نه هغه له نړيوالو لوبو تقاعد شوى او اوس د لوگر د لوبډلې کپتاني کوي او د ولايتونو ترمنځ د شل اوريزو لوبو منځلوبو ته رسيدلى دى)

علاقه دارځدراڼ له خوسته : که ملي لوبډلې وگټله په اشعارو به يې ونازوم ( گوره له ځان سره به يې وايې موږ او لوبغاړي به نه پرې په عذابوې )

ميرويس اوومه څلوريزه ووهله

ميرويس خپله شپږمه څلوريزه بشپړه کړه

نوروز خپله ١٩ مه څلوريزه ووهله

بخت الله له هنده : شاپور ځکه نه لوبيږي چې کمکيانو ته چانس پيدا شي افغانستان هسې هم پايلوبې ته رسيدلى دى او نور علي ټپي دى ځکه لوبه نه کوي .

ميرويس پنځمه څلوريزه ووهله او د ژوند تر ټولو ډيرې منډې يې وموندلې اوس په ٣٣ ولاړ دى

حبيب له فرانسې : که مو ٤٠٠ منډې وکړې پواينټ پرې راکوي( نه پوايسنټونه په لومړي نوبت کې تر سيالې غاړې د ډيرو منډو په ترلاسه کولو او د بري په موندلو ترلاسه کيږي )

اوس نوروز ١٤٠ او ميرويس په ٢٨ منډو ولاړ دى

فاروق له دوبۍ نه : چا چې د خيرات خبرې کولې يوازې يې نوروز په جذبه کې راوست د خيرات تمه مه کوئ ( که لغماني چل وي بيا نو واوره چې تل نه چليږي )

نوروز خپله ١٨ مه څلوريزه ووهله

رحيم صميم له خوسته : انشالله ٦٠٠ به کوو ( ساړۀ خوره )

نوروز خپله ١٧ مه څلوريزه ووهله

حبيب ابراهيمي له پاريسه : نوروز جان بايد ٢٠٠ وکړي ( اوس په ١٣٥ ولاړ دى )

د ميرويس او نوروز ترمنځ د ٦٥ ملگرتيا تر اوسه شوې ده

نوروز خپله ١٦ مه څلوريزه ووهله

ميرويس هم څلوريزه ووهله

بازمحمد منگل له بلجيم نه : افرين لوبغاړو سبا به بيا دلته له موږ نه هنديان پوښتنه کوي چې افغانانو څه وکړل .

نوروز خپله ١٥ مه څلوريزه ووهله

فيض الرحمن ناصري له مانچستر نه : نور علي او شاپور ولې لوبه نه کوي ؟ ( موږ له سهاره همدا ژاړو او تاسو اوس خبر شوئ ؟ د لوبې په پاى کې به يې پته ولگوو او بيا به مو خبر کړو )

خان له جلال اباده : ياره بس يې دى وبال دى ماښام شو ( ته لکه چې ستړى شوې )

افغان لوبغاړو د څه کم څلور نيمو په اوسط منډې کړي چې په څلور ورځنيو لوبو کې خورا تيزې دي

که هوا ملگرتيا وکړه نو د نن ورځې ١٦ نور اوورونه پاتې دي ، په څلور ورځنيو لوبو کې بايد هره ورځ ٩٦ اوورونه وشي تر اوسه ٨٠ شوي دي .

غفور جان منگل له پکتيا : د نوروز جان د سليزې په وياړ سبا ته چشن کوو ( سبا به بل اتل وي ولې يې نن شپه نه لمانځئ که په رښتيا يې د لمانځلو نيت لرئ )

د ميرويس او نوروز ترمنځ تر اوسه د ٤٦ منډو ملگرتيا شوې ده

نوروز خپله ١٤ مه څلوريزه ووهله

نعيم درانى له کندهاره : اوس زما د خيرات اثر ښکاريږي پيل يې د نوروز منگل سليزه ده ( هغو نورو چې د منگل سليزې ته خيراتونه په غاړه اخيستې و اوس يې درک نشته )

ميرويس خپله دريمه څلوريزه بشپړه کړه

د ميرويس اشرف او نوروز منگل ترمنځ تر اوسه د ٣٤ منډو ملگرتيا شوې ده خو اړتيا لا هم ډيرو نورو ده .

عمرخيل له کابله : که خداى کول افغانستان به ٤٠٠ منډې وکړي .

صميم قدموال : ټول لوبغاړي تکړه دي خو نوروز خو نوروز دى

هاشمي له ويلز نه : څومره هر اړخيز يا الرونډ لوبغاړي لرو ( ميرويس او شايد خالق داد په دې کتار کې د شمار وړ وي )

ميرويس دويمه څلوريزه ووهله

خيبر رحماني له اماراتو : د فخر ځاى دى .

نوروز منگل خپله ١٣ مه څلوريزه ووهله

کبير حقمل له هنده : که د نن ورځې اوورونه پاى ته ورسيږي او افغان لوبغاړي لا پاتې وي سبا به هم لوبه کوي ؟ ( که يې زړۀ وغواړي کولى يې شي )

ډيرو زياتو اوريدونکو او د ويبپاڼې ليدونکو د نوروز منگل په سليزې د مبارکۍ پيغامونه راليږلي دي ، له ټولو مننه ، خوا مه بدوئ د بېلگې په توگه مو يو څو خپارۀ کړل اوس به په نورو مسايلو خبرې وکړو .

شوقي له خوگياڼو : زۀ غواړم چې حميد په اول اوور کې شپږ کسه وسوځوي ( شوقيان مې ليدلي خو دومره اورپکې مې لا نه و ليدلي )

هارون له خوسته ، خان له جلال اباده ، واعظي له وردگو : اول تاسو ته او بيا ټول ولس ته مبارکي وايو

نوروز منگل سليزه پوره کړه ، په ١١٦ توپونو د ١٢ څلوريزو اويوې شپږيزې په مرسته کپتان د کپتان لوبه وکړه

حمد علی جان د خوست له ډنډاپا نو له کلی څخه : که چیری نوروز منګل سلیزه پوره کړه نو زه به د خیرات په ډول ۵۰۰ افغا نۍ و با سم ( چې هيرې دې نه شي )

د اوبو وقفه شوه چې د نوروز ساه به پکې سمه شي ، باوري يم چې زړۀ به يې دربيږي

نوروز منگل ٩٩ شو

نوروز منگل دوه نورې منډې غواړي چې سليزه پوره کړي

ميرويس اشرف لومړنۍ څلوريزه ووهله

شکر الله محنت له پکتيا : نن نوروز د نور علي ځاى پوره کوي .

خان له جلال اباده : خداى دې وکړي چې نوروز سليزه پوره کړي .

نوروز منگل په ٩٨ منډو ولاړ دى .

رحيم رحيمي له برمنگهمه : که منگل سليزه پوره کړه لس پونډه خيراتوم ( سم حال وايه چاته يې ورکوې ؟ )

عالم شاه له خوست نه : نوروز د ټولو افغانانو لپاره په ځانگړې توگه د خوستيانو لپاره د وياړ وى دى . ( اوس په ٩٧ ولاړ دى )

مجبور منگل له هنده : نوروز منگله نن به دوه سوه منډې کوې تا ته په تمه يو ( له نوروزه بيا ډير څه غواړې ، اوس په ٩٦ منډو ولاړ دى )

ميرويس له خوسته : انشالله ٤٠٠ کوو .

په څلور ورځنيو لوبو کې د ميرويس تر ټولو ډيرې منډې ٣١ دي خو په دې وروستيو کې يې له اماراتو سره په يوې يوه ورځنۍ لوبه کې سل منډې کړې وې

د کينيا نيميا اودينبو تر اوسه درې لوبغاړي سوځولي دي ، دى تيز بالر دى ، که دۀ ته وگورو نو شايد دا پيچ تيز بالرانو ته ښه وي او افغانستان بيا څلور تيز بالران لري خو بايد لومړى په منډو کې د خپل کپتان نوروزمنگل ملاتړ وکړي او منډې تر ٤٠٠ واړوي .

مسرويس اشرف لوبې ته راغى چې د خپل کپتان ملا وتړي

د سميع او نوروز ترمنځ د ٩٣ منډو ښه ملگرتيا پاى ته ورسيده

سميع په ٤٥ منډو کيچ اوټ شو

تر ٣٠٠ منډو اوښتل په دې ښه گام دى چې يو وخت د افغانستان نيمايي لوبغاړي په لږو منډو سوځيدلي و خو اوس بايد پاتې لوبغاړي خبره تر ٤٠٠ يا ٤٥٠ واړوي

سميع د دوو سر په سر څلوريزو په وهلو د څلوېښتو خانې ته ننووت اوس ٤٥ دى

بدرمنير ځاځى له هنده : افغانستان نن ډير بالران لري خو منډې يې ښې دي دفاع ورڅخه کولى شي .

نوروز منگل له خپلې سليزې يوازې اووه منډې کم دى

کينيا تر اوسه يوازې شپږ اضافي منډې ورکړې دي چې دوه ليگ باى او څلور نو بالونه دي

ميرويس له خوست نه : نوروز منگل دې له بدو سترگو په امان وي

فريد الله واعظي له وردگو : نوروز جانه قربان دې شم ، که همداسې لگيا وې ١٥٠ به وکړې .

سميع سر په سر دوه څلوريزې واخيستې

مجبور له هند نه : نور علي ځدراڼ بايد په ټيم کې نه واى هغه خو د حوصلې لوبه کوله ( له ځانه اټکل مه کوئ ، وروسته به يې څرگنده کړو چې ستونزه څه وه )

نوروز منگل اوس په ٩٠ منډو ولاړ دى ، په سلو توپونو يې دا منډې کړې دي .

هارون له خوسته : نوروز جانه په حوصله لوبه کوه سليزې ته دې ډير خوستيان په تمه دي ( ولې دا نور افغانان دې هير شول)

مزار گل همدرد له پکتيا : که لوبه همداسې روانه وي ښه هدف به وټاکلى شو

نوروز منگل د ١٢ مې څلوريزې په وهلو د خپل لوبيز ژوند تر ټولو ډيرې منډې وکړې اوس په ٨٨ منډو ولاړ دى ، تيم ورڅخه سليزه غواړي .

زاهد افغان له پېښوره : د کبير خان خبر مې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ولوست چې وايي اماراتو ورته د کار بلنه ورکړې ده ، د دۀ لپاره خوښ شوم چې ښه کار يې پيدا کړ خو زموږ افغانانو لپاره ښه ونه شو ، هغه زموږ لپاره ډير خدمت کړى و .

د استراليا او هند ترمنځ د پنځه وروځنۍ لوبې په دويمه ورځ چې په هند کې روانه ده ، استراليا ٤٢٨ منډې وکړې او هند اوس د دوو لوبغاړو په سوځيدو ١١٠ منډې لري .

حميد الله عمر خيل له کابل پوهنتونه : هيله لرم د سميع په لوبه افغان لوبډله ډيرې منډې وکړي .

جان له برمينگهمه : بايد ورو لوبه وشي او لوبغاړي ځان وساتي لاس په دعا يو ورته .

جاويد فيصل له کندهاره : اوريدلي مې دي چې پيچ لوند دى او په دې حساب اوس هم افغان لوبډله ښه لوبيږي

د نوروز او سميع ترمنځ تر اوسه د ٥٨ منډو ملگرتيا شوې ده .

بخت الله له هنده : نن بايد شبير نوري هم واى هغه په څلور ورځنيو لوبو کې ښه لوبيدۀ ( دا درسره منو ځکه چې هغه دوه لوبې کړي او په دواړو کې يې پنځوسيزې کړې وې خو بخت ته گوره چې د افغانستان د لوبډلې ټاکونکې جرگه گۍ اصلآ په ټيم کې نه دى ځاى کړى ، دا چې ولې او څرنگه يو خداى او يو هغه ټاکونکې جرگه گۍ پرې پوهيږي )

نوروز منگل د ١١ څلوريزو او يوې شپږيزې په مرسته ٨٢ منډې کړي د دۀ د لوبيز ژوند تر ټولو ډيرې منډې ٨٤ دي

د چايو تر وقفې

٢٥٦ منډې پنځه لوبغاړي سوځيدلي

د ډوډۍ تر وقفې د افغانستان لوبډله برلاسې وه خو د ډوډۍ او چايو تر وقفې پورې د کينيا بالرانو تله د ځان په لور کږه کړه .

په همدې وخت کې محمد شهزاد او کريم صادق د خپلو پنځوسيزو له بشپړولو وروسته وسوځيدل .

شهزاد د دوه اويا منډو په کولو بيا هم وځليد .

کريم صادق هم د خپل لوبيز ژوند دوه پنځوسيزه بشپړه کړه خو ډير ونه دريد .

اصغر هم ژر وسوځيد ، خو نبي له کپتان نوروز منگل سره تر يوۀ وخته ودريد .

دوى دواړو په گډه يو شپېته منډې وکړې چې نبي هم ملگرتيا پرېښوده .

کپتان نوروز منگل شاوخوا ته د خپلو ملگرو د سوځيدا په سر هم خپل دقت او لوبې ته پام وکړ .

نوروز په پيل کې ورو لگيا و خو چې يو ځل يې په ميدان کې سترگې ښه وغړولې بيا يې نو خپلو تيزو شارټونو ته هم مخه کړه .

د چايو تر وقفې پورې نوروز منگل په ٨٢ توپونو د لسو څلوريزو او يوې شپږيزې په مرسته ٧٢ منډې کړې وې .

سميع د درو څلورويزو په مرسته په شل منډو ولاړ و .

دوى دواړو ٤٦ تيزې مندې کړې دي او يو وار بيا افغان ټيم ته هيله ورکړې چې په لومړي نوبت کې به ښه هدف ټاکي .

نوروز شپږيزه ووهله

د نوروز او سميع ترمنځ په ٢٨ توپونو تر اوسه د ٣٤ منډو ملگرتيا شوې ده .

سميع سر په سر دوه څلوريزې ووهلې

د افغانستان له خوا په څلور ورځنيو لوبو کې د سليزو خاوندان : نور علي ، دوه ، محمد شهزاد دوه ، نبي او سميع يوه يوه .

نوروز خپله لسمه څلوريزه واخيسته

جمال له هامبورگ جرمني څخه : که لوبه همداسې وکړي نو تر ٣٠٠ رسيدل گران دي

نوروز خپله نهمه څلوريزه واخيسته

سميع الله شينوارى يو له هغو محدو څو افغان لوبغاړو دى چې په څلور ورځنيو لوبو کې يې سليزه وهلې ده ، دۀ په تيره لوبه کې له سکاتلند سره دغه وياړ ترلاسه کړ .

سميع هم څلوريزه ووهله

نوروز منگل په ٦٥ توپونو او اتو څلوريزو د خپل لوبيز وسيزه د افغانستان لپاره پوره کړه . د دۀ تر ټولو ډيرې منډې ٨٤ دي خو نن يې بايد ترې واړوي که نه نو د دۀ د ټيم وضعه ښه نه ده .

نوروز منگل خپله دريمه پنځوسيزه پوره کړه ، دۀ کله سليزه نه ده کړې خو نن يې وار دى

ارين له لندنه : نه پوهيږم ولې افغان لوبغاړي بيړه کوي. دا څلور ورځنۍ لوبه ده يوه ورځنۍ نه ده .

درانى له کندهاره: سهار وختي مې د ملي ټيم لپاره له خيرات وکړ ( دا لا خيرات شوى دى )

له کپتان منگل سره ملگرتيا ته سميع الله شينوارى راغى

نبي په ١٣ منډو کيچ اوټ شو

د نوروز او نبي ترمنځ تر اوسه د ٦١ منډو ملگرتيا شوې ده خو افغانستان لا ډيرو نورو منډو ته اړتيا لري

مومند له امريکا : سم مثال ورکړئ شهزاد ټنډولکر دى ( راشه که توديږې )

يونس له پکتيکا شرنې څخه : نبي او نوروز بايد ډيره حوصله وکړي

عثمان له جرمني : که لوبه ورو شي ښه به وي وخت لا ډير شته

نور احمد ناصري له کندهاره : واه واه نوروزه دوا دې سه

هاشمي له کارديفه : فکر نه کوئ چې محمد شهزاد د انظام الحق غوندې دى ( د پاکستان پخوانى کپتان انظمام الحق په ونه دنگ او د نړۍ يو له ډيرو ښو منډه جوړونکو و ، شهزاد له شل کلن نه دى لا ورته ډير وخت شته چې ځان ثابت کړي )

او يوه بله څلوريزه هم د نوروز په برخه شوه، دا يې شپږمه ده

نوروز سر په سر دوه څلوريزې ووهلې

جميل عبدال له کونړه : د نوروز په باب خپلې پخوانۍ کړې خبرې بيرته اخلم هغه اوس ښه لوبه کوي ( رښتيا دي چې د صبر ميوه خوږه وي ، خو کور دې ودان خپله تيروتنه منې )

نور احمد ناصري له کندهاره : په محمد شهزاد فخر کوم .

علاقه دار ځدراڼ له خوست پوهنتون څخه : عقل مه غواړه طالع غواړه رحمانه ، د نور علي په نشتوالي کې به گورو چې څه کيږي

نوروز منگل تر اوسه درې څلوريزې وهلي دي او نبي بيا د خپلې عادي لوبې خلاف ورو لوبه کوي

نوروز خپله دويمه څلوريزه ووهله

عبدالکافي عليزى له اسلام اباده : که نوروز او نبي تر ډيرو ودريږي لوبه سميدلاى شي

رحمت الله هاشمي له کارديف څخه : د افغان لوبډلې ستونزه څه ده چې په داسې يوه لوبه کې نوي لوبغاړي لوبوي ( يوه نه يوه ورځ خو به يې لوبوي )

جليل له کونړه : نوروز ورو لوبه کوي بايد له ميرويس نه وروسته راغلى واى ( دا څلور ورځنۍ لوبه ده يو ورځنۍ نه ده )

نوروز منگل خپله لومړنۍ څلوريزه واخيسته

تازه خبر: بي بي سي پښتو ويبپاڼې خبر ترلاسه کړى دى چې د افغانستان مخکيني روزونکي کبير خان ته د متحدو عربو اماراتو ملي لوبډلې بلنه ورکړې چې د دوى روزنه وکړي

کله چې شهزاد او کريم سره ولاړ ول داسې ښکاريدل چې افغانستان به تر ٤٠٠ ډيرې منډې وکړي خو اوس چې سر په سر درې لوبغاړي وسوځيدل د ٣٠٠ منډو هيله هم گرانه ښکاري

اوس له کپتان نوروز منگل سره نبي لوبې ته ولاړ دى که دوى دوه تر ډيرو ونه دريږي د افغانستان حالت خراب دى

اصغر په پنځو منډو کيچ اوټ شو

احسان الله-پکتیا، جاجی اریوب څخه : که افغانستان اول لوبه وکړي ژر ژ يې لوبغاړي سوځيږي که دويمه لوبه وکړي بيا ښه لوبه کوي ښه مثال يې له سکاتلند سره لوبه ده

اصغر له راتلو سره سم څلوريزه ووهله

که تاسو نظر ورکوئ لاندې په درکړل شوي چوکاټ کې يې وليکئ

افغان لوبغاړو ښه دريځ له لاسه ورکړ ، په ١١٨ منډو يې يو لوبغاړى سوځيدلى و او دا دى اوس يې په ١٤٤ درې سوځيدلي او دوه نوي لوبغاړي لوبې ته ولاړ دي

اصغر ستانکزى د کپتان نوروز منگل ملگرتيا ته راوتلى دى

د کريم او نوروز منگل ترمنځ د ٢٦ منډو ملگرتيا وشوه

کريم کيچ اوټ شو ، ٥٥ منډې وکړې نهه څلوريزې او يوه شپږيزه ووهله

کريم هم د شهزاد په څير په شپږيزې خپله پنځوسيزه بشپړه کړه دۀ په ١٠٨ توپونو د نهو څلوريزو او يوې شپږيزې په مټ ٥٥ منډې تر اوسه کړې وې

کريم پنځوسيزه بشپړه کړه

نوروز منگل لوبې ته راغى

د شهزاد او کريم د ١٠٤ منډو ملگرتيا وشوه چې کريم ٣١ او شهزاد ٧٢ وکړې

محمد شهزاد د ٧٢ منډو جوړولو کيچ اوټ شو

د شهزاد او کريم تر منځ د سلو منډو ملگرتيا پوره شوه ، کريم ٢٧ او شهزاد ٧٢ منډې پکې جوړې کړې دي

د ډوډۍ له وقفې وروسته شهزاد تيزه لوبه پيل کړه او وار د واره يې درې نورې څلوريزې ووهلې

د ډوډۍ تر وقفې

٩٨ يو لوبغاړى سوځيدلى

پچه افغان کپتان نوروز منگل وگټله او لومړى يې خپله په داسې ورځ چې اسمان پکې برگ ومنډو ته ملا وتړله .

افغان لوبډله په حيرانونکې توگه له دوو مخکښو او ځليدليو ستورو محرومه وه .

نور علي ځدراڼ او شاپور ځدراڼ چې په وروستيو دوو کلونو کې د افغانستان د گڼو برياليتوبونو اتلان ول په نننۍ لوبه کې برخه نه لري .

پر ځاى يې جاويد احمدي او عزت الله لوبه کوي .

عزت الله تيز بالر دى چې د ډيرو په گومان شايد د افغانستان د لوبډلې لپاره په راتلونکي کې بريالى ثابت شي .

د نور علي په نشتوالي کې له کريم صادق سره جاويد احمدي لوبې ته راغى .

جاويد تيزه لوبه وکړه .

په ١٩ توپونو يې د دوو څلوريزو په مرسته ١١ مندې کړې وې خو ايل بي ډبليو وسوځيد .

د جاويد په سوځيدو د افغانستان تر ټولو بريالى لوبغاړى محمد شهزاد لوبې ته راووت .

شهزاد خورا تيزه لوبه وکړه .

د ډوډۍ تر وقفې شهزاد په ٥٦ توپونو ٥٨ منډې کړې وې .

دۀ نهه څلوريزې او يوه شپږيزه وهلې وه .

له شهزاد سره کريم صادق ولاړ و .

کريم د خپلې عادي لوبې خلاف ورو لوبه کړې ده .

د ډوډۍ تر وقفې کرم په ٨٣ توپونو يوازې ٢٦ منډې کړي چې څلور پکې څلوريزې دي.

د افغانستان لپاره د دې لوبې گټل په دې اهميت لري چې سکاتلند له زمبابوې سره د لوبې د نه کولو په سر هم شل منډې ترلاسه کړې .

اوس د اوو هيوادونو په دغو اتلوليو کې سکاتلند لومړى او افغانستان دويم مقام لري .

که تر پايلوبې بورې همدا حالت پاتې شي نو سکاتلند به په پايلوبه کې يوازې د لوبې مساوي کولو ته اړتيا لري او د گروپ په پړاو کې د لومړي مقام ترلاسه کول به يې په دې مانا وي چې د څلور ورځنيو اتلوليو اتل دى .

دا په څلور ورځنيو لوبو کې د محمد شهزاد شپږمه لوبه ده ، تر اوسه يې پکې څلور پنځوسيزې کړي دي او دوه سليزې هم لري د دۀ تر ټولو ډيرې منډې ٢١٤ ناسوځيدلې وې چې له کانادا سره يې وکړې .

شهزاد په شپږيزې خپله پنځوسيزه بشپړه کړه ، دۀ په ٤٨ توپونو تر اوسه ٥٤ مندې کړي چې ٨ پکې څلوريزې دي

تير ځل چې د افغانستان ملي لوبډلې د افريقا پر لويې وچې څلور ورځنۍ لوبه کړې وه هغه يې لومړنۍ وه او په هغې کې نور علي ځدراڼ په دواړو نوبتونو کې سليزې کړې وې ، هغه لوبه له زمبابوې سره وه خو اوس نور علي په نننۍ لوبه کې نشته .

افغان لوبغاړيو په لومړيو شلو اوورونو کې د نژدې څلورو په اوسط منډې کړي دي ، شهزاد ٤٨ او کريم ١٨ منډې لري

شهزاد په څلور ورځنيو لوبو کې اوس تر ٧٠٠ ډيرې منډې لري چې تر بل هر افغان لوبغاړي ډيرې دي

د کريم صادق او محمد شهزاد ترمنځ تر اوسه تر پنځوسو ډيرې منډې جوړې شوي دي

د افغانستان په لوبډله کې شاپور ځدراڼ او نور علي ځدراڼ نشته د دوى پر ځاى دوه زلمي لوبغاړي جاويد احمدي او عزت الله راغلي دي ، عزت الله تيز بالر دى او جاويد بيا د پيل منډه جوړونکى دى چې نن په ١١ منډو وسوځيد .

په افغان لوډله کې څلور تيز بالران شامل دي ، هوا وريځ ده ، شايد نوى روزونکى راشد لطيف په دې باور وي چې وروسته به تيز بالران بريالي وي .

له کينيا سره په څلور ورځنۍ لوبه کې افغان کپتان پچه گټلې او لومړى خپله منډې کوي د افغانستان په لوبډله کې جاويد احمدي او خالق داد شامل دي خو شاپور ځدراڼ نشته .

افغان لوبډله :

جاويد احمدي : ١١ منډې ( دوه پکې څلوريزې ) ايل بي ډبليو وسوځيد

کريم صادق : ٥٥ منډې کيچ اوټ ، نهه څلوريزې يوه شپږيزه

محمد شهزاد: ٧٢ منډې ، ١٢ ځلوريزې يوه ٦ ووهله ، کيچ اوټ شو

نوروز منگل :

اصغر ستانکزى : پنځه منډې کيچ اوټ ، يوه څلوريزه

محمد نبي : ١٣ ، يوه څلوريزه ، کيچ اوټ

سميع الله شينوارى: ٤٥ منډې کيچ اوټ ، اووه څلوريزې

ميرويس اشرف:

خالق داد نوري

عزت الله

حميد حسن

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .