د ډيلي د همگټو لوبو پر استوگنځايونو د مارانو بريد

کوبرا مار

تر اوسه اووه ماران موندل شوي چې شپږ يې د لوبغاړو په استوگنځايونو کې ول .

د ډيلي په ښار کې د همگټو هېوادونو د لوبو په ترڅ کې لوبغاړي اوس د مارانو له وېرې شپه رڼوي .

د لوبغاړو په استوگنځايونو کې تر اوسه شپږ ماران موندل شوي چې ځينې يې خطرناک او زهرجن دي .

په روانه اوونۍ کې د همگټو هېوادونو يا کامن ويلت لوبې په ډيلي کې پاى ته رسېږي .

خو د هغه پيل په څېر يې اوس په پاى کې هم لوبغاړو ته د سترو ننگونو او چلنجونو کيسې اورېدل کېږي .

په پيل کې د لوبغاړو په استوگنځايونو کې د تشنابونو او خونو ناپاکي غم بلل شوى و اوس ماران پکې پيدا شوي او داسې ماران هم نه چې هسې ساه اخلي او زهر نه لري، بلکې د کوبرا په څېر خطرناک ماران .

تر اوسه اووه ماران موندل شوي چې شپږ يې د لوبغاړو په استوگنځايونو کې ول .

دوه نور يې بيا د تينس په کورټ يا لوبغالي کې موندل شوي دي .

پر لوبغاليو او استوگنځايونو کار او موسمي بارانونو مځکه دومره پسته کړې چې ماران پکې په اسانۍ لار وهي .

د وحشي ژويو يوه مرستندويه ټولنه بوخته ده چې دغه ماران ونيسي او له لوبغاړو او لوبغاليو يې ليرې وساتي .

نيول شوي ماران د ډيلي ښار په څنډو کې د وحشي ژويو په يوۀ پناه ځاى کې خوشي کيږي .

ماران د اوسپنو په سيخانو له بکسونو را ايستل کيږي او په خورا چټکۍ يې په نوي ځاى کې خوشي کوي .

د همگټو هيوادونو د لوبو تنظيموونکي وايي د لوبغالو استوگنځاى ځکه په مارانو ښه لگيدلى چې يمونا سيند ته نژدې دى .

پر لوبغاليو او استوگنځايونو کار او موسمي بارانونو مځکه دومره پسته کړې چې ماران پکې په اسانۍ لار وهي .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .