د همګټو هېوادونو لوبې پای ته ورسېدې

په لومړيو کې يو شمېر ګډونوالو هېوادونو د امنيت او ودانيزو چارو په اړه اندېښنې درلودې، خو وروسته حالت ښه شو.

د همګټو هېوادونو لوبې د هند په پلازمنېه ډيلي کې په زړه پورې مراسمو سره پای ته ورسېدې. د پای مراسم د ډيلي په جواهر لال نهرو سټېډيم کې ترسره شول.

د لوبو په پای مراسمو کې کوربه هېواد د هم ګټو هېوادونو د راتلونکو لوبو جنډه د سکاټلنډ (ګلاسګو) ښار ته ورکړه چې په (۲۰۱۴) کال کې به ترسره کېږي.

د ډيلي لوبو د پای په يوه سيالۍ کې کوربه هېواد مخکې شو او د ښځو په (بېډمنټن) کې د سرو زرو په مډال ګټلو سره يې، د مډالونو په جدول کې له انګلستان نه دوهم ځای ونيو.

میډالونه:

هېوادونه:
1 استرالیا 74 ، 55 ، 48 ، 177
2 هند 38 ، 27 ، 36 ، 101
3 انګلستان 37 ، 59 ، 46 ، 142
4 کاناډا 26 ، 17 ، 32 ، 75
5 سوېلي افریقا 12 ، 11 ، 10 ، 33

د همګټو هېوادونو د لوبو تنظيمونې د څار ادارې مشر (مايک فېنېل) وويل د (ډيلي ۲۰۱۰) دغه لوبې که څه په لومړيو که د ګډوډۍ ليدونکې وې، خو په بریليتوب سره پای ته ورسېدې.

په لومړيو کې يو شمېر ګډونوالو هېوادونو د امنيت او ودانيزو چارو په اړه اندېښنې درلودې، خو وروسته حالت ښه شو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .