کرېکټ: د 19 کلنو د لوبډلې لپاره د غوراوي ازموينه اخيستل کېږي

کريکټ
Image caption د ۱۹ کلنو د لوبډلې لپاره د غوراوي ازموينه به راتلونکې اونۍ په ننګرهار کې اخيستل کېږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په پام کې لري چې راتلونکې اونۍ په ننگرهار کې د ١٩ کلنو ځوانانو د ملي لوبډلې د غوراوي ازموينه واخلي.

د بورډ چارواکي وايي ازموينه به د ملي لوبډلې روزونکی راشد لطيف اخلي چې ددغې لوبډلې يو شمېر به هم ورسره مرسته کوي او دوه ورځې به دوام وکړي .

په دغې ازموينه کې هر ١٩ کلن ځوان برخه اخستى شي او له برياليتوب وروسته به يې د عمر د کره نېټې د معلومولو په موخه طبي ازموينې کېږي.

د دغې ازموينې له لارې به د ١٩ کلنو لوبډلې ته شاوخوا ١٥ تنه غوره کېږي، چې وروسته به د هېواد په استازيتوب په يو شمېر نړيوالو سياليو کې برخه واخلي.

وړاندې د افغانستان د ١٩ کلنو کرېکټ لوبډلې د خپلو همزولو په تېرو يوې ورځنيو نړيوالو سياليو کې هم برخه اخيستې وه چې په نيوزلينډ کې ترسره شوې.

که څه هم افغانستان په دغو سياليو کې پاموړ لاس ته راوړنه ، نه درلوده خو بيا هم د دوی وړتياوې وستايل شوې.

دا مهال د ١٩ کلنو کرېکټ لوبغاړو له ډلې څخه څلور لوبغاړي د هېواد د مشرانو په ملي لوبډله کې لوبېږي چې دوه يې توپ اچونکي او دوه يې منډه جوړونکي دي.