اسراییلو په نړیواله کچه ایران ته په شطرنج کې ماتې ورکړه

شطرنج
Image caption د ګینیز یوه چارواکي جاک بروکبانک ویلي چې په دې لوبه کې د اسراييلي لوبغاړې بریا ډاډمنه وه .

د اسراییلو د شطرنج لوبې وتلي نړیوال لوبغاړي د شطرنج د لوبې له یوه ایراني لوبغاړي څخه د غوره لوبغاړي لقب وګاټه.

الیک ګیرشون د ۱۹ ساعتونو لپاره په ۵۲۳ لوبو کې په تل ابیب کې له خپل ایراني سیال مرتضی محجوب څخه نومره وګټله.

ګیرشون په ۴۵۴ لوبو کې بریالی او په ۱۱ نورو کې بیا پاتې راغی، چې د لوبو د بریالیتوب منځنۍ کچه یې ۵۸ ته ورسېده.

هغه له سلو نومرو څخه ۸۶ وګټلې، چې په دې سره یې پر خپل ایراني سیال او د ایران د شطرنج لوبې له تکړه لوبغاړي مرتضی محجوب څخه لوبه وګټله.

محجبوب تېر کال په تهران کې له ۵۰۰ لوبو څخه ایله ۳۹۷ وګټلې.

د ګینیز یوه چارواکي جاک بروکبانک ویلي چې په دې لوبه کې د اسراييلي لوبغاړې بریا ډاډمنه وه .

الیک ګیرشون منلې چې هېواد یې له ایران سره شخړه لري، خو وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې بهیر ته هیلمن دی.

ګیرسون وویل: "هیلمن یم چې زموږ ټولې جګړې به د شطرنج پر تختې و کولتور پورې محدودې وې، نه دا چې ریيښتينې جګړه پيل کړو."

خو هغه وویل چې پر خپل ایراني سیال یې بریالیتوب د اسرايیلو لپاره "یوه لویه راسته راوړنه ده."

ورته مطالب