د فوټبال د اتلولۍ وړاندوېیونکی اوکټوپوس ومړ

اوکټوپوس
Image caption د پاول اوکټوپوس ټولې مخکنۍ وړاندوېینې ټيک ختلې وې.

په جرمني کې د کبانو د حوض هغه (اوکټوپوس) یا سمندري ژوی مړ شوی، چې په جنوبي افریقا کې یې د فوټبال نړیوالو اتلولیو پرمهال یې هسپانیا د لوبو اتله بللې وه، چې بیا همدا وشوه.

په جرمني کې د پاول په نامه هغه اکټوپوس مړ شوی، چې په جنوبي افریقا کې یې د ۲۰۱۰ کال د فوټبال په اتلولیو کې یې هسپانیا اتل هېواد بللی و.

د جرمني سمندري چارو پوهانو ویلي چې هغه تېره شپه مړ شوی دی.

اوکټوپوس تر دوه کلونو ډېر ژوند نه لري، او د پاول اوکټوپوس مړینه کومه ناشنا خبره نه ده.

دغه سمندري ژوي د نړيوالو اتلوليو د پايلوبې او اتلولۍ ګټونکي او هم د درېيم ځای ګټونکې وړاندوينه کړې وه.

پايلوبه چې پای ته رسېدونکې وه، د اسپانيا او هالنډ ترمنځ د اتلولیو پرمهال (اوکټوپوس) وړاندوېینه کړې وه چې دا لوبه به هسپانیا ګټي.

دغه سمندري ژوي د اتلولۍ د درېيم ځای ګټلو ته جرمني غوره بللی و.

اوکټوپوس چې (پاول) نومېږي، خپله وړاندوينه له دوو صندقونو نه چې خواړه په کې ول، د يوه په غوره کولو کوله.

پر هر صندوق د سيالو لوبډلو د هېواد بيرغ و.

اوکټوپوس (پاول) چې د جرمني په لوېديځ اوپرهاوسن ښار کې اوسېده، مخکنۍ ټولې وړاندوېینې یې ټيک ختلې وې.

دغه اوکټوپوس وړاندې هم په درېیم پړاو کې پر یوروګوای د جرمني د بري وړاندوېینه کړې وه.

اوکټوپوس نړیوال شهرت موندلی و، خو دا چې د صربستان پروړاندې يې د جرمني د ماتې په اړه يې یوځل وړاندوېینه کړې وه، ځينو متعصبو جرمنيانو هوډ کړی و، چې اوکټوپوس کباب کړي او د ليمون له اوبو او زیتون تیلو سره يې وخوري.

خو د اوکټوپوس څښتن یې په مخ کې مانع شو، او هغه يې خوندي ځای ته ولېږداوه.

د سمندري ژوو یوه متخصص تانجا مونزیک ويلي "ان که د هغه (اوکټوپوس) وړاندوېینه سمه هم راونه خېژي، هېڅوک زیان نه شي ورته رسولی. "

نوموړي ویلي وو: "هغه تر اوسه خپله وړتیا ښودلې ده، هرڅوک تېروتنه کوي، ان اوکتوپوس هم کله کله تېروځي."

ورته مطالب