احمدي نژاد او مورالیس د فوټبال "موقت" لوبغاړي

احمدي نژاد او ایفي مورالیس
Image caption دواړه ولسمشران په لوبه کې په ګډون خوښ ښکارېدل.

په تهران کې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د چهارشنبې پر ورځ د بولیویا له ولسمشر ایفو مورالیس سره د فوټبال دوستانه لوبه وکړه.

په تهران کې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د بولیویا له ولسمشر ایفو مورالیس سره په دوستانه لوبه کې یوڅه په ځان نیولی ښکارېده.

دواړه ولسمشران د فوټبال له نورو مسلکي لوبغاړو سره په لوبه کې خوښ ښکارېدل.

د ایران رسنیو د دغې لوبې انځورونه خپاره کړي، او وايي چې احمدي نژاد او مورالیس دواړو په یوه لوبډله کې له نامتو ایراني لوبغاړي کریم باقري سره یوځای ولوبېدل.

دغه سیالي بې هدفه نه وه، دواړو لوبډلو پکې دوه هدفونه وګټل، او عجیبه خو پکې دا وه چې دواړو ولسمشرانو یو یو هدف وګاټه.

د ولسمشرانو لوبډلې وکولی شو چې مقابل لوبډلې ته د شپږو لغتو په مقابل کې اته ګوزاره ورکړي، او احمدي نژاد په وروستۍ لغته د لوبې وروستۍ ګول وکړ.

Image caption په لوبه کې وروستۍ لغته احمدي نژاد ووهله او سیالي پای ته ورسېده.

ولسمشر مورالیس، چې د ایران د ولسمشر له نسبتاً نژدې ملاتړو بلل کېږي، د تېرې سه شنبې پر ورځ تهران ته په درې ورځني رسمي سفر ورسېد.

د ده د سفر موخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي پیاوړیا، او په بولیویا کې د ایراني پانګونې هڅول بلل شوي.

خو دا لا روښآنه نه ده چې ایا بولیفوي ولسمشر د فوټبال له لوبې سره مینه لري او که نه، خو ویل کېږی چې له درو اوونیو راهیسې ښاغلی مورالیس د ولسمشرۍ او د پلازمېنې لاباز لوبډلې ترمنځ په لوبو کې ګډون کوي.