کرېکټ: تر 19 کلنو د کم عمره لوبډلې د غوراوي سيالۍ روانې دي

نومليکنه
Image caption کرېکټ بورډ وايي ددغو سياليو په ترڅ کې به سل کسان غوره کېږي چې هغوی به بيا په پېنځو لوبډلو کې ځای پر ځای کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په کابل کې تر ۱۹ کلنو د کم عمره کرېکټ لوبډلې لپاره د غوراوي ازموينه پېل کړې ده .

د کرېکټ بورډ چارواکي وايي د دغې لوبډلې د غوراوی په سياليو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ۵۰۰ افغان ځوانان ګډون لري .

سيالۍ د پنجشنبې پر ورځ پيل شوې او د کرېکټ بورډ اجرايوي مشر حامد شينواري وايي: (( کرېکټ بورډ د هېچا واسطه نه مني، هر چاته به خپل حق ورسېږي، د هېچا حق به نه خوړل کېږي او نه به د چا حق بل چاته ورکول کېږي. هر څوک چې وړتيا ولري د کرېکټ له ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې د لوبغاړو په معيارونو برابر وي، هغوی به د ۱۹ کلنو لوبډلې ته لاره مومي.))

چارواکي وايي د غوراوي بهير به ډېر روڼ وي او پيل يې هم په دې ډول شوی چې د هر چانوم او عمر د هغه د تابعيت دتذکرې له مخې ليکل شوی دی .

کرېکټ بورډ وايي ټول ۵۰۰ لوبغاړي په څو ډلو، توپ اچوونکو او توپوهونکو وېشل شوي دي .

دا مهال لا هم په پاکستان کې ميليونه افغان کډوال ژوند کوي او د کرېکټ بورډ وايي چې له هغه هېواده هم افغان کډوال د غوراوي دغو سياليو ته راغلي دي .

عکسونه وګورﺉ

د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټه وايي د ټولو پېنځه سوه کسانو له ډلې څخه به ۱۰۰ لوبغاړي غوره کېږي او په دويم پړاو کې به له دغو سلو لوبغاړو څخه پېنځه ۱۴ کسيزې لوبډلې جوړېږي .

د دوی په وينا لومړۍ لوبډله به د کرېکټ د ۱۹ کلنو څخه د کم عمر ملي لوبډلې ځای نيسي، دويمه هغه به د افغان کرېکټ ملي اکاډمۍ لوبډله شي او پاتې به ، په زونونو کې تر 19 کلونو د کم عمر په لوبډلو کې ځای پر ځای کېږي.