کريکټ : محمد نبي د نوروز منگل پر ځاى کپتان شو

نبي

محمد نبي د افغانستان يو له ډيرو ښو لوبغاړو بلل کيږي

د افغانستان د کريکټ بورد د اسيايي لوبو لپاره د لوبډلې د اعلانولو پر وخت د نوي کپتان نوم هم په ډاگه کړ .

د څوارلس کسيزې نوې لوبډلې مشري به د نوروز منگل پر ځاى محمد نبي عيسى خيل کوي .

نوروز منگل د افغانستان تر ټولو بريالى کپتان دى چې له تيرو نژدې پنځو کلونو يې د ملي لوبډلې مشري کړې ده .

د کريکټ بورډ چارواکي وايي د اوس لپاره به محمد نبي يوازې د شل اوريزو لوبو کپتاني کوي .

د يو ورځنيو او څلور ورځنيو لوبو لپاره به لا هم نوروز منگل کپتان وي .

محمد نبي يو وخت د ملي لوبډلې مرستيال کپتان و خو د کريکټ بورد له هغه مقامه ليرې کړ .

د مرستيال کپتان دنده په دې وروستيو کې په پرله پسې توگه بيلا بيلو لوبغاړو ته سپارل شوې ده .

تر نبي وروسته ميرويس اشرف او له هغه وروسته کريم صادق ته دغه وياړ ورپر برخه شو .

اوس هم د نبي مرستيال کريم صادق نومول شوى دى .

د کريکټ بورډ يوۀ چارواکي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل نيت دا دى چې ملي لوبډله د راتلونکي لپاره نوى او زلمى کپتان وروزي او په همدې دليل يې نبي د شل اوريزو لوبو کپتان ټاکلى دى .

د نړۍ په نورو هيوادونو کې هم ډير کله د پنځه ورځنيو او يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو لپاره جلا کپتان ليدل کيږي خو په افغانستان کې دا لومړى ځل دى .

د نوروز منگل په کپتانۍ کې افغانستان د کريکټ د نړيوالې شورا د غوراوي پنځم ، څلورم او دريم پړاونه وگټل .

د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي سيالۍ هم د نوروز منگل په کپتانۍ کې د افغانستان په بري پاى ته ورسيدې

د اسيايي لوبو لپاره د افغانستان په لوبډله کې ځينې نوي لوبغاړي هم تر سترگو کيږي چې په هغو کې د پام وړ زلمى لوبغاړى د کندهار اوسيدونکى محمد سميع دى .

نور علي ځدراڼ ، خالق داد نوري او عزت الله دولتزى په لوبډله کې نه دي شامل شوي .

محمد سميع په دې وروستيو کې د ولايتي سياليو په ترڅ کې ښه لوبه کړې وه : نور لوبغاړي په دې ډول دي :

لوبډله

محمد نبي ( کپتان

کريم صادق ( مرستيال کپتان )

نوروز منگل

ميرويس اشرف خروټى

اصغر ستانکزى

محمد شهزاد

سميع الله شينوارى

محمد سميع

حميد حسن

شاپور ځدراڼ

افتاب عالم

گلبدين نايب

شبير نوري

شفيق الله شفق

پر نوې لوبډله او نوي کپتان ستاسو نظر څه دى ؟ ستاسو ځينې ايميلونه به د بي بي سي په سهارنۍ خپرونه کې خپريږي

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .