پاکستان: د امریکا څارګرو الوتکو پنځه 'اورپکي' وژلي

څارګره الوتکه
Image caption پاکستاني چارواکو ویلي، د روان ۲۰۱۰ کال له پيل ر اهیسې پر شمالي او جنوبي وزیرستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په کابو ۷۰ بریدونو کې تر ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د امریکا څارګرو الوتکو پنځه 'اورپکي' وژلي دي.

برید د شمالي وزیرستان د حیدر خېلو په سیمه کې د دوشنبې پر ګهيځ وختي پر یوه کور شوی دی.

بل خوا د پېښور په صوابۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې لږترلږه څلور ولسي وګړي وژل شوي.

پاکستاني پولیس وايي برید کوونکي د صوابۍ د پولیسو د تهاڼې مخې ته خپل ځان وچووه.

په برید کې ترلږترلږه شپږ پولیس ټپیان شوي هم دي.

عامه نیوکه

د امریکا متحده ایالتونه وايي چې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو د القاعدې او طالبانو د جنګیالیو پټنځایونه او روزنځایونه لري، چې تر ډېره د څارګرو الوتکو د برید موخه ګرځي.

ځينو پاکستاني خبري رسنیو ویلي چې د دوشنبې د څارګرو الوتکو په برید کې د پاکستاني طالبانو د پخواني وژل شوي مشر بیت الله مسید ورور حکیم الله مسید هم وژل شوی دی.

Image caption پاکستاني پولیس وايي د صوابۍ د پولیسو تهاڼې ته څېرمه ځانمرګي برید څلور ولسي وګړي وژلي او شپږ پولیس یې ټپيان کړي دي.

پر شمالي وزیرستان تېره اوونۍ د امریکا د څارګرو الوتکو په بریدونو کې نژدې ۲۰ شکمن اورپکي وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، د روان ۲۰۱۰ کال له پيل ر اهیسې پر شمالي او جنوبي وزیرستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په کابو ۷۰ بریدونو کې تر ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

دغه بریدونه د عامو پاکستاني وګړو لخوا غندل شوي او پرضد یې تل نارې راپورته کېږي. دوی وايي چې ډېرځلې په دغو بریدونو کې ولسي وګړي هم وژل کېږي.

د امریکا پوځي او استخباراتي چارواکي وايي چې دغه بریدونه یې اغېزمن پرېوتي چې په لړ کې یې د القاعدې او وسله والو طالبانو ګڼ مشران وژل شوي.

ورته مطالب