کريکټ: له سکاتلند سره پايلوبې ته افغان لوبډله اعلان شوه

افغان لوبغاړى
Image caption د افغانستان لوبډله ښايي د خپل تاريخ په تر ټولو مهمې لوبې کې سيالي ته له نويو بدلونونو سره روانه ده

د افغانستان کريکټ بورډ د لويو وچو ترمنځ د سياليو يا اينترکانتينينتل کپ پايلوبې ته لوبډله اعلان کړې ده .

د دغې مهمې سيالۍ لپاره په ټاکل شوې لوبډله کې ځينې نوې څيرې ترسترگو کيږي چې کله پخوا يې په څو ورځنيو لوبو کې برخه نه وه لرلې .

نور علي ځدراڼ چې نن سبا د حج په نيت سعودي عربستان ته تللى په لوبډله کې نشته .

له کينيا سره په تيرې څلور ورځنۍ لوبه کې ځليدلي زلمي لوبغاړي جاويد احمدي او عزت الله دولتزى هم په دې نوې لوبډله کې نشته او دليل يې هم څرگند نه دى .

له کينيا سره په لوبه کې لوبيدلى خالق داد نوري هم د پايلوبې له سيالۍ ايستل شوى خو په احتياطي لوبغاړو کې يې نوم راغلى دى .

د پايلوبې لپاره به کپتان نوروز منگل وي او مرستيال يې کريم صادق غوره شوى دى .

د يادونې وړ ده چې د اسيايي لوبو لپاره په لوبو کې کپتان محمد نبي او مرستايل يې کريم صادق ټاکل شوى خو د څلور ورځنۍ لوبې لپاره بيا نبي مرستيالي نه لري .

د پايلوبې په لوبډله کې شبير نوري بيا شامل شوى دى .

شبير نوري چې په څلور ورځنيو لوبو کې د افغانستان له خوا له ايرلنډ او کانادا سره ديره ښه لوبه کړې وه په حيرانونکې توگه د سکاتلند او کينيا له لوبو ايستل شوى و .

د پايلوبې په اعلان شوې لوبډله کې محمد سميع اغا او باطن شاه نوي لوبغاړي دي .

محمد سميع اغا د اسيايي لوبو په شل اوريزو سياليو کې هم غوره شوى دى خو تيز بالر باطن شاه په لومړي ځل ملي لوبډلې کې شامل شوى دى .

د کريکټ بورډ چارواکو په خپره کړې خبر پاڼه کې دا نه دې ويل چې ولې جاويد احمدي او عزت الله دولتزى له اوسنۍ لوبډلې ليرې شوي او د نويو لوبغاړو د غوراوي دليل هم نه دى روښانه شوى .

په تيرو وختونو کې به د افغانستان د ملي لوبډلې په غوراوي کې د ملي لوبډلې کپتان او روزونکي ونډه لرله خو اوس دغه چاره د غوراوي ځانگړې اداره ترسره کوي او ويل کيږي چې د کپتان او روزونکي نظر پکې نه اخيستل کيږي .

ورته مطالب