په برتانیا کې د مسلمانانو پر يوې تلوېزیوني شبکې ((سلام)) نيوکې

Image caption د (( سلام )) په نوم چېنل ته د دې ګوته نيول شوې چې په برتانيا کې يې د خپرونو له تګلارې څو ځله سرغړونه کړې ده.

په بريتانيا کې د خپرونو تنظيمونکې ټولنې د مسلمانانو پر يوې کېبلي تلويزيوني شبکې وروسته له هغه نيوکې کړي، چې د خپرونو وړاندې کوونکي يې په واده کې د جنسي تيري هڅونه کوي، له کورني تاوتريخوالي سترګې پټوي او هغه ښځې چې عطر وهي بدلمنې بولي.

د (سلام چېنل) په نوم دغه ټلويزيون ته د دې ګوته نيول شوې، چې په بريتانيا کې يې د خپرونو له تګلارې څو ځله سرغړونه کړې ده.

د (سلام چنل) ټلويزيون چې په مرکزي لندن کې يې مرکز دی د هغو تلوېزيوني شبکو له لارې کتل کېدی شي چې له سپوږمکۍ سره تړلي دي.

دغه تلويزيون له اسلامی نظره خبرونه، روانې چارې او بحثونه خپروي.

د (افکوم) په نوم اداره چې په بريتانيا کې د تلوېزيوني خپرونو د تګلارو ټاکلو دنده پر غاړه لري، د دغو خپرونو پر ځينو برخو نيوکې کړې دي.

يو راپور چې د دغه ټلوېزيوني چنل په اړه د شکايتونو پلټنه کوي، د تلوېزيون ځينې پروګرام وړاندې کوونکي يې سرغړوونکي او سپکوونکي بللي او دا چې د بې پرېوالي قاعدې يې ماتې کړې دي.

يوه سرغړونه چې ګوته ورته نيول شوې، د بحث په يوه خپرونه کې وه، چې د (اوفکوم) اداره يې په اړه وايي د خپرونې کوربه په کې دې ته اشاره کوي چې په واده کې د زياتي له ګواښ سره او يا ترې پرته، په زور هم جنسي اړيکه نيول کېدی شي.

په يوه بله بېلګه کې د پروګرام يو وړاندې کوونکی ليدنکو ته سلا ورکوي چې د ښځو پر ضد تاوترخوالی روا دی، او هم هغه ښځې چې عطر وهي، کېدی شي بدلمنې وبلل شي.

راپور د تلوېزيون پر بهرنۍ خبر پوهنې هم نيوکه کوي، او وايي د فلسطيني سياست په څېر د ځينو مسالو په وړاندې په بې پرې دريځ غوره کولو کې پاتې راغلی دی.

د (سلام چنل) تلوېزيون پخوا هم د بې پرېوالي د لارښوونو په سرغړونې جريمه شوی، او د خپرونو د تګلارې د ټاکونکې ادارې (اوفکوم) له خوا وربلل شوی چې په راپورته شويو سرغړونو ورسره بحث وکړي.