د فوټبال لوبه

افغان اولمپیک: په اسیايي لوبو کې افغانستان د سپينو زرو میډال وګاټه

دغو لوبو ته له افغانستانه ټول ټال ۶۷ لوبغاړي ورغلي دي.

په چین په ګوانجو ښار کې د اسیایي لوبو په ۱۶ پړاو کې افغان لوبډلې لومړنی او د سپینو زرو ميډال ګټلی دی.

د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې مشر ظاهر اغبر په چین کې د لوبو له ځایه بي بي سي ته وویل چې د سپینو زرو دا ميډال افغان لوبغاړي نثاراحمد بهاوي د تکواندو په څانګه کې افغانستان ته ګټلی.

دغو لوبو ته له افغانستانه ټول ټال ۶۷ لوبغاړي ورغلي دي.

ښاغلی اغبر وایي، ټاکل شوی سبا (جمعه، د نومبر ۱۹مه) په همدې څانګه کې د بجینګ له المپیک نه د ميډال ګټونکی روح الله نیکپا هم سیالی ته راووځي چې ښایي افغانستان به د نورو مډالونو د ګټلو چانس هم ولري:

''نثار احمد بهاوي له خپل سیال څخه د سپينو زرو ميډال وګاټه، تاسو پوهېږﺉ چې په اسیايي لوبو کې د سپينو زرو میډال ګټه څه اسانه کار نه دی، تر اوسه ډېرو لویو-لویو هېوادونو چې د لوبو په برخه کې ډېر مصارف کوي، د برونس ميډالونه نه دي ګټلي، په سبانۍ لوبه کې هم موږ ډېر هلیمن یو چې ميډالونه وګټو.''

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .