افغان کریکټ لوبډله د چین ګوانجو ښار ته ورسېده

افغان کریکټ لوبډله
Image caption د پايلوبې لپاره به کپتان نوروز منگل وي او مرستيال يې کريم صادق غوره شوى دى.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د چین ګوانجو ښار ته رسېدلې ده.

د افغانستان کریکټ بورډ لا له وړاندې د لیوو وچو ترمنځ د سیالیو یا انټر کانيتنیننټل کپ پایلوبې ته لوبډله اعلان کړې وه.

په دې لوبډله کې ځینې نوې څېرې هم ورزیاتې شوې، چې پخوا یې په څو ورځنیو لوبو کې برخه نه درلوده.

له کينيا سره په تيرې څلور ورځنۍ لوبه کې ځليدلي زلمي لوبغاړي جاويد احمدي او عزت الله دولتزى هم په دې نوې لوبډله کې نشته او دليل يې هم څرگند نه دى .

د پايلوبې لپاره به کپتان نوروز منگل وي او مرستيال يې کريم صادق غوره شوى دى.

په تيرو وختونو کې به د افغانستان د ملي لوبډلې په غوراوي کې د ملي لوبډلې کپتان او روزونکي ونډه لرله خو اوس دغه چاره د غوراوي ځانگړې اداره ترسره کوي او ويل کيږي چې د کپتان او روزونکي نظر پکې نه اخيستل کيږي .

افغان لوبډلې د تیکواندو په برخه کې د سپينو او ژيړو میډالونه هم ګټلي دي.

د چین په ګوانجو ښار کې د افغانستان د المپیک د ملي کمېيټې مشر ظاهر اغبر بي بي سي ته وویل چې افغانستان د باسکټبال، سنوکر، جودو، وزن پورته کولو، بوکس ووشو، نښان ويشتنې او تیکواندو سیالۍ پای ته رسېدلې دي.

ښاغلي اغبر زیاته کړه چې درې ورځې وروسته به افغانستان په اسیايي لوبو کې ولوبېږي.

ورته مطالب