کرېکټ: افغانستان هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

افغان لوبډله
Image caption افغان لوبډله به په نيمه پايلوبه کې له پاکستان سره لوبه کوي.

د چين په ګوانجو کې د اسيايي لوبو په بهير کې افغان کرېکټ لوبډله، هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته ووته .

په چين کې د افغانستان کې د کرېکټ د ملي لوبډلې يوه چارواکي نظيم جار عبدالرحيمزي بي بي سي ته وويل په لوبه کې پچه هانګ کانګ ګټلې چې ورپسې يې د بيټنګ يا توپ وهلو پرېکړه وکړه.

د ښاغلي عبدالرحيمزي په وينا په افغان لوبډله کې دوو افغان توپ اچونکو شاه پور ځدراڼ او ميرويس اشرف ښه لوبه وکړه چې له امله يې هانګ کانګي لوبغاړي يو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل. هانګ کانګ ټولې ٦٣ منډې جوړې او افغانستان ته يې ٦٤ منډې هدف وټاکه.

افغانستان د هانګ کانګ له لوري ورکړل شوي هدف ته په لسم اوور کې په داسې حال کې ورسېدل چې يوازې دوه لوبغاړي يې سوځېدلي ول .

ښاغلي عبدالرحيمزي وويل په ننۍ لوبه کې نوروز منګل او محمد شهزاد هر يوه شل منډې وکړې او تر پايه په لوبه کې پاتې شول .

په دغې لوبه کې نوروز منګل پېنځه لس او کريم صادق دوولس منډې جوړې کړې .

هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره افغان ملي لوبډلې نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه چې اوس به د پاکستان له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي .

دا مهال د چين په ګوانجو رکې اسيايي لوبې روانې دي چې کرېکټ پکې د لومړي ځل لپاره شامل شوی دی.