د ٢٠١٨ کال فوتبال اتلولۍ به په روسيه کې ترسره کيږي

فوتبال

د ٢٠١٨ کال فوتبال نړيوالې اتلولۍ به په روسيه کې ترسره کيږي ، روسيې هيڅکله د فوتبال مهمې سيالۍ نه دې ترسره کړي .

د ٢٠٢٢ کال نړيوالې اتلولۍ به په قطر کې ترسره کيږي .

قطر لومړنى مسلمان هيواد دى چې د فوتبال نړيوالې اتلولۍ به ترسره کوي .

عکسونه وګورﺉ

ستيب بيتلر د فوتبال د نړيوال فدراسيون مشر وويل چې دا لوبه په چين کې پيل شوه خو په انگلستان کې وغوړيده .

او اوس د نړۍ ٢٠٧ هيوادونه دا لوبه کوي .

د ٢٠١٨ کال فوتبال نړيوالو اتلوليو د ترسره کولو لپاره د اروپا شپږو هيوادونو هڅه کوله .

په دوى کې روسيه او انگلستان په يوازې سر ، اسپانيا او پرتگال په گډه او هالند او بلجيم په گډه د دغو لوبو د ترسره کولو تکل درلود .

هالند او بلجيم ويل چې دوى به ( زرغونې) لوبې ترسره کوي .

مطلب يې دا و چې ليدونکي به موټر نه کاروي بلکې پر بايسلکلونو به لوبغاليو ته ځي .

دوى وړانديز وکړ چې دوه ميليونه بايسکلونه يې چمتو کړي دي .

اسپانيا او پرتگال ويل چې د دوى ښارونه او لوبغالي فوتبال ته چمتو دي .

د دوى ښارونه په فوتبال لوبه پايي .

انگلستان ويل دوى دغه لوبه پيل کړې او څو څلوېښت کاله کيږي چې د نړيوالو اتلوليو کوربانه نه و .

روسيې بيا ويل چې هيڅکله يې دا وياړ نه دى لرلى .

د روسيې کپتان ارشاوين په ژړغونې غږ وويل چې په روسيې باور وکړئ .

د ٢٠٢٢ کال لپاره قطر ، جاپان ، سويلي کوريا ، استراليا او امريکا يو بل ته مخامخ و .

په دوى کې جاپان اوسويلي کوريا په ٢٠٠٢ کال کې گډ کوربانۀ و .

امريکا په ١٩٩٤ کال کې دغه وياړ درلود .

استراليا او قطر کله دا سيالي کله نه ده ترسره کړې .

ورته مطالب