کريکټ : افغانستان د لويو وچو د سيالۍ اتل شو

اتلولي

افغانستان په لومړي ځل څو ورځنيو سياليو کې برخه اخيسته او وار د واره اتل شو

سکاتلند لومړى نوبت : ٢١٢

افغانستان لومړى نوبت : ١٧١

سکاتلند دويم ځل ٨٢

افغانستان دويم ځل ١٢٧ درې سوځيدلي .

د لوبې غوره لوبغاړى حميد حسن

د پنځو ورځو لوبه افغانستان په درې ورځو کې پوره کړه او سکاتلند ته يې د اوو لوبغاړو په لرلو ماتې ورکړه .

په پايلوبه کې افغانستان که لوبه مساوي کړې هم واى اتل به واى .

خو افغان لوبغاړو برى غوره وبالۀ او تجربه لرونکو سکاتلندي لوبغاړو ته يې خورا لويه ماتې ورکړه .

که څه هم سکاتلند په لومړي نوبت کې تر افغانستان ٤١ ډيرې منډې درلودې خو په دويم ځل يې د افغان بالرانو سيالي ونه کړاى شوه .

حميد حسن ، ميرويس اشرف او سميع الله شينواري درې درې کسه وسوځول .

د سکاتلند ټوله لوبډله په دويم ځل يوازې په ٨٢ منډو وسوځيدله او افغان لوبډلې ته يې د ١٢٤ منډو هدف وټاکۀ .

کريم صادق يوازې په اوو منډو وسوځيد ، نوروز منگل چې په لومړي ځل يې ٥٦ کړې وې په دويم وار په ١٧ منډو وسوځيد .

شبير نوري ٣٥ وکړې خو شهزاد محمدي د پنځوسيزې په بشپړولو برى حتمي کړ .

سکاتلند د لويو وچو د اتلوليو لومړنى اتل و .

کپ

نوروز منگل يو بل کپ پورته کړ

دا اتلولۍ تر دې وړاندې يوازې سکاتلند او ايرلنډ گټلې وې .

د دغو سياليو گټل په دې ډير مهم دي چې دا لوبې څو ورځنۍ دي .

د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو په باب ويل کيږي چې تر ډيره د بخت لوبه وي خو په څو ورځنيو لوبو کې د لوبغاړو ريښتينى استعداد ښکاري .

افغانستان په دغو اتلوليو کې له زمبابوې سره لوبه مساوي کړه .

له لومړنۍ مساوي کړې لوبې وروسته يې ټولې وگټلې .

دوى هالند ته په هالند کې ، کانادا ته په شارجې کې ر، ايرلند ته په سرېلنکا کې ، سکاتلند ته په سکاتلند کې او کينيا ته په کينيا کې ماتې ورکړې .

په دغو سياليو د افغانستان له لورې محمد شهزاد ، نور علي ځدراڼ او کپتان نوروز منگل د منډو جوړولو په ډگر کې ډير وځليدل .

په بالرانو کې حميد حسن سرلارى و خو سميع الله شينواري ، شاپور ځدراڼ ، محمد نبي او ميرويس اشرف اتلولي يقيني کړه .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .