په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال سياليو د وخت په اړه اندېښنې

قطر
Image caption قطر چې دخليج د شتمنو هېوادونو په ډله کې دی په ۲۰۲۲ کال کې به پکې د فوټبال د نړيوال جام سيالۍ کېږي.

د اسياد فوټبال فدراسيون يوه مخکيني مهم غړي ويلي چې په قطر کې د فوټبال نړيوالې اتلولۍ بايد په ژمي کې وشي .

قطر به په ٢٠٢٢ کال کې د فوټبال د نړيوالو اتلوليو کوربه وي .

د اسيا د فوټبال کانفدراسيون مخکينى سرمنشي پيټر ولپان وايي که د اوړي په سختې گرمۍ کې دغه سيالۍ تر سره شي نو د اروپا ځينې هېوادونه ښايي ترې لاس په سر شي .

د سختې گرمۍ پر سر هم قطر ته د ٢٠٢٢ کال د فوټبال نړيوالو اتلوليو د کوربانه دريځ ورکړل شو .

په اوړي کې دغلته د تودوخې درجه تر ٤٠ درجو اوړي .

د خليج دغه خورا شتمن هېواد ژمنه کړې چې د لمر په برېښنا چلېدونکي ايرکنډيشنونه به په لوبغاليو او د نندارچيانو د گرځېدا ، راگرځيدا په برخو کې لگوي .

پيټر ولپان چې تر ٢٠٠٦ کال وړاندې تر درو لسيزو پورې د اسيا د فوټبال د پرمختيايي برخې مشر و ، د ستونزې د حل نوى وړانديز کړى دى . دى وايي هېڅوک به په دومره گرمۍ کې لوبه ونه کړي . دى وړانديز کوي چې د فوټبال نړيوال فدراسيون بايد د ٢٠٢٢ کال نړيوالې اتلولۍ د جنوري يا فبروري په مياشت کې ترسره کړي .

د جرمني پخواني کپتان او روزونکي فرنک بيکينباير هم چې د فيفا په اجرايوي کمېټه کې غړى دى ، دې ته ورته وړانديز کړى دى .

خو د قطر لپاره د سياليو د ترلاسه کوونکې ډلې يوه غړي مايک لي ټينگار وکړ چې د نړيوالو اتلوليو د وخت پر بدلولو به غور نه شي کيدلى .

دى وايي قطر دا وس لري چې د لوبغاړو او نندارچيانو لپاره اسوده شرايط برابر کړي: (( قطر هغه ځاى دى چې بدلون پکې ډېر ژر ممکن دى ، دوى خورا ډېرې اسانتياوې او وس لري .

زه له تېرو درو کلونو په قطر کې وم ما ډېر بدلونونه پکې وليدل، په راتلونکو ١٢ کلونو کې به د زېربنا ، لوبغاليو او ميدانونو له پلوه قطر د پېژندلو نه وي. ))

د فوټبال د نړيوالو اتلوليو د ترسره کېدا د وخت بدلول خورا پېچلي دي .

دا کار به د اروپا د فوټبال کلبونو مهال وېش خراب کړي . که د سياليو د وخت بدلولو غوښتنه وشي نو فيفا به ورسره مقاومت وکړي .

تېره اوونۍ چې قطر ته د فوټبال د نړيوالو سياليو د ترسره کولو موقع ورکړل شوه نو دغلته په گرمۍ کې د فوټبال لوبې ستونزه ياده شوې وه او داسې ښکاري چې دغه ستونزه لا هم پر ځاى پاتې ده .

دا هغه بحث دى چې ښايي په راتلونکو ١٢ کلونو کې دوام ومومي .