کریکټ بورډ: د کریکټ ملي لوبډله اماراتو ته ځي

کریکټ لوبغاړي
Image caption په دغه لوبډله کې ۱۴ اصلي او څلور مرستندویان لوبغاړي ګډون لري.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د دوه ورځنیو او درې ورځنیو سیالیو لپاره متحده عربي اماراتو ته ځي.

د کریکټ بورډ وايي افغانستان به هلته له ابوظبۍ، دبۍ او شارجې لوبډلو سره اته لوبې کوي.

د افغانستان د کریکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر حامد شینواری وايي: ''افغان کریکټ بورډ هرې افغان کریکټ لوبډلې ته د وړتیا پر بنسټ خپل لوبغاړي غوره کوي، چې په دې کې حق حقدار ته سپارل کېږي. ''

د کریکټ بورډ وايي ټاکل شوې چې ملي لوبډله به د روانې میاشتې په وروستیو کې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي، چې ټاکل شوې لومړۍ لوبه به یې د روانې جنورۍ میاشتې پر ۲۵ نېټه وشي.

په دغه لوبډله کې ۱۴ اصلي او څلور مرستندویان لوبغاړي ګډون لري.

بل خوا بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د کریکټ ملي لوبډلې لخوا په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغان زونونو د کریکټ دوه ورځنۍ سیالۍ د 'بست' زون وګټله.

دغه سیالي چې په ختيځ ننګرهار ولایت کې پیل شوې وه، د افغانستان پنځو زونونو ګډون پکې کړی و.

د زونونو ترمنځ په دې سياليو کې، د ختيځ زون د سپين غر لوبډلې، د مرکزي زون د بند امير لوبډلې، د سوېل ختيځ زون د مس عينک لوبډلې، د سوېلي زون د بست لوبډلې او د شمال زون د امو لوبډلې، برخه اخيستې وه.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کریکټ دوه ورځنۍ سیالۍ کېږي، په دې سیالۍ کې چې هر لوبغاړی ښه ځلېدلی وي د افغان کریکټ ملي اکاډیمۍ لوبډلې ته به لاره مومي.

ورته مطالب