په کندهار کې د اتو زونونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ

سیالۍ
Image caption په دې روانو سیالیو کې د افغانستان له بېلابېلو برخو ۱۷۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.

په کندهار کې د هېواد په کچه د اتو زونونو چې (کندهار، هلمند، کابل، هرات، غزنی، بلخ، کاپیسا او بغلان) پکې راځي، پیل شوې.

په دې سیالیو کې د فوټبال ۱۷۰ لوبغاړو ګډون کړی چې د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کې به ۱۱ ورځې روانې وي.

د کندهار ولايت د سپورت چارواکي وایي د فوټبال دغه سيالۍ د هیواد په کچه د اتو زونونو کندهار، هلمند، کابل، هرات، غزني، بلخ، کاپيسا او بغلان د اتلو لوبډلو ترمنځ تر سره کېږي.

د کندهار د سپورټ امر محمد الله ګلالی وایي دغه سیالۍ له بېلابېلو ولايتونو د فوټبال د ١٧٠ لوبغاړو په ګډون د کندهار ښار په احمد شاهي لوبغالي کې پیل شوې چې ۱‍۱ ورځې به دوام ولري.

هغه وایي د یادو سیالیو له پیلولو یې موخه د اسیایی او نړیوالو لوبو لپاره د غوره لوبډلې ټاکل دي.

ښاغلي ګلالي زیاته کړه د دغوړ سياليو د ښه نظم او څارنې په موخه، له کابله د المپيک د ملي کمیټې ١٥ کسيز پلاوى هم کندهار ته راغلى دی.

د فوټبال د پيل شوو سياليو پر لومړۍ ورځ دوې لوبې وشوې، چې لومړۍ هغه يې د هلمند او کاپيسا او دويمه يې د هرات او بغلان د لوبډلو تر منځ وه.

لومړۍ لوبه هلمند له کاپيسا څخه ۶ د ١ پر وړاندې وګټله او دويمه لوبه هرات له بغلان څخه ۵ د ١ په مقابل کې وګټله.

د يادو سياليو د نندارې لپاره د کندهار ښار او ولسواليو په زرګونو نندارچيان راغلي وو .

ټاکل شوې ده د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۲۸) لومړۍ لوبه د کابل او کندهار او دويمه لوبه د غزني او بلخ ولايتونو تر منځ وشي.

ورته مطالب