کریکټ بورډ: رییس احمدزی نه دی تښتول شوی

ریس احمدزی
Image caption ریس احمدزی د شنبې پر ورځ په رسمي رخصتۍ کور ته تللی دی.

د افغانستان کریکټ بورډ هغه اوازې رد کړې، چې ګني د ملي لوبډلې مخکنی لوبغاړی او د کریکټ بورډ تخنيکي مشر ریس احمدزی تښتول شوی دی.

کریکټ بورډ په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي، ښاغلی احمدزی دا مهال په ایبټ اباد کې دی.

تېره ورځ داسې ګنګوسې وې، چې ګني ریس احمدزی د کابل - جلال اباد پر لویه لاره تښتول شوی دی.

کریکټ بورډ وايي چې هغه د شنبې پر ورځ رسمي رخصتي واخیسته او د کور پر لور ولاړ.

د کریکټ بورډ یوه غړي دولت احمدزي - چې له ریس احمدزي سره نژدې اوسېږي- ویلي چې ریس احمدزی په خپل کور دی.

د کراچۍ تمرینونه

له ۱۹ کلونو د ټيټ عمر د کریکټ افغان لوبډله د پاکستان په کراچۍ ښار کې د راروانو کریکټ سیالیو تمرینونه کوي.

د دغې لوبډلې د بالېنګ یو روزونکی هستي ګل عابد بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د دغو تمرینونو په اړه وايي چې په ښه توګه پرمخ روان دي.

ورته مطالب