په استانبول کې د ایران د اتومي هڅو پرسر خبرو نتیجه ورنه کړه

اغلې اشتون او ښاغلی جليلي
Image caption آغلې اشتون په استانبول کې یو خبري ناستې ته وویل، د 5+1 هېوادونه له ایران سره کومې مثبتې پایلې ته ونه رسېدل، چې په وینا یې د ایران مخکني شرطونه د نه منلو دي.

په استانبول کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه د لوېدیځ او ایران ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدې.

کترین اشتون چې په خبرو کې یې د لوېدیځ د پلاوي مشري کوله، وايي دا روښانه وه چې ایران د خپل اتومي پروګرام په اړه مفصلو خبرو ته چمتو نه و او پرځای یې پر ایران د لګېدلو بندیزونو د ليرې کولو په ګډون پر شرایطو خبرو ته لېوال و.

خو د ایراني پلاوي مشر سعید جلیلي وايي هېواد یې اوس هم منطقي خبرو ته چمتو دی.

آغلې اشتون په استانبول کې یوې خبري ناستې ته وویل، د 5+1 هېوادونه له ایران سره کومې مثبتې پایلې ته ونه رسېدل، چې په وینا یې د ایران مخکني شرطونه د نه منلو دي.

اشتون دا هم وویل چې دغه هېوادونه له ایران سره د خبرو لپاره د یوې مفصلې غونډې د جوړولو هوډ لري، خو په وینا یې تهران دې کار ته چمتو نه دی.

Image caption د ایراني پلاوي مشر سعید جلیلي په استانبول کې یو خبري ناستې ته وویل، د تهران او لویو قوتونو ترمنځ د اتومي پروګرامونو په اړه هر ر از باید د هر راز هوکړې درناوی وشي، هغه داسې چې د یورانیمو د بډاینې او اتومي ټيکنالوجۍ د پیاوړتیا خبره یې په سر کې یاده شي.

خو آغلې اشتون وویل چې له ایران سره د مثبتو پایلو لپاره د خبرو دروازه لاهم پرانیستې ده "موږ اوس د دوی خبره اورو، که چېرې ایران پردې مساله بېرته له سره غور وکړي."

د ایران دریځ

بل خوا ایران پر خپله خبره ټينګ ولاړ دی، چې اتومي پروګرام یې د ټيکنالوجۍ د پیاوړتیا لپاره دی .

د ایراني پلاوي مشر سعید جلیلي په استانبول کې یوې خبري ناستې ته وویل، د تهران او لویو قوتونو ترمنځ د اتومي پروګرامونو په اړه باید د هر راز هوکړې درناوی وشي، هغه داسې چې د یورانیمو د بډاینې او اتومي ټيکنالوجۍ د پیاوړتیا خبره یې په سر کې یاده شي .

جلیلي وویل ایران تل داسې خبرو ته چمتو دی، چې د دغه هېواد درناوی پکې وغوښتل شي .

د فرانسې خبري اژانس د یوه لوېدیځوال دپلمات له خولې ویلي، 5+1 هېوادونه د یوې بلې لارې چارې په لټه کې دي .

Image caption ایران په ۲۰۰۹ کال کې د ویانا (امریکا، روسیې او فرانسې) هغه پلان رد کړی و، چې روسیې ته باید ۱۲۰۰ کلیوګرامه کمزوري بډایه شوي یورانیم واستوي او په مقابل کې یې له روسیې او فرانسې څخه د خپلو طبي کارخانو لپاره اړین توکي ترلاسه کړي.

د سپينې ماڼۍ یوه ویاند پي جي کراولي ويلي "د یوې داسې نوې لارې چارې په لټه کې یو، چې د ایران د اتومي پروګرامو په اړه پکې مفصلې خبرې وشي او ستونزې په ډاګه شي ."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د ایران د اتومي پروګرام مشر علي اکبر صالحي تېره اوونۍ ویلي ول، که څه هم پرتهران نړیوال بندیزونه شته، ایران د خپلو یورانیمو د بډاینې چاره جاري ساتلې ده .

ایران په ۲۰۰۹ کال کې د ویانا (امریکا، روسیې او فرانسې) هغه پلان رد کړی و، چې روسیې ته باید ۱۲۰۰ کلیلو ګرامه کمزوري بډایه شوي یورانیم واستوي او په مقابل کې یې له روسیې او فرانسې څخه د خپلو طبي کارخانو لپاره اړین توکي ترلاسه کړي .

او د تېر ۲۰۱۰ کال په مۍ میاشت کې، ایران له ترکیې او برازیل سره وړاندیز کړی و، چې له ترکیې سره به ۱۲۰۰ کیلوګرامه ایراني یورانیم تبادله کوي، خو لویو قوتونو یې په اړه څه غبرګون ونه ښود .

ورته مطالب