په مصر کې د شپږمې ورځې لپاره مظاهرې

مصر د انځور حقوق AP
Image caption اوس داسې فکر کيږي چې په دغو ناکراريو کې له ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د مصر د حکومت پر ضد له پنځه ورځنيو مظاهرو وروسته بلواګرو ډلو په واټونو کې پوستې جوړې کړې او د پراخ لوټ تالان رپوټونه ورکړل شوي دي .

په ښار کې د بي بي سي يو خبريال وايي د ځوانانو داسې ډلې يې ليدلي چې د اوسپنې ميلې او چاقوګان ورسره وو. هغه وايي پوليس په واټونو کې نه ښکاري.

اوس داسې فکر کيږي چې په دغو ناکراريو کې له ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

پوځ اوس د مهمو ځايونو ساتنه کوي او له حکومتي وزارتونو بهر د ډزو غږونه اورېدل شوي چې لاريون کوونکي هڅه کوي په ګرځېدو وضع شوی بندیز مات کړي.

د مصري حکومت د اپوزوسيون يو څېره محمد البرادعي وايي مصريان نور د حسن مبارک له حکومته ستړې شوي دي:

'' د مصر خلکو ۵۸ کاله د ظلم او ستم او ۳۸ کاله د حسنې مبارک د ديکتاتورۍ پر وړاندې مبارزه کړې. د مبارک رژيم ونه شو کړی خلکو ته اقتصادي او ټولنيز خدمتونه وړاندې کړي او دا د دغو ستونزو پر وړاندې لومړني اعتراضونه دي.''

امريکا د مصر ولسمشر حسنې مبارک ته ويلي چې په حکومت کې سر سري بدلونونه کافي نه دي.

ولسمشر اوباما د ملي امنيت له چارواکو سره له خبرو وروسته وویل چې بايد په سياسي اصلاحاتو کې ژور بدلونه راشي.

د اروپايي ټولنې مشرانو د يوې وېنا پاڼې په خپرولو سره د مصر له ولسمشر نه غوښتي چې پر ملکي خلکو د تاوتريخوالي مخنيوی وکړي او دغه راز يې په لاريون کوونکو هم غږ کړی چې خپلې غوښتې له سوله ييزې لارې وکړي.

ورته مطالب