د ١٩ کلنو کريکټ: افغانستان تايلنډ ته لويه ماتې ورکړه

افسر خان ځاځى

افسر خان ځاځى په ١٣٥ منډو اتل او د لوبې غوره لوبغاړى وبلل شو

افغان لوبډلې د پچې له گټلو وروسته لومړى خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله .

په ټاکليو ٥٠ اوورونو کې افغان لوبډلې ٣٢٦ منډې وکړې .

د افغان لوبډلې افسر خان ځاځى تر ټولو ډير وځليد .

ځاځي١٣٥ منډې وکړې او دخپلې سليزې په مرسته يې کوربه هوياد ته خورا لوى هدف وټاکۀ .

يامين احمدزي ٤٤ ، شيرزي ٣٣ او افتاب عالم ٥٨ منډې وکړې .

افغان لوبډلې د٣٢٦ منډو په جوړولو کې اته لوبغاړي له لاسه ورکړل .

په ځواب کې تايلند په ٣١ اوور کې خپل ټول لوبغاړي يوازې د٧٧ منډو په بدل له لاسه ورکړل .

د بالينگ په ډگر کې افتاب عالم وځليد.

افتاب چې له ملي لوبډلې سره يې هم ځينې لوبې کړي دي او د١٩ کلنو لوبغاړو په تيرو نړيوالو اتلوليو کې هم لوبيدلى دى د تايلنډي لوبغاړو لپاره ډير خطرناک ثابت شو .

دۀ د ١٨منډو په ورکولو درې لوبغاړي وسوځول .

تايلنډ دغه لوبه په ٢٤٩ منډو وبايلله چې په کريکټ لوبه کې خورا لويه ماتې ده .

خو د لوبې غوره لوبغاړى له هيلو سره سم افسر خان ځاځى و چې سليزه يې کړې وه .

دا سيالۍ د ١٩ کلنو لوبغاړو د نړيوالو اتلوليو د غوراوي د لومړي پړاو په توگه ترسره کيږي.

د دغو سياليو پايلوبې ته رسيدونکي دوه لوبډلې به د ٢٠١٢ کال د ١٩ کلنو نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي وروستي پړاو ته لار مومي .

افغانستان د لسو هيوادونو په دغو روانو سياليو کې پهبي گروپ کې دى .

نيپال ، متحد عرب امارات ، عمان او تايلنډ ورسره دي .

د پنجشنبه په ورځ (د فبروري ٣ ) افغانستان له عمان سره لوبه لري .

د جمعې په ورځ له نيپال سره او د يکشنبه په ورځ له متحدو عربو اماراتو سره افغان لوبغاړي سيالي ته وځي .

نيپال او امارات ښايي تر ټولو لوى سرخوږى افغانانو ته جوړ کړي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .