د ١٩ کلنو کريکټ : افغانستان له اماراتو سره مهمه لوبه لري

١٩ کلنو لوبډله
Image caption افغان لوبډله له نيپال سره د منډو په ډگر کې ونه ځليده

د ١٩ کلنو لوبغاړو د کريکټ د نړيوالو اتلوليو د غوراوي په لومړي پړاو کې افغانستان له دوو غښتليو لوبډلو سره په خپل گروپ کې مخامخ و .

نيپال او متحد عرب امارات د ډيرو په گومان خورا تکړه دي .

د جمعې په ورځ ( د فبروري ٤ ) نپيال افغانستان ته په ماتې ورکولو دا خبره ثابته کړه .

اوس د يکشنبې په ورځ افغان لوبغاړي وروستى چانس لري چې نړيوالو اتلوليو ته د ځان رسولو لپاره اماراتو ته ماتې ورکړي .

افغانستان له نيپال سره پچه وبايلله او لومړى ورڅخه د منډو جوړولو غوښتنه وشوه .

په داسې حالت کې چې سهارنۍ پرخې لوبغالى لوند کړى و او لوبه په ځنډ پيل شوه افغان منډه جوړونکي هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شول چې په لومړي توپ يې يو لوبغاړى وسوځيد .

دغه لوبغاړى افسر خان ځاځى و چې په لومړنۍ لوبه کې يې له تايلند سره سليزه کړې وه .

د افغانستان نور لوبغاړي هم ډير ټينگ نه شول او ټوله لوبډله يوازې په ١٢٥ منډو وسوځيده .

د نيپال لوبغاړو د څلورو کسانو په سوځيدو دا هدف ترلاسه کړ او نيمه پايلوبو ته ورسيدل .

اوس په بي گروپ کې که افغانستان له اماراتو لوبه وگټي نو دوى هم نيمه پايلوبو ته لار موندلى شي .

که نو امارات به دغه هيله ولري .

د يادونې وړ ده چې دوه کاله وړاندې افغانستان د غوراوي په لومړي پړاو کې پايلوبه بايللې وه .

خو نړيوالو اتلوليو ته يې په دويم پړاو کې لار موندلې وه .

ورته مطالب