کرېکټ: هند بنګله دېش ته ماتې ورکړه

هندي لوبډله د انځور حقوق AFP

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوالو سياليو پر لومړۍ ورځ ( شنبې د فبروري ۱۹ مه) د هند لوبډلې د بنګله دېش ملي ټيم مات کړ.

دغه لوبه د بنګله دېش د پلازمېنې ډاکې په شېري بنګلا ملي لوبغالي کې وشوه.

د لوبې په پيل کې پچه د بنګله دېش کپټان شکيب الحسن وګټله او هند ته يې د منډو بلنه ورکړه.

ښاغلي حسن ګومان کاوه، چې د لوبې په پيل کې به د لوبغالي پرخه منډه جوړوونکو ته ستونزې پيدا کړي، خو هندي لوبغاړو دغه ګومان ناسم ثابت کړ.

د هند له لوري وارېندرا سېهواګ لوبه پيل کړه، چې ملګرتيايې ساچين ټنډولکر کوله.

دواړو په پيل کې تېزه لوبه وکړه او تر ۶۹ منډو يې ملګرتيا وشوه. که څه هم ټنډولکر په ۲۸ منډو وسوځېد خو د سېهواګ لوبې د هند د لوبډلې بری حتمي کړ. ده په ۱۴۰ توپونو ۱۷۵ منډې وکړې چې ۱۴ يې څلوريزې او پنځه هم شپږيزې وې.

د هند له لوري ويرات کولي هم ښه لوبه وکړه او په ۸۳ ټوپونو يې ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، په دوی پسې ګمبېر هم تر ۳۹ منډو ولوبېد خو يوسف پټان په اتو منډو اوټ شو.

د ۵۰ اورونو په پوره کېدو هند پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او بنګله دېش ته يې ۳۷۰ منډې هدف وټاکه.

دغه هدف خورا ګران ښکارېده.

د بنګله دېش د لوبډلې کپټان شکېب الحسن هم د لوبې په پيل کې ويلي و که دوی ته ۲۶۰ منډې هدف وټاکل شي په اسانۍ سره به يې پوره کړي، خو له دې سره سره د ښاغلي الحسن لوبډله ښه ولوبېده.

د بنګله دېش لوبډلې ښه پيل درلود، په لومړيو پنځو اورونو کې يې ۵۰ منډې وکړې او د پنځه ويشتم اوور په شاوخوا کې يې داسې وښوده چې لوبه به وګټي، خو په وروستيو اورونو کې يې يو په بل پسې خپل څو لوبغاړي له لاسه ورکړل.

په دې توګه بنګله دېش په ټولو ۵۰ اورونو کې ۲۸۳ منډې وکړې او د ۸۷ منډو په توپير يې بری هند ته پرېښود.

د بنګله دېش له لوري تميم اقبال ۷۰ او شکېب الحسن هم ۵۵ منډې وکړې.

د بنګله دېش له لوري بالېنګ دومره پياوړی نه و او ددې لوبډلې څلورو تنو ايله يو يو هندی لوبغاړی وسوځاوه، خو د هند له لوري موناف پټېل تر ټولو ښه بالېنګ وکړ.

ده په لسو اورونو کې د سيالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول. ظهيرخان هم دوه بنګله دېشي لوبغاړي اوټ کړل او په دې توګه يې خپله لوبډله د ۲۰۱۱ کال د نړيوالو سياليو د لومړۍ ورځې ګټونکې کړه.

د شنبې ورځې لوبې ته سلګونه هندي او بنګله دېشي وګړي ورغلي و. ددې ترڅنګ د هند په ګډون د بېلابېلو هيوادونو رسنيو هم پراخ پوښښ ورکړ.

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ نړيوالې لوبې به د يکشنبې په ورځ په هند او سرېلانکا کې دوام وکړي. په دې لړ کې به نوی زيلاند او کينيا د هند په چينای او سريلانکا او کاناډا د سريلانکا په همبانتوتا ښارونو کې سره مخامخ شي.