انګلستان په شپږو وېکټو هالنډ ته ماتې ورکړه

د انګليستان د لوبډلې ملاتړي

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوال جام پر شپږمه ورځ د انګلستان او هالنډ ترمنځ يوه په زړه پورې لوبه وشوه، چې د انګلستان په ګټه پای ته ورسېده.

ياده لوبه د هند په ناګپور ښار کې د زرګونو نندارچيانو په وړاندې د نړيوال جام د (ب) ګروپ د ډلو ترمنځ وه. د لوبې په پيل کې پچه د هالنډ کپټان وګټله او خپله يې د منډو کولو پرېکړه وکړه.

که څه هم د هالنډ لوبغاړو په پيل کې تر بشپړ فشار لاندې لوبه پيل کړه او په اووم اوور کې يې يوه ويکټه له لاسه ورکړه، خو د لوبې په پای کې ښه وځلېدل او انګلستان ته يې نسبتا لوړ هدف وټاکه.

د هالنډ لخوا ډويسچټ تر ټولو ښه ولوبېد او په ۱۶۰ توپونو يې ۱۱۹ منډې وکړې. د هغه نورو ملګرو يوه هم ونکړای شوای خپلې منډې تر پنځوسو واړوي، خو بياهم ډېر بد نه وو.

که څه هم د لوبې په وروستيو اورونو کې هالنډي بېټسمينانو د نورو منډو تمه لرله، خو پنځوس اوره يې پوره شول او د شپږو کسانو په له لاسه ورکولو يې ۲۹۲ منډې وکړې.

د انګلستان لخوا په بالېنګ کې سټوارټ بروډ او ګرېم سوان دوه دوه هالنډي لوبغاړي اوټ کړل.

انګلستان ته د هالنډ لخوا د منډو هدف د روان کال د کرېکټ د نړيوالو لوبو درېم لوی هدف دی. وړاندې تردې هند بنګله دېش او سريلانکا هم کاناډا ته تر دې لوړ هدف ټاکلی و.

د سه شنبې په لوبه کې انګلستان له پيله غوښتل ياد هدف ته ژر ورسېږي، په همدې موخه يې تېزه لوبه پيل کړه او تر ۱۸ اوره يې هېڅ لوبغاړی هم اوټ نه شو.

د انګلستان لخوا انډريوسټوارس ۸۸ اتيا او جانتن ټراټ هم ۶۲ منډې وکړې.

د هالنډ لخوا په بالېنګ کې هم ډويسچټ ښه وځلېد او دوه انګليسي لوبغاړي يې اوټ کړل. له ده سره مدثر بخاري او پيټر سيلار هم يو يو لوبغاړی وسوځاوه، خو نور بالران په دې ونه توانېدل چې د سيالې ډلې د منډو مخه ونيسي.

که څه هم په وروستيو پنځو اورونو کې انګلستان له هغو بالونو ډېرو منډو ته اړتيا لرله چې ورته پاتې و، خو د يادې لوبډلې د ملا تير کالينګ وډ او د هغه ملګري راوي بوپارا د څو تېزو منډو په کولو لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوله.

د نوي زيلاند او کينيا او استراليا او زمبابوې له يو طرفه لوبو وروسته د انګلستان او هالنډ لوبه تر ډېره رقابتي او په زړه پورې وه.

تر ډېره په دې څوک نه پوهېدل چې څوک به ګټونکی وي، خو په پای کې د انګلستان ښه بېټنګ هالنډ ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

د چهارشنبې په ورځ ( د فبروري ۲۳ مه) به پاکستان او کينيا سره ولوبېږي. په روان جام کې دا د پاکستان لومړۍ لوبه ده، خو کينيا تر دې وړاندې په لوی توپير نوی زيلاند ته لوبه بايللې ده.